د کمونېزم اقتصادي نظام:
د کمونېزم په اقتصادي سیستم کې ټولې تولیدي سرچینې لکه؛ ځمکه، د تولید وسایل، کارخانې او پانګه په ګډ (اشتراکي) او یا دولتي بڼې اداره کیږي. د دې نظام هڅه دا ده، چې ثروت په داسې ډول ووېشل شي چې ټولنیزه نابرابري پکې کمه او د ټولنې افراد په برابر شکل له سرچینو او ثروت څخه برخمن شي.
دا تفکر د دوو الماني فلاسفرانو د کارل مارکس او فرېدرېش انګلز له لوري په ۱۹ مې پېړۍ کې په مفصل ډول بیان شو او په دې اصل متکي و، چې په پانګه -والو ټولنو کې موجودې نابرابرۍ د تولید پر وسایلو د خصوصي ملکیت او د څو ګوتو شمار افرادو په لاسونو کې د شتمنیو راټولېدلو له امله دي. د کمونېستي اقتصاد اصول او ځانګړنې
کمونېستي اقتصاد په څو کلیدي اصولو باندې بنا دی، چې هر یو یې د ټولنیزې او اقتصادي برابرۍ د هدف ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي. شریک ملکیت – اشتراکي مالکیت
په کمونیستي اقتصاد کې د تولید په وسایلو او سرچینو لکه؛ ځمکو، کارخانو، معدنونو او نورو ورته ځایونو باندې خصوصي ملکیت له منځه ځي او په عمومي یا دولتي ملکیت باندې بدلیږي، یعنې هیڅ یو فرد یا ډله نشي کولای، چې په یوازې سره له تولیدي سرچینو استفاده وکړي او ګټه ترې واخلي، د دې برعکس ټولې ګټې او محصولات په مساوي ډول او هم اړتیا ته په کتو په ټولنه کې وېشل کیږي. پر اقتصاد دولتي کنټرول
په یوه کمونیستي اقتصاد کې دولت د تولید او توزیع لپاره د پلان په جوړولو کې ډېر زیات رول لري، دولت دا پرېکړه کوي، چې څه باید په څومره کچه تولید شي او څه ډول بیا ووېشل شي. دا ټولې پرېکړې د ټولیزو اړتیا پر اساس کیږي او فردي ګټې پکې د پام وړ نه دي، د دې کنټرول هدف دا دی، چې سرچینې په مؤثر ډول د ټولو افرادو په ګټه وکارول شي.
د ثروت په وېش کې تساوات
د کمونیستي اقتصاد تر ټولو مهم هدف د اقتصادي نابرابریو کم او له منځه وړل دي، په دې سیسټم کې اصلي موخه دا ده، چې شتمنۍ او تولید سرچینې باید د ټولنې د افرادو ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي، په دې معنی چې هر فرد د خپلې اړتیا پر اساس د ټولنې له منابعو او شتمنیو څخه ګټه واخلي او هېڅوک هم د مالکیت یا اقتصادي دریځ پر اساس نشي کولای، چې د ټولنې د نورو افرادو په پرتله ډېر ثروت ترلاسه کړي. د ټولنیزو طبقاتو (پوړونو) له منځه وړل
د کمونیستي اقتصاد بله موخه په ټولنه کې د طبقاتو له منځه وړل دي او دا یې هدف دی، چې د ټولنې ټول افراد یو له بل سره برابر وګڼل شي، په پانګه -وال نظام کې د تولید په وسایلو د مالکیت او خصوصي ثروت په اساس طبقات تعین کیږي، خو په یوې کمونیستي ټولنه کې خصوصي مالکیت له منځه ځي او د ثروت په اساس هېڅ ډول طبقات نشي پاته کېدای.
د شخصي ګټې د انګېزې له منځه وړل
په کمونیستي سیتسم کې د تولید او کار کولو انګیزه شخصي نه ده، بلکه د ټولنې د اړتیاوو پوره کول او د ټولنیزې همکارۍ پراختیا ده، چې د ټولنې د وضعیت د ښه کولو لپاره ترسره کیږي او له پانګه-وال نظام سره اساسي توپیر لري، ځکه هلتهد اقتصادي فعالیتونو اصلي انګېزه د شخصي ګټو ترلاسه کول دي.
د سیاليو پر ځای په همکاریو تاکید
په پانګه-والو نظامونو کې د زیاتې ګټې لاسته راوړلو لپاره د افرادو او شرکتونو ترمنځ سیالي اساسي اصل دی، خو په یوه کمونیستي اقتصاد کې د سیالیو او رقابت پر ځای د همکارۍ، مرستې اساس دی او موخه یې د ټولنې د وضعیت ښه والی دی، چې باید ټول افراد یې د همدې موخې لپاره هڅه وکړي او شخصي ګټې په نظر کې ونه نیسي. د عمل په ډګر کمونیستي اقتصاد
د شلمې پېړۍ په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو لکه؛ د شوروي اتحاد هېوادونو، چین، کیوبا او شمالي کوریا له لوري د کمونیستي ټولنو د ایجاد هڅې وشوې، که څه هم دې هېوادونو د کمونېزم له اصولو څخه په الهام متفاوت اقتصادي نظامونه رامنځته کړل، خو پایلې او عواقب یې رنګارنګ او بحث پارونکي وو. د شوروي اتحاد جمهوریتونه
د شوروي اتحاد جمهوریتونه لومړی هېواد وو، چې هڅه یې وکړه، تر څو د کمونیستي اقتصاد اصول په ستر مقیاس پلي کړي. په ۱۹۱۷ کې د ولادیمیر لینن په مشري تر بلشویکي انقلاب وروسته دولت پر اقتصاد کامله ولکه وکړه او ټولې اقتصادي سرچینې د دولت مالکیت وګرځېد او د محصولاتو د تولید او توزیع لپاره مرکزي دولتي برنامه ایجاد او اجرا شوه، که څه هم دې نظام په لومړیو کې ځینې بریاوې درلودې او هېواد یې پکې ژر د صنعتیز کېدو لوري ته لاړ خو د وخت په تېرېدو سره په دولتي دستګاه کې فساد لاره وکړه او خلک د اساسي موادو له کمبود سره مخ شول، چې په پایله کې د اقتصادي ناکامیو او ټولنیزو ستونزه له امله په ۱۹۹۱ م. کال وپاشل او سیستم یې بېرته پانګه-وال نظام ته وګرځېد. چین
د مایو زدونګ په مشري د ۱۹۴۹ م. کال تر انقلاب وروسته په چین کې کمونیستي اقتصادي نظام په پراخ ډول پلی شو، د کمونیستي حکومت په لومړۍ لسیزه کې د چین دولت پر اقتصاد کامل کنټرول درلود او د توکو د تولید او وېش لپاره مرکزي برنامه پرمخ تلله، خو وروسته دا نظام له سختو ننګونو سره مخ شو، لکه؛ قحطي او د توکو کمبود. په وروسته لسیزو کې چین د اقتصادي اصلاحاتو لور ته حرکت وکړ او د سوسیالېزم او کاپیټالېزم یوه ترکیبي بڼه یې ایجاد او پلي کړه، چې دا اصلاحات د چټکې پراختیا او عمومي هوساینې لامل شول، البته لا هم د چین په حکومتي او سیاسي جوړښت کې ډېر کمونیستي اصول ساتل شوې دي.