شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دووېشتمه برخه ابونصر فارابي د فلاسفرانو او حکیمانو له ډلې چې؛ د فلسفې د پراختیا په برخه کې یې مهم رول درلود، ابو نصر محمد ابن محمد بن طرخان فارابي و، چې د مسلمانانو په منځ کې یې د فلسفې د علم رهبري کوله. نوموړی د عباسي دولت پرمهال چې ترکانو پکې نفوذ درلود، د ۲۶۰ – ۳۳۹ هـ. ق کلونو ترمنځ یې ژوند کاوه. فارابي د اوسني تاجکستان په فاراب ښار کې زېږېدلی او پلار یې په فوځ کې و، چې د قومندانۍ تر کچې هم پکې رسېدلی و. د ختیځ او لویدیځ ټول علماء په دې نظر دي، چې فارابي تکړه عالم و او د فلسفې په برخه کې یې دوهم معلم بولي. د نوموړي افکار داسې و، چې په منځنیو پېړیو کې د کلیسا له لوري ممنوع شوې وه او د ده فلسفه یې د خپلو خرافاتو په وړاندې قوي دیوال او خنډ ګاڼه او هغه استادانو چې د ده له فلسفې څخه استفاده کوله، له خپلو علمي مرکزونو څخه یې شړلي وو. نوموړي سم فکر او استدلال ته د رسېدو لار د منطقو علم باله او د دې علم رول یې د نورو علومو – لکه د نحو علم – په سمه او دقیقه پوهه کې مهم باله. نوموړي د فلسفې په علم کې له یوناني کتابونو څخه هم استفاده کړې او د ټولو تألیفاتو شمېر یې (۶۹) ته رسیږي، چې ډېری یې د صلیبي یرغلونو پر مهال اروپا ته یوړل شول. نوموړي په بېلابېلو برخو کې پوهه درلوده، چې تقریبا ټول نظري او علمي علوم پکې راتلل. هغه یو سیار دایرالمعارف و، چې ان د معادنو په اړه یې هم نظر درلود او د نجوم او ستورپالنې علم یې رد کړ او هغه د فلکیاتو او ستورپوهنې له علم سره متفاوت ګاڼه. د علمي فعالیتونو ترڅنګ د ده اخلاقي ځانګړنې هم په خلکو کې مشهوره وې، نوموړی زاهد او ګوښي توب خوښونکی عالم و، چې زیاتې صدقې به یې کولې او نور به یې هم په خپلو کتابونو کې دې چارې ته هڅول، نوموړي شپې په مطالعې روڼولې او د عمر تر پایه یې واده ونکړ. کله چې غربیانو د نوموړي کتابونو ته لاسرسی پیدا کړ، نو هغه یې خپلو ژبو ته وژباړل او ځان ته یې منسوب کړل، خو وروسته حقیقت څرګند شو او څېړونکو د دې اثارو خطي نسخې وموندلې، چې د دې اثار اصلي واضع او مؤلف ترې وپېژندل شو. د ځینو علماؤ له نظره فارابي د اسلامي فلسفي علومو اصلي مؤسس دی او د علومو د دې برخې بنسټګر بلل کیږي، د نوموړي یو مشهوره اثر (د ارماني ښار د خلکو افکار) کتاب دی، چې پکې یې نمونه وي ټولنیز انساني نظام شرحه کړی او هڅه یې کړې چې د اسلام مختلفې زاویې وڅېړي او د خپلې فلسفې په ائینه کې د عربي او اسلامي ثقافت بېلابېلې برخې وڅېړي. ابن طفیل الاندلسي د فلسفې علم په برخه کې د تکړه مسلمانو عالمانو له ډلې څخه بل تن – ابن طفیل الاندلسي – دی. ابوبکر بن عبدالمالک بن طفیل اندلسي په ۵۰۰ هـ.ق کال کې د هسپانیې د ګرانادای ایالت په څنډو کې وزېږېد او په ۵۸۱ هـ.ق کال کې په مراکش کې وفات شو او د ده د ستر علمي مقام په درنښت یې د هغه وخت پادشاه د جنازې امامت وکړ. نوموړي خپل ژوند تر ډېره د طبابت په کار او تدریس تېر کړ او په حکومت کې یې هم د وزیر په حیث کار کاوه، نوموړي علمي تجریې ډېر خوښولې او د فلکیاتو په اړه یې منحرفې نظریې رد کړې. ابن طفیل د خپلو شاګردانو په منځ کې د تصنیفاتو او ځانګړي علمي میتود له امله ډېر مشهوره و. د ابن طفیل فرهنګي او تمدني کار ډېر غوره او پراخه و، نو له همدې امله د وخت حاکمانو ځانته ور نږدې کړی و او د حاکمانو مینه یې ترلاسه کړې وه. د موحدینو د سلسلې خلیفه (ابویعقوب یوسف) هغه خپل وزیر او طبیب ټاکلی و. په ډېر خواشنۍ سره چې د ابن طفیل ډېر لیکلي اثار په اندلس کې د مسلمانانو او مسیحیانو د جګړو له امله زیانمن او له منځه ولاړل، خو بیا یې هم ځینې کم اثار د غرب په ځانګړې ډول د پاریس، لندن او هسپانیې په کتابونو کې موندل کیږي. د نوموړي مهم تألیفات په لاندې ډول دي: 1- د ابن یقظان کیسه – چې د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړل شوې. 2- د ختیځ حکمت اسرار 3- د علوي اثارو شرحه؛ د ارسطو تألیف و. 4- پر طب کتاب د ابن طفیل علمي کړنلار د ریاضيکي او طبیعي علومو ترمنځ د یوځای والې لامل شوې وه او همداشان یې د علمي تجربې او ریاضي ترمنځ ګډ پل جوړ کړی و. د ده فلسفې همداشان دا وړتیا درلوده، چې په فلسفه اثر وکړي، په ځانګړي ډول له علمي خوځښت وروسته په اروپايي فلسفې. نوموړي علمي تجربې ډېرې خوښولې او له همدې امله د فلسفې او حکمت په (مدرسې) پېژندل کېده. دوام لري…. مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
اسلامي تمدن د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD نور یی ولوله
اسلامي تمدن د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شلمه برخه)سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD نور یی ولوله
اسلامي تمدن د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نولسمه برخه)شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD نور یی ولوله