Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)
دینونه چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

پنځمه برخه

د سیک مذهب لس تنه ګورو (مربیان)
ګورو لفظ په پنجابي ژبه کې د روزونکي، معلم یا هم رهبر په معنا دی او نانک د سیک ډلې د بنسټګر په حیث لومړی ګورو و، چې زیات خلک یې پر ځان راټول کړل او تل یې د ګورو په شتون ټینګار کاوه.
نانک په دې باور و، چې انسان له استاد او لارښوونکي پرته نشي کولای خلاصون ترلاسه کړي، د ده په عقیده د ګورو پاک نفس د دې لامل کېده، چې سالک یا پیرو و هڅوي او مورال ورکړي. نوموړي ویل، چې ګورو خدای نه دی، بلکه یوازې بنده دی، چې د خدای او سالک ترمنځ واسطه ده او له لارې یې وصلون پیدا کولای شي. نوموړي د سیر او سلوک د سمون لپاره د ګورو رول حتمي باله او ویل یې، چې انسان باید خلاصون ته د رسېدو لپاره ګورو ته کامل ځان وسپاري[1].
د نانک له مړینې وروسته د دې ډلې د رهبري لپاره په پرلپسې ډول (۹) تنه د ګورو په حیث و ټاکل شول او د سیک مذهب معنوي مشري یې کوله، چې هره یوه یې پر خپل وخت د سیک مذهب چارو پرمخ وړلو  لپاره مهم اقدامات ترسره کړل، چې په لنډو کې یې ژوند بیانوو:
  • ګورو نانک (Guru Nanak)
د سیک مذهب بنسټګر او لومړی ګورو نانک و، چې له ۱۵۰۰ م. کال څخه بیا تر ۱۵۳۹ م. کاله پورې یې د دې مذهب مشري پر غاړه وه، چې تقریبا ۴۰ کاله راځي. د نوموړي د ژوند پوره شرحه د دې سلسلې په مخکنیو برخو کې راغلې؟
له مرګ مخکې ده په ۱۵۳۸ کال کې  دا وپتېیله، چې په دوو زامنو کې یې یو هم د رهبري وړتیا نه لري، نو له همدې امله یې یو خپل وفادر مرید چې (لهنا) نومېده او د رسۍ جوړولو کسب یې و، د (انګاد یعنې د جسم بښونکي) تر نامه لاندې خپل ځایناستی وټاکه[2].
  • ګورو انګاد ( Guru Angand )
د دې ډلې دوهم رهبر ګورو انګاد و، چې د نانک له وصیت سره یې سم د ده له مړینې وروسته د سیک ډلې رهبري پر غاړه واخېسته.
نوموړی د ۱۵۰۴ م. کال د مارچ په ۳۱ د پنجاب د موکتسار منطقې په (مات دي سارای) سیمه کې چې اوس (سرینګر) نومیږي وزېږېد او اصلي نوم یې (لهنا) و.
د ده پلار لږ شتمن سوداګر و، خو په خپل کار کې بریالی و او مور یې بیا ګڼ نومونه درلودل؛ ماتارامو ، سابهرای، مانسا دیوي او دایا کاور.
د ده نیکه بیا – نارایان داس ترهان – نومېده او د سیک ډلې د نورو ټولو ګورو ګانو غوندې دی هم د کشتاریا له طبقې او ترهان ګوترا له قبیلې څخه وو[3].
ګورو انګاد په ۱۵۳۹ م. کال کې د سیک ډلې رهبري ترلاسه کړه او ۱۳ کاله په دې مقام کې پاته شو، نوموړی یو بې کبره او متفکر شخصیت و، چې د خپلو دیني لارښوونو پابند و.
الف: د نانک له لوري نوموړي ته پر خپلو زامنو د لومړیتوب ورکولو لامل
په دې اړه چې ولې نانک له ځان وروسته انګاد (لهنا) خپل ځاینتاستی وټاکه او خپل زامن یې ونه ټاکل، ځینې کېسې را نقل شوې دي.
په یوه روایت کې راځي: یوه ورځ ګورو نانک له خپلو زامنو څخه وغوښتل چې په خټو کې پرته کوزه را پورته کړي، خو هغوی د کوزې د چټلي له امله دا کار ونکړ، نو بیا نانک له لهمنا څخه همدا غوښتنه وکړه، هغه هم کوزه له خټو را پورته کړه او هم یې ووینځله او له اوبو ډکه یې نانک ته وړاندې کړه[4].
له بل لوري انګاد تر ډېره د ګورو نانک له لارښوونو خبر و او تل به یې په مجالسو کې حاضر و او خدمت به یې کاوه، چې همدا وفاداري او اخلاص د دې سبب شو، چې د نانک ځایناستی شي.
ب: د ګورو انګاد فعالیتونه او کړنې
د سیک مذهب د ۱۳ کلنې معنوي رهبرۍ په لړ کې ګورو انګاد د سیک مذهب لپاره مهم خدمات او اقدامات ترسره کړل، چې ځينې یې په لاندې ډول دي:
  • ګورو انګاد د سیک ټولنې د یووالي لپاره ډېرې هڅې وکړې او په دې بریالی شو، چې د دې مذهب د پیروانو ترمنځ ځانګړې همغږي رامنځته کړي.
  • نوموړي د ځانګړې لیکبڼې (ګورومک هې) بنسټ کېښود، چې نن ورځ په هند کې د پنجابي ژبې میعیاري لیکبڼه بلل کیږي، نوموړی په سیک مذهب کې په دې ابتکار سره پېژندل کیږي.
  • نوموړي د سیک مذهب په معابدو کې د (لنګر) سیستم رایج کړ، چې په لړ کې یې ټولو زیارت کوونکو کولای شوی په وړیا ډول خواړه ترلاسه کړي.
  • ګورو انګاد د سیک مذهب لپاره د ایجاد شوو تبلیغاتي مرکزونو څخه لیدنه کوله او د خپل مذهب د تبلیغ لپاره یې نوي دعوتي مراکز ایجاد کړل.
  • د ده بل بدعت، چې ده ته منسوبیږي، نوموړی لومړی کس و، چې نانک ته یې د خدایي رتبه سره سم رتبه ورکړه او له دې وروسته یې پیروانو د نانک د انځور تعظیم او عبادت پیل کړ.
ج: مړینه او ځایناستی
د ګورو نانک په څېر ګورو انګاد هم له خپلې مړینې مخکې (امرداس) د خپل ځایناستي په حیث وټاکه، نوموړي د امرداس له معنوي وړتیاوو خبر و او د سیک مذهب د رهبري وړ یې وباله. ګورو انګاد په ۱۵۵۲ م. کال د مارچ په ۲۹ ومړ.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1] فیاض قراپي، هندي دینونه، مخ ۴۶۵

[2] رابرټ هېوم، د عبدالرحیم ګواهي ژباړه، د نړۍ ژوندي دینونه، مخ ۱۷۰

[3] انګلېش ويي پانګه

[4] انګلېش ويي پانګه

Previous Articleد ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)
Next Article کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌ تو دین ( يوولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌تو دین (لسمه برخه)

یکشنبه _5 _اکتوبر _2025AH 5-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD18 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.