لیکوال: ابوعائشه
نشنليزم
(یوویشتمه برخه)
سریزه
د نورو هېوادونو په څېر، په ایران کې هم د نشنلېزم پدیدې بېلابېلې مرحلې تر شا کړې او د همدې مراحلو په لړ کې یې په ایراني ټولنه کې نفوذ کړی دی. په ټولو هغو هېوادونو کې چې غربي افکار پهکې راڅرګند شوي، مشترک ټکی دا دی چې دا مفکوره عموماً د هغو کسانو له لوري دغو هېوادونو ته راوړل شوې چې د غربي افکارو مبلغین وو. د څېړنې په دې برخه کې به «د ایران په بېلابېلو دورو کې نشنلېزم» وڅېړو.
نشنلېزم په ایران کې:
نشنلیزم په معاصر مفهوم په ایران کې د لومړي ځل لپاره هغه وخت مطرح شو، چې کله ایرانیان، په تېره بیا روڼآندان له غربي افکارو سره آشنا شول. د بریتانیا او روسیې په څېر له پرمختللو امپراتوریو سره د ایران د سنتي او وروسته پاتې ټولنې مخامخ کېدل او له ایران او ایراني ملت سره د دوی تحقیره ډک چلند، هغه لاملونه وو چې په ایراني روڼآندانو کې یې له اروپایي تمدن سره د آشنا کېدو او د ایران د وروسته پاتې والي د لاملونو د موندلو انګېزه پیدا کړه. غرب ته د نوو علومو او فنونو د زده کړې په موخه د ایراني زدهکوونکو لېږل، هغوی د لویدیځ له تمدن، فرهنګ او هغو فکري بدلونونو سره آشنا کړل چې له صنعتي انقلاب او د فرانسې له لوی انقلاب وروسته رامنځته شوي وو. [۱]
په ایران کې د مليپالنې رېښه د لویدیځ له نوو افکارو سره د ایرانیانو آشنا کېدو ته رسیږي. لوېدیځپلوه روڼآندان د دې مفکورې لومړني خپروونکي وو، ځکه دوی په دې باور وو، چې غربي تمدن د پرمختګ سېمبول او له وروسته پاتېوالي څخه د خلاصون یوازنۍ لاره په بشپړه توګه د دې تمدن منل دي. په داسې حال کې چې د اکثرو متفکرانو په له نظره، غربي تمدن یو بېمحتوا او پوچ تمدن دی، چې بېکاري به یې یوه ورځ ښکاره کېږي.[۲]
د مليپالنې په اړه یو ایرانی لیکوال لیکي: «زموږ په هېواد کې مليپالنه سل کلن تاریخ لري او د ایراني ملیت لومړنۍ څرک د تنباکو د نهضت په جریان کې لیدل کېدای شي؛ هغه پېښه چې مشري یې یوې دیني مرجع کوله. ایراني متفکرین د لومړي ځل لپاره په جدي ډول د غربي ټولنې له مسایلو او تعالیمو سره آشنا شول. له بلې خوا هغه پراخې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي بېثباتۍ، چې حکومت او ټولنه ورسره مخامخ وه، دې ته لار هواره کړه چې مليپالنه د دغو ناخوالو د هواري لپاره د یوې حللارې په توګه مطرح شي.»[۳]
په ۱۱۶۸ هـ.ش کال کې د فرانسې د انقلاب په بریالي کېدو، چې د «زندیې» دورې له وروستیو کلونو سره سمون خوري، ایران ته د ملیپالنې څپه ورسېده او دغه مفکوره په تدریج سره د قاجار په دوره کې د ایران برخه شوه او د پهلوي دور په تېره بیا د نفتو صنعت د ملي کېدو پر مهال اوج ته ورسېده.
اروپا ته د ایراني زدهکوونکو لېږل، له هېواده بهر د فارسي ژبې د ورځپاڼو خپرېدل، سیاسي او سوداګریزو سفرونو، د مليپالنې افکارو د رامنځته کېدو او پراخېدو ته زمینه برابره کړه.[۴]
نشنلیزم په ایران کې په تدریجي ډول او مرحله په مرحله وده او پراختیا وکړه. د ایران د تاریخ له مطالعې څخه دا خبره څرګندېږي، چې دا مفکوره د څو دورو په جریان کې ایران ته رسېدلې ده، چې لاندې به یې ځینو مهمو دورو ته لنډه کتنه وکړو:
نشنلیزم په قاجاري دوره کې:
د نولسمې پېړۍ په جریان کې، نشنلېزم د حکومت او د ټولنې د روڼآندانو او د ایراني ملي تفکر د پلویانو له لوري وده او بدلون وموند. د هغو روڼآندانو له ډلې چې د دې مفکورې په پراختیا کې یې مهم رول درلود، میرزا فتحعلي آخوندزاده (۱۸۱۲-۱۸۷۸ زېږدیز / ۱۱۹۱-۱۲۷۵ هـ.ش)، عبدالرحیم طالبوف (۱۸۳۴-۱۹۰۹ زېږدیز / ۱۲۱۳-۱۲۸۸ هـ.ش) او احمد کسروي (۱۸۹۰-۱۹۴۸ زېږدیز / ۱۲۶۹-۱۳۲۵ هـ.ش) یادولی شو.[۵]
د قاجاري دورې په منځنیو کلونو کې د میرزا فتحعلي آخوندزاده د آثارو او لیکنو او ورپسې د جلالالدین میرزا قاجار او میرزا آقاخان کرماني له لوري د ایډیولوژیکې مليپالنې فکري او ټولنیزې لړۍ رامنځته شوه. د دې دورې روڼآندانو، غربي تمدن د پرمختګ د نمونې په توګه مطرح کړ،ځانونه یې د مليپالنې د بهیر او د معاصرې متوسطې طبقې د استازو په توګه مطرح کړل، او د دې مفکورې د ودې په برخه کې یې مهم رول ولوباوه.[۶]
د دې دورې نشنليستي مفکورې، د ایراني لیکوالانو او روڼآندانو د بېلابېلو نظریاتو ترکیب و، چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د حاکمیت، ملت، قانون او د استعمار او استبداد څخه د خلاصون په څېر مفاهیمو ته به یې اشارې کولې. دا روڼآندې ډله د نشنلېزم لومړني مفکران او مبلغین وو، چې ملتپالنې ته یې د ملت جوړونې د ایدیولوژۍ په توګه ځانګړی اهمیت ورکاوه. هغوی د لیکوالۍ او ویناوو د نوښتګرو سبک له مخې، نشنلیستي افکار په نوو مفاهیمو واړول او د وخت د ارتباطي وسایلو له لارې یې نشنلیستي نظریات د ټولنې اقشارو، په تېره بیا ښاري طبقې ته ورسول.[۷]
سره له دې چې دا هڅې محدودې وې، خو د عامه پوهاوي او د جغرافیوي قلمرو، ملي حاکمیت، او ملي ګټو په برخه کې یې پر ایرانیانو ځانګړی اغېز درلود.
نشنلېزم د مشروطیت په دوره کې
د مشروطیت په دوره کې، مذهب او دین د ایراني هویت د اساسي عناصرو په توګه غالب وو؛ خو مليپالنه که سکولاریستي وه او که اسلامي د مشروطهپلوه فعالانو او د هغوی د مليپالو افکارو تر اغېز لاندې پیاوړې شوه او د مشروطیت نهضت له یوه اساسي اصل څخه وګڼل شو.
د مشروطیت تر انقلاب وروسته هم یادې مفکورې د یوه قوي سیاسي بهیر په بڼه دوام وموند. په دې دوره کې، د مليپالنې د مفکورې او بهیر ځینې عناصر د ایران سیاسي او فرهنګي ډګر ته داخل شول.
ځینې مشروطهپلوه مشران او مبارزان، په خپلو ویناوو، لیکنو او فعالیتونو کې، د مليپالنې پر اهمیت، د هغې د ترویج پر اړتیا او د تجدد او وطنپالنې پر ارزښت ټینګار کاوه.[۸]
دوام لري…
[1]. دیلمقانی، فرشید، ضرورتهای سیاستگذاری هویت ملی از دید روشنفکران ایرانی، منتشر شده در فصلنامۀ سیاست، سال سوم، شمارۀ دوازده، سال ۱۳۹۵ هـ. ش، ص ۳۲.
[2]. مریجی، شمس الله، بازشناسی جریانهای روشنفکری در ایران، سایت: پرتال جامع علوم انسانی به نقل از: علوم سیاسی ۱۳۸۶، شمارۀ ۳۷.
[3]. نظیفی، نازنین، تعامل و تقابل ملیگرایی و اسلامگرایی در ایران پس از انقلاب اسلامی ایران، منتشر شده در فصلنامۀ پژوهشهای راهبردی سیاست، سال دوم، شمارۀ دوم، ۱۳۹۲ هجری شمسی، ص ۲۰۳.
[4]. أحمدپور، نیما، از ملیگرایی ایرانگرا تا ناسیونالیسم بیگانهگرا، نشر شده در سایت جوان آنلاین، تاریخ نشر: ۱۳۹۹.
[5]. دائرة المعارف ناسیونالیزم، زیرنظر الکساندر ماتیل، سرپرست ترجمۀ فارسی: کامران فانی- محبوبه مهاجر، ۱۳۸۳ هـ.ش، ج ۳، ص ۱۰۰۵.
[6]. علیخانی، علیاکبر، دین و ملیگرایی در ایران؛ از تقابل تا تعامل، مقالۀ نشر شده در فصلنامۀ مطالعات ملی، ۹۳، سال بیستوچهارم، شمارۀ ۱، ۱۴۰۲ هـ.ش، ص ۲۰.
[7]. میرزایی، سید آیت الله، ناسیونالیسم ایرانی در سدۀ نوزدهم، نشر شده در مجلۀ مطالعات جامعه شناختی، سال نشر: ۱۳۹۰، ص ۸۶-۸۷.
[8]. علیخانی، علیاکبر، دین و ملیگرایی در ایران؛ از تقابل تا تعامل، مقالۀ نشر شده در فصلنامۀ مطالعات ملی، ۹۳، سال بیستوچهارم، شمارۀ ۱، ۱۴۰۲ هـ.ش، ص ۲۰-۲۱.