Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»نفاق او د هغه ډولونه (دریمه برخه)
اسلام شنبه _24 _فبروري _2024AH 24-2-2024AD

نفاق او د هغه ډولونه (دریمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
نفاق
لیکوال: شکران احمدي

نفاق او د هغه ډولونه (دریمه برخه)

د عملي منافق عاقبت او پایله

عملي نفاق یو ډول ګناه ده؛ له دې امله، د عملي منافق لپاره د بخښې هیله شته او بلآخره یوه ورځ به د دوزخ له اور څخه خلاصون مومي، په دې شرط چې له دې نړۍ څخه په ایمان تللی وي او په کفر او شرک هیڅ ډول اعتقاد ونلري او ځان یې له هغو څخه ساتلی وي او په هغو اخته شوی نه وي.
اما بل بحث مو، اعتقادي نفاق دې چې ډير انسانان له دې لارې هلاک شوي او په درک الاسفل کې غورځیدلي؛ ځکه تر ټولو خطرناک او بد نفاق، اعتقادي نفاق دې او زیان یې اسلام ته له شرک او کفر څخه هم زیات دې؛ ولې چې دا ډول منافق له اسلام څخه ابزاري او ناوړه ګټه پورته کوي او داسې دې لکه لیوه د پسه په جامه کې، چې په ظاهره د اسلام دعوی او څرګندونه کوي او ځان مسلمان بولي او د مسلمانانو سره په هغه چارو کې چې د ده په ګټه وي، ګډون کوي؛ اما د باطن عقیده او عمل یې د هغو په خلاف وي.
که د اسلامي تاریخ کره کتنه وکړو، د دا ډول منافقینو پېژندنده به موږ ته اسانه شي او اکثره درانه او نه جبرانیدونکي زیانونه او ضربې چې اسلام او مسلمانانو ته اړول شوي، د بې دینه مسلمان ښودونکو د پښو نښې پکې لیدل شوي د بېلګې په توګه:
۱. د اسلام په لومړیو کې که د «بدر» جګړې بهیر وکتل شي دا به جوته شي چې منافقانو د مسلمانانو سره د خواخوږۍ په جامه کې وغوښتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکانو په لومه کې راګیر کړي او د تل لپاره د اسلام ډیوه مړه کړي؛
۲. په نبوي خاندان د لویې فتنې او تور لګولو په بهیر کې ( د سیدتنا عایشه رضی الله عنها د افک پیښه) یې وغوښتل چې د مسلمانانو ایماني او معنوي وده او روح او روان مختل او ګډوډ کړي؛
۳. د درواغجن مسیلمه په نوم او ده ته ورته کسانو راپورته کیدل، چې په دې سره یې د وحیې او نبوت د بهیر د ګډوډلو هڅه کوله؛
۴. د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت په دوران کې د زکات ورکړې څخه په انکار کولو سره غوښتل یې چې د اسلام بدنه او ستنې وازمایي او د ټکني کیدو په صورت کې سوچه اسلامي ارزښتونه له منځه یوسي او د هغه لوړه او ګران بیه شتمنۍ ډیره بې ارزښته او بې ثمره وښیي؛
۵. د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په شهادت سره یې وغوښتل چې د اسلام د عزت، برم او پرمختګ اوچت بیرغ را ښکته کړي او د اسلام رڼا خاموشه کړي؛ او د دریم خلیفه حضرت عثمان رضی الله په شهادت سره یې هم وغوښتل چې د عداوت او دښمنۍ له تر ټولو بدې حربې څخه کار واخلي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا وړاندویل شوې تر ټولو لویې فتنې ته په اسلامي امت کې لمن ووهي او د اسلامي حکومت د ستنو په کمزوري کولو سره خپل ځان ته د ننوتلو او نفوذ لاره برابره کړي، تر دې ځایه چې د حضرت علی کرم الله وجهه د خلافت په دور کې په رسمي توګه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه په خپلو کې سره واچول او په شپه کې د عمار رضی الله عنه په شهادت سره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکلي او سمسور بڼ ته اور ورته کړ چې د دې اور له لوګي څخه تر آخرالزمان پورې به ډیرې څېرې تورې او ډیرې ژبۍ به اوږدې پاتې وي.
په دې وروستۍ پیړۍ کې هم د اسلام بدنه له دا ډول ټپونو څخه نده ټکور شوې او خوندي نده پاتې او هرکله چې اسلام بریالی کیږي او د کفر ملا ورماتوي، نفاق او منافقان د لستوڼي مار په شان سر را پورته کوي او خپل زهرجن نېښ د اسلام پر بدن ورټومبي او یو څه یې ځواک او توان کمزوری کوي چې بیرته رغیدل او لومړني حالت ته یې راګرځیدل یو څه ستونزمن وي او کولی شو له هغې جملې څخه د عثماني خلافت ړنګیدل او په مشخصو پولو او محدودو جغرافیاوو سره په کوچنیو دولتونو د یو موټي او ځواکمن امت ویشنې ته اشاره وکړو.
مسلمانان یې د ژبې او توکم په نوم یو د بل پر وړاندې را پورته کړل او ورو ورو یې خلافت په جمهوریت بدل کړ هغه خلافت چې له نوم اخیستلو سره به یې د الحاد او لادینیت پر بدن ویره او لړزه خپریده او هرکله به یې چې د تیریدونکو بیړیو پر سر د هغه بیرغ او نښې لیدلې له دې ویرې چې برید پرې ونکړي او د دوی خوا ته یې پام ونشي، د کلیساګانو د زنګونو له غږ پورته کولو څخه به یې ډډه کوله.
د خلافت په ړنګیدو سره وتوانیدل چې خپل روزل شوي شاګردان او لاسپوڅي د ټوټه شوي خلافت په ځینو جلا شوو برخو وګماري تر څو د دوی د شومو او ناولو نقشو په پلي کولو سره د مسلمانانو له زړونو څخه د اسلام رڼا مړه کړي او مادي او معنوي ارزښتونه او شتمنۍ یې تالا کړي چې تر یو حده هم بریالي شول او د خپلو شاګردانو لکه په ترکیه کې کمال اتاترک، په مصر کې جمال عبدالناصر او په سوریه کې حافظ اسد، په واسطه یې د اسلام پر بدنه باندې ځپونکي ګوزارونه وکړل چې تاریخ به یې هیڅ کله هېر نکړي.
لنډه داچې منافقان د اسلام ټینګې کلا ته د نفوذ لپاره د کفارو د ننوتلو د دروازې او په تیښته کې د هغوی د وتلو د دروازې په څېر دي.
هره غمیزه چې پر مسلمانانو راغلې ده ترشا یې د منافقانو پټ لاس دې او هر ناوړه پلان او دریځ چې د مسلمانانو پر ضد نیول شوی یا نیول کیږي، سریزه او سرچینه یې د منافقانو لخوا طرح شوې؛ بلآخره د تاریخ په اوږدو کې هر ډول جنایت چې د مسلمانانو پر ضد ترسره شوی، د نفاق ناولی لاس د هغې شاته خوځول شوی او همدغه د نفاق موریانه ده چې تل یې د اسلامي خلافتونو او لویو امپراتوریو ستنې لړزولي او غورځولي یي دي.
Previous Articleامام شاه ولي الله دهلوی (دریمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغې اغېز (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.