لیکوال: بشیر احمد "احمدي"
د انسان په ژوند کې د ارزښتونو رول (دوهمه او وروستۍ برخه)
ارزښتونه څنګه او په کوم اساس ټاکل کیږي؟
ایا د یو عمل ارزښت د ټولو خلکو لپاره یو شان دی که نه؟
د انسانانو نړۍ لید د ارزښتونو په ټاکلو کې خورا مهم رول لوبوي؛ يعنې د کائناتو، انسان او ژوند په اړه د يو شخص نظر دی چې د هغه د ژوند هدف ټاکي او دا انسان د خپل هدف پر بنسټ خپلو کړنو ته ارزښت ورکوي؛ لکه څنګه چې یو کاپیټالیست د خپل نړۍ لید له مخې نېکمرغي، د نړۍ له امکاناتو او اسانتیاوو څخه په ډېرې ګټې اخېستنې کې ګني او ګټه یې د فکر بنسټ ده، نو په همدې اساس د خپلو اعمالو ارزښت ټاکي او هغه څه چې له ده سره د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، د هغه لپاره ارزښتناکه ګڼل کیږي.
برعکس، هر هغه عمل چې د هغه له موخې سره تړاو نلري، بابېزه او بې ګټې به وي؛ د بېلګې په توګه: د شتمنۍ د ترلاسه کولو هڅه د پانګوال لپاره ارزښتناکه عمل دې، که څه هم دا هڅه هغه له اخلاقو، کورنۍ او ملګرو څخه لرې کړي. د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره د خپل عمر ډېر کلونه قرباني کول غواړي، خو د خپل بوډا پلار پالنه چې اوس د کار توان نه لري، بې ګټې کار دی او ورته هېڅ ارزښت نه لري؛ له همدې امله، هغه بوډا ګانو د ساتنې کور ته لیږي.
په همدې ډول، هر انسان چې په ځمکه کې ژوند کوي، د هغه نړۍ لید له مخې چې هغه یې لري، د هغه عمل ارزښت پیدا کوي او د ارزښت سره سم یې ترسره کوي. د اسلام دین چې د الله سبحانه وتعالی لخوا د انسانانو د نړۍ لید د سمولو او لوری ورکولو لپاره رالیږل شوی ، د نړۍ ترټولو لوی دین په توګه ، د هغه چا لپاره یې د عمل ارزښت روښانه کړی چې پدې نړۍ لید باندې تکیه کوي. له همدې امله، د یو ریښتیني مسلمان سره چې صحیح اسلامي نړۍ لید لري او په عقلي توګه قانع وي چې هغه څنګه خلق شوی ، په دې نړۍ کې د هغه دنده څه ده او پای به یې څه وي؛ هغه نړۍ د ابتلا او الهي امتحان ځای ګڼي او د خپل ژوند هدف د خدای تعالی رضایت ګڼي. په پایله کې هر هغه عمل چې د الله سبحانه وتعالی د رضا سبب ګرځي د هغه لپاره ارزښتناکه وي او برعکس هر هغه عمل چې د الله سبحانه وتعالی د غضب او ناخوښۍ سبب ګرځي، د هغه لپاره بې ارز ښته وي. همدا وجه ده چې مسلمان انسان د اوړي په اوږدو او ګرمو ورځو کې روژه نيسي، په داسې حال کې چې هيڅ مادي ګټه ورته نه وي، له خپل مال څخه صدقه ورکوي او د حرامو له ليدلو سترګې پټوي؛ ځکه چې د الله سبحانه وتعالی رضا په دې عملونو کې نغښتې ده، نو دا د هغه لپاره ارزښت لري.
د یادولو وړ ده چې د انسان په لاس جوړ شوي نظامونه چې هر یو یې یو ځانګړی نړۍ لید لري د انسان موخې په لنډه موده کې ټاکي او په داسې نړۍ کې چې یوه ورځ به له منځه ځي او دا چې انسان د ارزښتونو په ټاکلو کې رول لري نو له همدې امله هغه تل د وخت، ځای او چاپیریال لخوا اغیزمن شوی او عقلي محدودیت او د هغه غرایز په مستقیم ډول په دې مسله کې مداخله کوي. له همدې امله، ارزښتونه د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو په نزد بدلون موندلی او اوس هم بدلیږي.