لیکوال: سید مصلحالدین
زکات
(درېیمه برخه)
قرآن کریم د مسلمان په زړه کې څنګه د «امانت او خلافت» فکر وکاره؟
دا له قرآن حکیم څخه ثابت حقیقت دی، چې مطلق مالکیت یوازې الله تعالی لره دی او د ټولو مخلوقاتو، ځمکې، د انسان د لاسته راوړنو او ساتنو اصلي مالک پخپله دی دی او همدا تفکر او باور د لومړنیو مسلمانانو پر ژوند حاکم و. هغوی په دې باور وو، چې دوی یوازې د دې شتمنیو امانتداران او ځای ناستي دي. له همدې امله دا نظریه نه تجزیه کېدونکی ده، نه ترې څه کمېدای او نه ور اضافه کېدای شي. همداراز، د دې مالونو په کارولو کې مطلقه آزادي نه شته او نه هم د دغو اموالو له امله، ریا، ویاړ، تکبر او غرور څه معنا لري.
قرآن کریم د دوی په روح او عقل کې د «امانت او خلافت» تفکر کرلی و او پوهولي یې وو، چې د دوی د خواریو، خولو، مهارتونو، صنعتونو او تجارتونو له لارې لاسته راوړې شتمني، د اسلام په نامه د معاهدې په اساس بېرته الله تعالی ورګرځي، ځکه چې د دې ژمنې تقاضا دا ده، چې مسلمانان له خپلو ټولو حقونو او ادعاګانو څخه لاس په سر شي، نو کله چې انسان اسلام مني او شهادتین وايي، په حقیقت کې په دې الهي ملکیت اعتراف کوي او دا پر ځان لازموي که الله تعالی هر وخت وغواړي خپل امانت غوښتلی شي. الله تعالی فرمایي: «إِنَّ اللهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ»[۱] یعنې «بې شكه الله له مومنانو څخه د هغوى ځانونه او مالونه په دې پېرودلي چې د دوى لپاره به جنت وي».
او هغو خلک یې وېرولي، چې د دنیا له مالونو سره یې دومره مینه پیدا کړې، چې رفاهطلبۍ، آرامۍ او شهواني غوښتنو ته یې د الله تعالی په لاره کې پر جهاد او د الهي حقوقو پر ادا کولو لومړیتوب ورکړی او د مال په استعمال، ساتنه او پر هغه د زړهسوزي او مطلقې آزادۍ حق یې ځان ته وکړی دی. الله تعالی فرمایي: «قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّی يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[۲] یعنې «(اې پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي».
مسلمانان یې هم له دې څخه وېرولي دي، چې که دوی د الله په لار کې په سخاوت، همت او لوړې حوصلې سره خپل مالونه انفاق نه کړي، خپل مال او ځان قرباني نه کړي، او د خپل دین له ملاتړ څخه لاس واخلي هغه دین چې د دوی بقا، ژوند، عزت، او پرمختګ ورپورې تړلی دی، نو دا په حقیقت کې خپله د دوی د ځان او مال تباهي ده، او د ځان وژنې په معنا ده.
الله تعالی فرمایي: «وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ».[۳] «او د الله په لاره كې خرڅ كوئ او په خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي».
لومړنيو مسلمانانو څنګه د «امانت او خلافت» پر تفکر ایمان راوړ؟
صحابه کرامو (رضي الله عنهم) د خپلو مالونو، شتمنیو، ځمکو، دارایانو، کرنیزو ځمکو او خپلو اولادونو اختیار رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) او د اسلام د ګټو لپاره پرېښودلی و. له مکې مکرمې څخه تر هجرت وړاندې د دوی ژوند همداسې و. حضرت ابوبکر صدیق، عثمان بن عفان، عبدالرحمن بن عوف، صهیب رومي، ابو سلمه (رضیاللهعنهم) او د مهاجرینو نور لوی شخصیتونه او شتمن خلک د دې حقیقت غوره نمونې وې. همداراز، په مدینه منوره کې هم د انصارو ژوند همداسې و. دا تفکر او احساس بدر غزا ته تر تګ وړاندې د حضرت سعد بن معاذ (رضیاللهعنه) په خبرو کې په ښکاره او واضح ډول منعکس شوی.
په روایتونو کې راغلي، کله چې رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) ته خبر ورسید چې قریش له مکې څخه راووتل، نو له خپلو یارانو سره یې مشوره وکړه. لومړی مهاجرینو خبرې وکړې او په ښه ډول یې خپل چمتووالی ښکاره کړ. رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) د دویم ځل لپاره بیا د دوی نظر وغوښت، نو مهاجرین بیا راپورته شول او ښې خبرې یې وکړې.
رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) چې د درېیم ځل لپاره مشوره وغوښته، نو انصار پوه شول چې رسول اکرم (صلیاللهعلیهوسلم) د دوی نظر غواړي. په همدې وخت کې حضرت سعد بن معاذ (رضیاللهعنه) راپاڅېد او ویې ویل: «ای د الله رسوله! ښکاري چې اشاره مو موږ ته ده؟» (او رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) واقعاً د دوی نظر غوښته، ځکه چې انصارو د بیعت پر مهال ژمنه کړې وه چې دوی به یوازې د مدینې په داخل کې له تور پوستو او سور پوستو څخه د رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) ساتنه کوي. نو کله چې رسول اکرم (صلیاللهعلیهوسلم) تصمیم ونیو چې له مدینې بهر جګړه وکړي، ویې غوښتل چې د انصارو نظر هم معلوم کړي.)
حضرت سعد (رضیاللهعنه) وویل: «شاید تاسو اندیښمن یاست چې انصار یوازې د مدینې دننه ستاسې پر دفاع مکلف دي؛ نو زه د انصارو په استازوالۍ خبرې کوم او ځواب مې دا دی: هر ځای چې ځئ، له هر چا سره چې تړون کوئ او له هر چا سره چې تړون ماتوئ. زموږ له مالونو څخه چې څومره اخلئ، هر څه چې موږ ته راکوئ. هغه مالونه چې تاسې یې له موږ څخه اخلئ، زموږ لپاره تر هغو مالونو غوره دي چې زموږ لپاره یې پرېږدئ او تاسې چې هر امر موږ ته وکړئ، نو موږ به یې اطاعت وکړو. قسم په الله! که تاسو د غمدان «البرک» سیمې ته هم لاړ شئ، نو موږ به له تاسې سره یوو. قسم په الله! که ته موږ سمندر ته هم داخل کړې، نو مونږ به پکې ورننوځو!»[۴]
د الله تعالی په لار کې د اضافه شتمنیو انفاق کولو ته هڅول او د مسلمانانو عملي اقدام
له هماغه پیله چې کله د مسلمانانو په زړونو کې د مال او شتمنیو د انفاق کولو ځانګړی حقیقت ځای پر ځای شو او په دې یې باور پوخ شو چې ټول مالونه د الله تعالی ملکیت دي او انسانان یې یوازې امانتداران او ځای ناستي دي، الله تعالی له هغوی وغوښتل چې هغه شتمنۍ چې د دوی له اساسي او شرعي اړتیاوو څخه زیاتې وي، انفاق کړي. الله تعالی دا آیت نازل کړ: «وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوُ»[۵] (ای پیغمبره!) او پوښتنه کوي دوی له تا څخه چې (د الله په لاره کې) څه شی مصرف کړو؟ ته ورته ووایه! هغه څه چې ستاسي له اړتيا نه زيات وي».
هغوی په ولولو او جذبو دا امر عملي کړ او کله چې د دوی په زړونو کې دې باور ریښې وکړې چې مالونه د الله تعالی ملکیت دی او دوی یې یوازې امانتداران او ځای ناستي دي، نو هر څه ورته بې ارزښته شول، تر دې حده چې د ځان او خپلو اولادونو د اړتیاوو په پرتله یې د نورو اړتیاوو ته ترجیح ورکړه. د ابوطلحه انصاري رضیاللهعنه کیسه، چې تاریخ ثبت کړې، د سخاوت او ایثار یوه حیرانوونکې بېلګه ده چې د بشري ټولنو په تاریخ کې بې ساری ده.
امام بخاري رحمهالله د حضرت ابوهریره رضیاللهعنه څخه روایت کوي چې ویې فرمایل: «یو سړی د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه ډېر بېوسه شوی یم. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یو کس د خپلو مېرمنو کورونو ته واستاوه، خو هلته یې هیڅه ونه موندل. بیا یې وفرمایل څوک شته چې دا سړی نن شپه مېلمه کړي؟ الله تعالی دې رحم پرې وکړي! یو انصار ودرېد او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه دا کار کوم. نو کور ته لاړ او خپلې مېرمنې ته یې وویل: دا د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مېلمه دی، هیڅ شی ترې مه سپموه. مېرمنې یې وویل: قسم په الله! د ماشومانو له خوړو پرته نور هیڅ نهشته. انصاري ورته وویل: کله چې ماشومان د شپې ډوډۍ وغواړي، نو ویدهیې کړه، څراغ مړ کړه (چې مېلمه مو و نه ګوري چې موږ خواړه نه خورو)، او موږ به نن شپه وږې ویده شو. مېرمنې یې همداسې وکړل.
کله چې سهار وخته همدا انصاري، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ته ورغی، نو رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «الله عزوجل د فلانی کس او د هغه د مېرمنې په هغه کار تعجب کړی». په یو بل روایت کې داسې راغلي: «الله تعالی خندلي دي».
د دې عظیم کار په نتیجه کې الله تعالی دا آیت نازل کړ: «وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بهِمْ خَصَاصَةٌ».[۶] «او هغوى پر خپلو ځانونو غوره بولي كه څه هم په هغوى تنګسيه (لوږه) وي».
دوام لري…
[1]. التوبه: ۱۱۱.
[2]. التوبه: ۲۴.
[3]. البقرة: ۱۹۵.
[4]. زادالمعاد، ج۱، ص۱۷۳.
[5]. البقرة: ۲۱۹. علامه ابن کیر (رحمه الله) د «العفو» په تفسیر کې وایي: هر څه چې د کورنۍ له مصارفو زیات وي، هغه «عفو» دي. همدا تفسیر د ابن عمر رضي الله عنهما، مجاهد، عطاء، عکرمه، سعید بن جبير، محمد بن کعب، حسن بصری، قتاده، قاسم، سالم، عطاء خراسانی، ربیع بن انس رحمهمالله او له نورو ډېرو علماوو څخه روایت شوی دی، چې «العفو» یې د اضافي مال په معنی تفسیر کړی دی. ابن بطال په خپل تفسیر کې وايي: هر څه چې د کفایت له اندازې زیات وي، هغه «عفو» بلل کېږي.
[6]. الحشر: ۹. د بخاری او مسلم په روایت. په صحیح مسلم کې د دې صحابي نوم ابو طلحه ښودل شوی.