په ګورو نانک کې د روحي بدلونونو تر راتلو وروسته، نوموړي احساس وکړ چې الهي رسالت یې پر غاړه دی او باید د خپل دین د پراختیا لپاره د هند او نړۍ نورو مشهورو سیمو ته سفرونو وکړي. د هغه سفرونه د (اودسیو) په نوم شهرت لري او دا یوه سانسکرېټي اصطلاح ده، چې مفهوم یې؛ د دنیا پرېښودل او د روحاني رڼا په لټه کې سفر کول، دي.
نانک دا سفرونه د ۲۵ کلونو په ترڅ کې وکړل او د سیکېزم د لومړیو زده کړو په ترویج کې یې مهم اثر درلود. هغه په دې لړۍ کې د هند، مرکزي اسیا او منځني ختیځ بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړل د ده په قول ( دخدای پالنې) مفهوم د خلکو د خدمت او ټولنیز عدالت په موخه ترویج کړي.
په دې سفر کې د ده ټینګ ملګری (مردانا) ورسره و او د ده ملګرتیا یې کوله. نانک به خپلي دیني سرودونه په ښکلي غږ ویل او مردانا به رباب ورسره واهه.
دې دوو کسانو (نانک او مردانا) خپله ظاهري بڼه جالبه جوړه کړې وه او په هند کې یې دوو مروجو دینونو ترکیب په ځان کې نندارې ته وړاندې کاوو، ګورو نانک تر ډېره د سفرونو پر مهال د هندي مذهب او مسلمانانو رنګارنګ جامې کارولې. نوموړي به په ژېړ رنګ واسکټ اغوسته او بیا به یې ورسره سپینه ټوټه په غاړه کوله، چې سافا یې بولي او له هډکو جوړ هار به یې په غاړه وو او د هندوانو په شان ژېړ خال به یې په تندي واهه. دا چارې د دې لپاره وې، چې وښيي دی د داسې دین بنسټګر دی، چې هم هندوانو او هم مسلمانانو ته د منلو وړ وي، پرته له دې چې یوه لوري ته ډېر ورته والی ولري.
د دې بحث په دوام کې یې سفرونو ته پام کوو.
الف: لومړۍ تبلیغاتي سفر
ګورو نانک خپل سفر د هندوېزم له مقدس ښار بنارس څخه پیل کړ او له بېلابېلو زیارتونو، جوماتونو او معبدونو څخه یې لیدنه وکړه.
د دې سفر په لړ کې چې ۱۲ کاله یې دوام وکړ، نانک پکې خپل دین ته دعوت کاوه، شرک او خرافات یې ردول او د مختلفو دینونو له دینپوهانو سره یې مناظرې وکړې او په پای کې خپل زېږنځي (پنجاب) ته راستون شو او هلته خلک پرې راټول شول او مریدان یې وګرځېدل، چې وروسته دې ډلې د (سیک) نوم خپل کړ، چې د شاګرد یا مرید معنی لري.
ب: دوهم تبلیغاتي سفر
نوموړي خپل دوهم سفر د هندوستان جنوب لوري او بیا سریلانکا ته وغزاوه، په دې سیمو کې یې خپل دین ته خلک را وبلل او له بیا راستنېدو وروسته یې څو کلونه له خپلې کورنۍ سره تېر کړل او (کرتارپور) په نوم د ښارګوټي بنسټ یې کېښود.
نوموړي د دې ښار له جوړونې وروسته هلته استوګنه پیل کړه او خپلو لارښونو ته یې دوام ورکړ او په همدې ځای کې یې د سیکانو لومړی معبد (ګردواره) جوړ کړ او بیا د عمر تر پایه هلته پاته وو او د خپل دین تبلیغ یې کاوه.
ج: درېیم تلیغاتي سفر
د نانک درېیم سفر شمالي هند او هیمالیا د غرونو لمنو ته و، په دې سفر کې د ده موخه، د خرافاتو رد، د بې ځایه ریاضتونو او د هند د طبقاتي نظام د له منځه وړلو هڅه وه. ده په دې سفر کې د کار او کوښښ، د انسانانو د خدمت او د خدای تعالی د ذکر په اړه ټینګار وکړ.
د: څلورم او وروستی تبلیغاتي سفر
د ده څلورم سفر په ۱۵۱۸ م. کال کې پیل شو، چې د هند غرب لور ته و او په همدې لړ کې یې مکې، مدینې، بصرې، بغداد ته سفر وکړ، ځینې سرچینې بیا د افغانستان ځیني ښارونو لکه؛ کابل، کندهار او د بلخ ته د نوموړي د سفر په اړه وايي، چې له دې ښارونو څخه یې هم په همدې سفر کې لیدنې کړې دي.
په روایتونو کې راځي، کله چې نانک مدینې ته لاړ، هلته یې له اسلامي عالمانو سره مناظرې وکړې او کله چې بغداد ته ننوت، نو د اذان ناره یې وکړه، په دې وخت کې ترې کوم ستر دیني عالم پوښتنه وکړه، چې څوک یې او له کومې فرقې څخه یې؟ نو ده ورته وویل: ” زه په دې وخت کې را څرګند شوی یم، تر څو خلک د خلاصون لوري ته دعوت کړم، زه له هېڅ فرقې سره تړاو نه لرم او یوازې واحد خدای پالم، هغه خدای چې په ځمکه، اسمان او بل هر ځای کې دی.”
ګورو نانک د خپل دین تبلیغ او سفر کې ۲۵ کاله تېر کړل او په دې کلونو کې یې د خپل دین په ځانګړو ښوونو خپرولو بوخت و، خرافات او شرک یې رداوه او په اخر کې د کرتارپور استوګن شو او پاته عمر یې خپلو مریدانو ته په ښوونو او زده کړو ورکولو تېر کړ.
2. د ګورو نانک وروستۍ ورځې او مړینه
نانک د خپل ژوند وروستۍ لسیزه د کرتارپور په نوم سیمې کې استوګنه کوله او دا ځای یې د تبلیغ نهايي مقصد شو، یاده سیمه د یوه ستر سیند تر څنګ و او هلته یې سلګونه زره پیروان راټول وو.
د همدې پیروان په منځ کې یې ځینې صوفیان او هندوان و، چې مسلمانانو هم بې ارزښته نه بلل، کله چې نانک په ۱۵۳۹ کې مړ شو، نو د نوموړي د تدفین په اړه اختلاف و او شخړې ترې جوړه شوه، ځکه هندوانو یې د خپل مذهب سره سم د جسد په سېزلو ټینګار کاوه، خو مسلمانان یې بیا له اسلامي مذهب سره سم پر خښېدو ټینګ ول، د همدې جنجال پر مهال د نوموړي یوه مرید کفن را پورته کړ، چې د جسد پر ځای پکې ګلاب و. دا پېښه د دې لامل شوه چې پیروان یې اختلاف پرېږدي او یو ځای شي او د جسد د سپېڅلیتا پر ځای یې د ده لیکنې (کرنت صاحب) مقدسې وبولي او پرشاوخوا یې طواف او عبادت ته توجه وکړه.
نانک دوه زامن درلودل، چې یو یې (سري چند) د اوداسي فرقې رهبر و. خو نانک تر خپلې مړینې مخکې د خپل ځایناستي موضوع حل کړې وه او یو مرید یې چې -انکد ـ نومېده خپل ځایناستی ټاکلی و او ورته ویلي یې وه، چې د ده له وفات وروسته به یې روح په انکد کې حلول کوي او همدی به وي، چې د سیکانو طریقه به پر مخ وړي. نو له همدې ځایه د ده د روح د حلول باور یې په ځایناستو کې رېښه وکړه، داسې چې د نانک روح جاري او ژوندی دی او هر ځایناستی چې له ده وروسته راځي پکې حلول کوي، دغه مشران ټول نه تنه «ګورو» (ښوونکي او مشران) شول، چې یو له بل وروسته یې د نانک د پیروانو مشري پر غاړه واخیسته.
په راتلونکو برخو کې به د دغو ګوروګانو او له نانک وروسته د مشرانو د ژوند او مشرتابه په اړه بحث او څېړنه وشي.
نکته: البته باید وویل شي، چې د نانک د مړینې او یا تر مړینې وروسته پېښې یې د ده د پیروانو نظر او باور دی. د ده د جسد پر ځای د ګل موندل او یا هم د نانک د جسد ورکېدل او اسمانونو ته یې صعود او همداشان د ده د روح حلول، د اسلام له نظره یوازې افسانې او د سیک فرقې باطل باورونه دي، پورته ذکر شوې موارد یوازې د دوی د ناسمو افکارو د بیان لپاره راوړل شوې دي.
3. د نانک تعظیم او تکریم
د نانک له مړینې مخکې او وروسته یې پیروان هغه په دوو بڼو تکریم کړ او حرمت یې وساته؛
الف: د هغه له وفات سره سم تکریم او د الهي ناجي حیثیت
د نوموړي په اړه تر ټولو ډېر کارېدونکی لقب (ګورو) دی، چې معنی یې معلم او یا دیني روزونکی راځي. هغه ته نور القاب لکه؛ رئیس، پاچاه یا نانک خان هم کارېدلي او د دې ترڅنګ د پلار یا بابا نانک په ګرانښت ډوله القابو هم نازول شوی دی. هغه د عمر په وروستیو کې د یوه الهي ژغورنکي په حیث د احترام او درنښت وړ بلل کېده.
ب: له مړینې وروسته یې درنښت او تعظیم په لوړه کچه؛
ډېر وخت له نه و، تېر چې خلکو د ګورو نانک په ستاینه او درنښت کې افراط پیل کړ او دی یې ان د خدايي تر مقامه ورساوه.
په ختیځ کې د یوه لوړپوړي مذهبي مشر ان د خدای مقام ته رسول یې له دوکې ډک خو په عین حال کې اسانه کار دی.
د شپېتو کلونو په لړ کې د ده ډلې د ګورو ګانو له جګړو وروسته پر ده د مینو پیروانو له لوری نانک نه یوازې چې د معجزو او خارق العاده ځواک د لرلو فرد وبلل شو، ان د خدايي مقام ته یې ورساوه، ځینو یې ویل: ” ګورو نانک خدای دی، یا لوړ براهمي دی.” خو د دې مذهب باسواده پیروان یوازې د ګورو نانک په اړه په اصلي باورونو عقیده لري او نانک ته د خدای نسبت نه کوي.