لیکوال: سید مصلح الدین
زکات
(څلورمه برخه)
زکات د انفاق او صدقې په معنا
په قرآن کې د زكات یادونه په مکي سورتونو کې هم شوې ده؛ خو یوازې د انفاق او صدقې په معنا راغلی.
الله تعالی فرمايي: «قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ * الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ».[[1]] «یقینًا مومنان كامیاب شول، هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي».
او فرمایلي یې دي: «وَوَيْلٌ لِلْمُشْرِكِينَ * الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ».[[2]] «او د مشركانو لپاره هلاكت دى، هغه كسان چې زكات نه ادا كوي او له آخرت نه هم دوى منكران (كافران) دي».
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په ښوونو او د اسلام په ځانګړنو او فضایلو کې هم د زکات یادونه شوې ده، چې د هغه وخت د ځینو پاچایانو او حاکمانو لپاره بیان شوي دي.
حضرت جعفر بن ابی طالب رضیاللهعنه د نجاشي په اړه داسې وايي: «او موږ ته یې امر کړی دی چې یوازې د الله تعالی عبادت وکړو او له هغه سره کوم شی شریک نه کړو او همداراز یې موږ ته په لمانځه، زکات او روژې امر کړی دی».[[3]] دا پېښه د بعثت په پنځم کال پېښه شوې.
د زکات لپاره داسې مشخص سیستم او قانون ته اړتیا ده چې له ټولو قشرونو، پوړونو او وختونو سره برابر وي.
تر دې وروسته اسلامي ټولنه د عقایدو، اخلاقي روزنې، اطاعت، پیروۍ، سخاوت، ایثار او له فردي او ټولنیزې ځان خوښونې څخه د پاکېدو په برخه کې اوج ته ورسېده او اسلام په مسلمانانو او د دوی په فداکاریو پیاوړی شو، اسلامي ټولنې پراختیا ومونده، بېلابېل انساني شکلونه، اخلاقي او روحي سطحې پهکې رامنځته شوې، شتمن، بېوزله او متوسط وګړي پهکې راپیدا شول، له یوې خوا پهکې هغه سخیان راڅرګند شول چې په ورین تندي یې صدقې کولې، هغه سخاوت کوونکي چې ته به وایې بوختیا یې نفقه ورکول او سرښندنه ده. له بلې خوا په دې ټولنه کې بخیلان، حریصان او منځلاري رامنځته شوي دي، په ټولنه کې د شریعت احکام قانون وضع او عملي شوي دي. تلپاتې، عمومي او جهاني احکام او قوانین چې مسلمانان یې په ختیځ او لوېدیځ، د تاریخ په پیل او پای، د تمدنونو په سادګۍ او پېچلتیا کې اجرا کوي او په ټولو شرایطو کې ورته پابند دي. دا احکام د ایمان قوت او پیاوړی باور له ځانه سره لري، هغه قوت چې تر ټولو لوی شور او ځوږ رامنځته کوي او لویې سرښندنې او ستونزې آسانوي. همداراز، د ایمان د ضعف په پړاوونو کې چې د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ او وروستیو نسلونو کې تر سترګو کېږي، دا احکام همدا ډول د مسلمانانو د ژوند او چلند لپاره د لارښود په توګه پاتې کېږي او له هغوی سره مرسته کوي، چې د خنډونو او ستونزو پر وړاندې ودرېږي. دا وه چې د خپلو بندګانو په نسبت د الله تعالی مهربانۍ او حکمت تقاضا دا شوه، چې د زکات لپاره یوه نظام رامنځته کړي، داسې نظام چې حدود او اندازې یې روښانه او مشخصې وي او نصاب او مقدار یې ټاکلی وي. دا نظام او سیستم د کم او زیات ترمنځ په متوسط حد کې دی، په داسې ډول چې پیاوړي سخیان او د همت خاوندان یې بې ارزښته او کم ونه ګڼي او د متوسط پوړ کسان له ټیټ پوړو او د زکات د شرایطو لرونکو خلکو سره په هغه کې لټي ونه کړي. همداراز، الله تعالی د زکات ټاکنه د انسانانو رایې، نظر، همت، هیلو، وجداني او عاطفي تاثراتو ته نه دی پريښی، هغه صفات چې تل په لوړو ژورو او کمېدو او ډېرېدو په حال کې دي او همداراز، د قانون جوړوونکو قوانینو او د علماوو او پوهانو هغه حکمت او پوهې ته یې نه دي سپارلي، چې هیڅکله د باور وړ نه دي او د خواهشاتو او غرضونو له پیروۍ څخه خوندي نه دي. دې چارو ته په پامنیوي زکات فرض شو او د الله له لوري یې نصاب او مقدار وټاکل شو.
شیخالاسلام احمد بن عبدالرحيم دهلوي رحمهالله د زکات د احکامو د ټاکلو فلسفه او د هغه سیستم په ښکلې بڼه بیان کړی دی. نوموړی وايي: «ورپسې د زکات د اندازو ټاکلو ته اړتیا شوه؛ ځکه که د زکات او د هغه د ټاکلو قانون نه وای، مبالغه کوونکو کسانو به پهکې زیاتوالی کړی و او له حد څخه به یې تېری کړی و. له بلې خوا اړینه وه چې ډېر کم هم نه وي، چې هغه ناڅيزه وګڼي، اهمیت ور نه کړي، د بخل په درملنه کې ګټور نه وي او نه دومره دروند وي چې ادا کول یې سخت وي. همداراز، باید یوه موده ټاکل شوې وای، چې په هغه کې زکات راټول شي او دا موده باید دومره لنډه نه وي چې ژر راورسېږي او د زکات ورکول پهکې سخت وي. دومره اوږده هم باید نه وي چې د بخل په درملنه کې ګټه ونه لري او اړمنو او ساتونکو ته تر اوږد انتظار وروسته ګټه ونه رسوي. دا چاره له مصلحت سره ډېره برابره وه، چې د زکات قانون له هغو عادلانه قوانینو سره برابري ولري، چې پاچایان یې په وسیله له خلکو مالیات راټولوي؛ ځکه که د شریعت مکلفیت او فرمان له هغه څه سره سازښت ولري چې خلک (که عرب وي که عجم) ورسره عادت شوي وي، په دې صورت کې یې په عملي کولو کې د سختۍ احساس نه کوي او هغه مسلمان چې د مهربانۍ او مینې عادت د هغه له اوږو د مشقت او زحمت بار سپک کړی وي، غوره فرمان او امر مني او عملي کوي او دا چاره خلکو ته تر نورو آسانه او مهربانه ده».[[4]]
په کومو شیانو کې زکات واجبېږي؟ او د زکات د نصابونو او اندازو د تفاوت فلسفه
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم دا مشخص کړل، چې د زکات اندازه به څومره وي، هغه مالونه چې زکات پهکې واجب دی هغه کوم دي، د دې مالونو نصاب او د واجبېدو وخت څه وخت دی. په دې لړ کې یې، زکات یې په هغو څلور ډوله مالونو کې ټاکلی دی، چې د خلکو ترمنځ ډېر دود دي:
-
لومړی ډول: کرنیز محصولات او مېوې.
-
دویم ډول: د غواګانو، اوښانو او مېږو په څېر څاروي.
-
درېیم ډول: سره او سپین زر؛ یعنې هغه دو مهم توکي چې د نړۍ د اقتصاد بنسټ پرې ولاړ دی.
-
څلورم ډول: بېلابېل سوداګریز توکي.[[5]]
علامه ابن قیم رحمهالله د هغو مالونو د انتخاب مصلحت او د نصابونو د توپیر د فلسفې او د هغه وخت د ټاکلو د حکمت په اړه چې زکات پهکې واجبېږي، یعنې د کال د تېرېدو په هکله په خپل ارزښتناک کتاب «زاد المعاد» کې وايي: «ورپسې الله تعالی زکات په کال کې یو ځل واجب کړ او د کرنیزو محصولاتو د رسېدو او پخېدو پر وخت یې فرض وباله؛ ځکه په هره میاشت او اونۍ کې د زکات وجوب د مالونو لرونکو ته زیان رسوي او په ټول عمر کې یې یو ځل واجب کېدل اړمنو او بېوزلو ته تاوان رسوي، پر دې اساس تر ټولو عادلانه طریقه په کال کې یو ځل د زکات واجبېدل دي. همداراز یې د مالونو د ترلاسه کولو، آسانوالي او سختوالي په لارو کې د مالونو د څښتنانو د زیار پر اساس د زکات د اندازو ترمنځ توپیر کړی دی او په هغو مالونو کې یې خمس (یو پر پنځمه برخه) واجب کړی دی، چې انسانان یې په کلي او ټولیز ډول له زحمت پرته ترلاسه کوي لکه خزانې او تر خاورو لاندې شیان. پر هغو د یوه کال تېرېدل لازمي نه دي، هر کله چې یې ترلاسه کړي، زکات پهکې واجبېږي. د خمس نیمايي (يو پر لسمه) یې په هغو مالونو کې واجب کړې چې ترلاسه کول یې هڅې او ستړیا ته اړتیا لري، چې دا مالونه عبارت دي له: مېوې او کرنیز محصولات چې د ځمکې قلبې کولو، اوبولو او تخم شیندلو ته اړتیا لري. البته د زکات دا اندازه په هغو ځمکو پورې اړوند ده چې الله تعالی یې د انسان له زحمت، د اوبو له اخیستلو، د څاه له باسلو او د اوبو له ژرندې پرته خړوبوي؛ خو هغه ځمکې چې خړوبول یې د انسان زحمت، بادي ژرندې او حیواناتو ته اړتیا لري، په هغو کې یې د عشر نیمايي (یو پر شلمه برخه) واجب کړی دی. هغه ځمکې چې د محصولاتو وده یې په ځمکه کې د قلبې کولو، د ژرندې د تاوولو یا محصولاتو ته د انتظار کولو په بڼه د مال د څښتن د پرلهپسې کار په توګه ده، د عشر څلورمه (یو پر څلوېښتمه یا دوه نیم سلنه) پهکې واجب شوې ده او له شک پرته د دې ډول ځمکو زحمت له نورو کرنیزو او د بڼوالۍ له ځمکو ډېر دی، همداراز، د تجارتي مالونو په پرتله د کرنیزو او د بڼوالۍ د محصولاتو وده ډېره ده، پر دې اساس کوم زکات چې په هغو کې واجب دی، هغه هم د نورو مالونو له زکات څخه ډېر دی او د کرنیزو ځمکو ترمنځ هغه ځمکې چې د اسمان یا ویالې په اوبو خړوبېږي، د هغو ځمکو په پرتله یې د محصولاتو وده ډېره ده چې په ژرنده یا حیواناتو اوبه کېږي. د هغو مالونو وده تر ټولو ډېره او زحمت او خواري یې کمه ده، چې په کلي او ټولیزه توګه ترلاسه کېږي لکه خزانې او تر خاورو لاندې شیان.
دا چې هر مال له فقیرانو سره د خواخوږۍ او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو صلاحیت نه لري، نو د هغو مالونو لپاره نصابونه ټاکل شوي دي، چې د فقیرانو د خواخوږۍ او د هغو د اړتیاوو د پوره کولو صلاحیت لري، تر څو له یوې خوا د مالونو پر څښتنانو او شتمنو ظلم ونه شي او له بلې خوا د فقیرانو او اړمنو اړتیا هم پوره شي. پر دې اساس د سپینو زرو لپاره ۲۰۰ درهمه، د سرو زرو لپاره ۲۰ مثقاله او د حبوباتو او مېوو لپاره پنځه وسق، چې د عربي اوښانو له پنځو بارونو سره معادل دی، په پام کې ونیول شول، په ۴۰ مېږو، ۳۰ غواګانو او ۵ اوښانو کې د نصاب په توګه وټاکل شول.»[[6]]
د زکات د اندازې د ټاکلو او د هغه د وخت فلسفه
شيخ الاسلام احمد بن عبد الرحیم دهلوي رحمهالله دا موضوع لا ډېره توضیح کړې ده، د د زکات د مالونو د انتخاب او د هغو د وخت د ټاکلو فلسفه یې تشریح کړې او فرمایلي یې دي: «هغه موارد څلور دي چې بېلابېل نېک چلنده پاچایان په معتدلو سیمو کې ورسره عادت شوي دي، چې دا موارد درانه نه دي او د عقل د منلو وړ دي.
لومړۍ ډله: نامي (وده کوونکي) مالونه دي؛ ځکه دا مالونه تر ډېره ساتنې او دفاع ته اړتیا لري او که له خپلې سیمې او هېواده بهر تګ راتګ ونه شي، پراختیا او وده نه کوي، همداراز، د دې مالونو د زکات ورکړه آسانه او سپکه ده؛ ځکه مال لرونکی شخص هره شېبه د دې مالونو ډېروالی ویني، پر دې اساس د هغو زکات له هغې ګټې سره مناسبت او سازښت لري چې ترلاسه کېږي.
نامي (وده کوونکي) مالونه په درې ډوله ده:
۱. څاروي او ډېرېدونکي حیوانات؛
-
کرنیز محصولات؛
-
سوداګریز مالونه؛
دویمه ډله: پانګوال او توان لرونکي دي؛ ځکه دا ډله خلک د غلو او لار شکونکو له لاسه تر ډېره د خپلو مالونو ساتنې ته اړتیا لري او نور لګښتونه او مصارف لري چې د هغو په ترڅ کې د زکات ورکړه سخته نه ده.
درېیمه ډله: ګټور مالونه چې خلکو له زیار او زحمت پرته ترلاسه کړي دي، لکه د جاهلیت د دورې تر خاورو لاندې شیان، د پخوانیو سره او سپین زر او خزانې؛ ځکه دا مالونه د وړیا او مفتو مالونو په څېر دي چې له هغو څخه نفقه کول او د زکات ورکول د انسان لپاره آسانه دي.
څلورمه ډله: هغه مالیات چې له کاسبانو او د عاید له څښتنانو اخیستل کېږي؛ ځکه دوی اکثریت او ډېر خلک تشکیلوي او که له هغوی څخه کم شی واخیستل شي، ورته سپک دي او له بلې خوا به ډېر ارزښتناک وي.
دا چې په لرې پرتو سیمو کې د سوداګرۍ څرخېدنه او د کرنیزو محصولاتو رېبل او د مېوو راټولول په کلنۍ بڼه ترسره کېږي او همداراز د زکات لوی ډولونه پورته موارد تشکیلوي، کال یې د ورکړې د مودې په توګه ټاکل شوی دی او دا چې کال ټول بېلابېل فصلونه رانغاړي، چې وده او پراختیا پهکې ترسره کېږي، د دې اندازو لپاره صلاحیت لري او تر ټولو آسانه او د خلکو له مصلحت او ګټو سره برابره طریقه دا ده چې د هر مال زکات د همغه مال له جنسه وي، د بېلګې په توګه له هرې ډلې اوښانو یو اوښ، د غواګانو له هرې رمې یوه غوا او د مېږو له رمې یوه مېږه د زکات په توګه ورکړل شي».[[7]]
دوام لري…
[1]. المؤمنین: ۱ـ۴.
[2]. فصلت: 6-7.
[3] . سیرۀ ابن هشام، ج۲، ص۴۶۱.
[4]. حجة الله البالغة، 2ټوک، 3مخ.
[5]. له زادالمعاد کتاب څخه اخیستل شوی، 1ټوک، 145مخ.
[6]. د زادالمعاد له کتاب څخه اخیستل شوی، 2ټوک، 146مخ.
[7]. حجة الله البالغة، 2ټوک، 30مخ.