لیکوال: ابو عائشه
نشنلیزم
(شلمه برخه)
د ترک ټبره مليپالانو نور مشران:
یوسف آقچورا (۱۸۷۶–۱۹۳۵) یو له هغو لومړنیو روڼآندانو څخه و چې په نشنلېزم یې باور درلود او د اسلامپالنې پر ځای یې ملتپالنه د منطقي بدیل په توګه مطرح کړه.[۱] ملتپالنې د اروپایي هېوادونو په پرتله پر عثماني ترکانو ډېر ناوخته اغېز وکړ. دا ځکه چې د ترکانو سیاسي شرایط، حکومتي جوړښت او مذهبي لیدلوری د ملتپالنې له فکر سره موافق نه و. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د ترکۍ روڼآندانو لیکنو او شعرونو د خلکو نشنلستي احساسات راوپارول. «نامیک کمال» یو له همدغو مهمو روڼآندانو څخه و، چې آثارو یې په عثماني امپراتورۍ کې د روڼآندۍ پر بهیر ژورې اغېزې پرېباسلې.[۲]
همداراز، کولای شو چې د پانترکیزم د نورو مشرانو له جملې د «اسماعیل ګاسپیرالي» او «احمد آقا اغلو» یادونه وکړو،[۳] چې هر یوه یې د خلکو ترمنځ د پانترکیزم د خپرولو او ترویج په برخه کې ځانګړې ونډه درلوده.
مليپاله ټولنې او ګوندونه:
د اتحاد او پرمختګ ټولنه (جمعیة الاتحاد والترقي)
دې ټولنې په پیل کې په پټه فعالیت کاوه او هڅه یې کوله چې د مليپالنې مفکوره ترویج کړي، چې د دې فکر د دودولو او پراخولو په برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودې او ډېر کسان یې دې تفکر ته تشویق کړل.
په ۱۸۹۰ میلادي کال کې، د نظامي او طبي ښوونځیو د محصلینو یوې ډلې په پټه د «اتحاد او ترقی» په نوم ټولنه تأسیس کړه. د دې سازمان بنسټ اېښودونکی «ابراهیم تیمو رومانی» و، چې له ایټالوي ماسوني حلقو څخه یې الهام اخیستی و. خو په ۱۸۹۷ میلادي کال کې، د دوهم سلطان عبدالحمید استخباراتو د دې ټولنې فعالیتونه کشف کړل. د انجمن ډېری غړي تبعید او ځینې اروپا، په ځانګړي ډول پاریس ته وتښتېدل. په اروپا کې، د انجمن غړو د سلطان عبدالحمید پر ضد په مختلفو نومونو ګڼ شمیر ورځپاڼې خپرې کړې، چې شمېر یې له ۴۰ عنوانونو اوښته. همداراز، دې انجمن د عثماني خلافت تر واک لاندې سیمو لکه مصر، شام او حتی اروپا کې هم ډېرې څانګې تأسیس کړې.
څیړونکي په دې آند دي، چې دې ټولنې د خپل نوم په خلاف متضاد اهداف درلودل. ځینې شنونکي وايي، چې د انجمن ډېری غړي نه ترکان وو او نه مسلمانان او مالي ملاتړ یې له غربي هېوادونو، یهود او نصاراوو څخه ترلاسه کاوه.
د ملي حرکت ګوند
د ملي حرکت ګوند د «آلپ ارسلان ترکېش» په مشرۍ په ۱۹۶۹ میلادي کال کې تأسیس شو. په ۱۹۷۰مه لسیزه کې، دا ګوند د ترکیې تر ټولو لوی ښي اړخی ګوند ګڼل کېده. د دې ګوند پلویان، چې د «خړو لېوانو» په نوم مشهور دي، د مليپالنې د افراطي عقاید پلویان هم دي.
د خلق جمهوري غوښتونکی ګوند:
د خلق جمهوري غوښتونکی ګوند (یا د خلق ګوند) د ترکیې تر ټولو پخوانۍ سیاسي ګوند دی، چې په ۱۹۲۳ میلادي کال کې د ترکیې د جمهوریت له تأسیس سره، د ترکي جمهوريت بنسټګر مصطفی کمال آتاترک لخوا رامنځته شو.
سره له دې چې د دې ګوند الګو او ماډل غرب ګرځولی و او پر جمهوریت غوښتنې او نشنلیزم (پانترکیزم) به یې ټینګار کاوه، له خلکو، پوځ، سکولاریزم، اصلاحاتو (کمالیزم) به یې ملاتړ کاوه، خو سوسیالستي تمایلات یې هم پیدا کړل، په تېره بیا په اقتصادي مسایلو کې یې دې لور ته ورمات شول، چې دغې چارې په ګوند کې چپاړخی دریځ پیاوړی کړ. [6]
پر دوی سربېره، په ترکیه کې نورو مليپالو ټولنو او سازمانونه هم فعالیت درلود. د لا زیات معلوماتو لپاره، کولی شئ چې د ډاکټر سعد ثامر الحمیدي کتاب «الصراع بین القومیتین العربیة والترکیة فی الربع الأول من القرن العشرین» ته مراجعه وکړئ.[۷]
په ترکیه کې د مليپالو ګوندونو اغېزې لا هم تر سترګو کېږي. ډېر مليپال ګوندونه اوس هم فعال دي، چې ملت او قومیت د خپلو پرېکړو اساسي معیار ګڼي. دا ګوندونه په بېلابېلو مناسبتونو کې، د اسلامپالو پر ضد دریځونه نیسي.
دوام لري…
[1]. دائرة المعارف ناسیونالیزم، زیرنظر الکساندر ماتیل، سرپرست ترجمۀ فارسی: کامران فانی- محبوبه مهاجر، ۱۳۸۳ هـ. ش، ج ۳، ص ۹۱۷.
[2]. کاکایی، سیامک، انتخابات ۲۰۲۳ ترکیه، تحول در گفتمان سیاسی، پژوهشنامۀ رسانۀ بینالملل، سال هفتم، شمارۀ دوم، شمارۀ پیاپی دهم، ۱۴۰۱، ص ۱۹۵.
[3]. سامان، بختیار، پیدایش پانترکیسم و تأثیر آن بر خاورمیانه، تاریخ نشر ۱۳۹۷ هجری شمسی، ص ۷-۱۰.
[4]. عواجی، د. غالب بن علی، المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها، الطبعة الأولی ۱۴۲۷ هـ. ق، ج ۱، ص ۹۶۳.
[4]. همان، ص ۹۲۳.
[5]. کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ.ش، ص ۹۰.
[6]. کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ.ش، ص ۹۴.
[7]. مباحث احزاب و انجمنها از صفح
ۀ ۸۸ تا صفحۀ ۱۰۵.