لیکوال: مهاجر عزیزي
شیبې له روژې سره
(دېرشمه برخه)
د رمضان میاشت، برکتونه او فرصتونه
له رمضان سره مخه ښه
د رمضان شپې او ورځې تېرې شوې. وختونه یې د سترګو په رپ یا د برق په څېر لاړل. مسلمانان یې په ټوله دنیا کې د راتګ په تمه وو؛ ځانونه یې ورته چمتو کول او د دې میاشتې په راتلو یې یو بل ته مبارکي ورکوله. دا له برکتونو ډک فصل راورسېد او له خیراتونو، برکتونو، فضایلو، ښېګڼو، مهربانۍ او د رحمت په نسیمونو ترې هغوی برخمن شول.
د الله تعالی له بندګانو څخه ځیرک او هوښیار هغه دی چې پوهېږي باید فرصتونه غنیمت وګڼي او دا چې د هغه په وړاندې لوی فرصت رامنځته شوی دی، نو د همت لستوڼي یې راپورته کړل او له خپلو غړو یې د الله تعالی په اطاعت کې کار واخیست، د زړه له کومې یې د ورځو په اوږدو او د شپو په پای کې سهار او په سخته ګرمۍ کې د الله تعالی ذکر کاوه، آیاتونه یې تلاوت کول، د هغه تسبیح او حمد یې وایه. د خپل خالق په وړاندې په رکوع او سجده و، قیام یې کاوه او خپل قیام یې اوږداوه، پرلپسې دعا یې کوله او بښنه او رحمت یې غوښته؛ ځکه چې باور یې درلود ښايي دا قېمتي فصل ورته بیا تکرار نه شي، نو باید له شېبو څخه یې ګټه واخیستل شي او خپل وخت په هغه څه کې ولګوي چې ګټور دي او د اخرت لپاره یې پاتې کېږي:
إن لله عبادا فُطنا طلَّقوا الدنيا وخافوا المحنا
«بې شکه الله تعالی ځیرک بندګان لري…. چې دنیا یې ترک کړې ده او له فتنو یې ډار شوي دي»
نظروا فيها فلما علموا أنها ليست لحي سكنا
« دنیا ته یې نه دي کتلي، پوه شوي دي چې د ژوند د پاتې کېدو سرای نه دی»
جعلوها لجة واتخذوا صالح الأعمال فيها سُفنا
«هغه ته یې د ژور سمندر په توګه کتلي دي او له هغه څخه د تېرېدو لپاره یې نېک عملونه د خلاصون کښتۍ وګرځوله.»[1]
اوس د رمضان میاشت چې څه موده مخکې مو د هغې هرکلی وکړ او په راتلو یې خوښ شوو، له موږ سره د خدای په امانۍ په پړاو کې ده. هغه به یا زموږ په ګټه شاهدي ورکړي یا زموږ په زیان. نو چا چې پکې نېک کارونه ترسره کړي وي او د خیر توفیق یې په برخه شوی وي، باید د خدای شکر ادا کړي او له هغه څخه د نېکو عملونو او د عاقبت د ښه والي لپاره د نېکۍ په لار کې ډېروالی او ټینګښت وغواړي او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړي، چې په هغه حالت کې مرګ ورته راولي، چې الله تعالی ورڅخه راضي وي.
شهر الصيام مضى واجتاز وانصرما واختص بالفوز بالجنات من خدما
«د رمضان میاشت تېره شوه، لاړه او ختمه شوه… یوازې هغه چا بریا او جنت وګټل چې د هغې په خدمت کې وو»
وأصبح الغافل المسكين منكسرا مثلي، فيا ويحه يا عُظْمَ ما حرما
«او غافل بېچاره له پښېمانۍ او ماتې سره مخ شو، زما په څېر … افسوس دې وي ورباندې، څومره لوی زیان، چې ترې محروم شو».
من فاته الزرع في وقت البذار فما تراه يحصد إلا الحزن والندما
«څوک چې د تخم شیندلو په فصل کې کر ونه وکړي… له اندېښنې او پښېمانتیا پرته به بل څه ونه رېبي!»[2]
اوس چې د رمضان میاشت په ختمېدو ده. باید له الله تعالی څخه وغواړو، چې زموږ روژې، لمنځونه او نېک عملونه قبول کړي او موږ د تقوا او نېکۍ په تګلوري کې ټینګ وساتي. همداراز په دې میاشت کې چې کومې نیمګړتیاوې رانه شوې دي، د هغو بښنه وغواړو؛ ځکه معلومه نه ده چې آیا بل ځل به له داسې لوی فرصت څخه برخمن شو که نه؟ لکه سلف صالح چې د نېکو اعمالو په بشپړولو کې خپل نهايي کوښښ کاوه. ورپسې به له خپل عمل نه زیات د هغه د قبلېدو په فکر وو او له نه قبلېدو څخه به یې وېرېدل. دوی همغه خلک وو چې هر څه به یې ترسره کول، زړونه به یې وېرېدل.[3]
له علي رضیاللهعنه څخه روایت شوي چې ویې فرمایل: «د عمل د قبلېدو په اړه پخپله له عمل نه ډېر فکر وکړئ. آیا نه مو دي اورېدلي چې الله تعالی فرمايي: «إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ»»[4]
مالک بن دینار وايي: «د عمل له نه قبلېدو وېره پخپله له عمل څخه سخته ده.»[5]
د کوچني اختر په ورځ به د ځینو سلف صالحو پر څېرو د اندېښنې نښې ښکارېدې. له هغوی به پوښتل کېدل: «دا ورځ د خوښۍ او خوشالۍ ورځ ده، ولې خپه یاست؟» په ځواب کې به یې ویل: «رښتیا وایئ؛ خو موږ هغه بندګان یو چې مولا مو راته امر کړی چې کار ترسره کړو؛ خو نه پوهېږو چې قبول شوی به وي که نه؟»[6]
مسلمانو ورونو او خویندو!
باید د رمضان بندګان نه اوسو! یعنې خپل عبادت او نېکي په دې میاشتې پورې محدود نه کړو او تر هغې وروسته د کال په نورو ورځو کې له بندګۍ او ښو عملونو غافل پاتې نه شو. الله تعالی له موږ څخه ټول عمر بندګي غواړي، نه یوازې د رمضان په میاشت کې. دا میاشت باید زموږ لپاره لوی تمرین وي، چې په نورو میاشتو او کلونو کې هم په غوره توګه بندګۍ ته دوام ورکړو.
که یوازې په رمضان کې د جَمعې لمانځه ته لاړ شو او په نورو میاشتو کې ورنه شو، که یوازې په همدې میاشت کې د خیر اعمالو او فقیرانو او اړمنو ته پام ولرو او تر هغې وروسته بېپروا اوسو، له لوی زیان سره مخ شوي یو.
نو باید په همدې رمضان کې نیت وکړو چې: «ای ربه! څرنګه چې مو په دې میاشت کې ستا بندګي وکړه او ستا د فرمان اطاعت مو وکړ، تر رمضان وروسته به هم همداسې یو او د غوره بنده په توګه به تل ستا د طاعت په تګلوري کې پاتې شو».
کعب وايي: «څوک چې د رمضان روژه ونیسي؛ خو په زړه کې قصد ولري چې تر هغې وروسته به د الله تعالی نافرماني کوي، روژه یې نه قبلېږي. څوک چې د رمضان روژې ونیسي، په داسې حال کې چې نیت ولري تر هغې وروسته به هم ګناه نه کوي، له حساب او پوښتنې پرته به جنت ته داخل شي.»[7]
الله تعالی دې زموږ روژې، لمنځونه او نېک عملونه قبول کړي او توفیق دې راکړي چې په نورو میاشتو کې هم په غوره توګه د هغه بندګي وکړو.
[1]. صفحات رمضانیه، ۸۵مخ.
[2]. همغه، ۸۱مخ.
[3]. وظائف رمضان، ۷۳مخ.
[4]. تفسیر القرآن الکریم، ۱ټوک، ۳۹۴مخ.
[5]. وظائف رمضان، ۷۳مخ.
[6]. همغه، ۷۳مخ.
[7]. وظائف رمضان، ۸۱مخ؛ تفسیر ابن کثیر، ۸ټوک، ۴۵۳مخ.