لیکوال: ابوعایشه
کرامیه ډله «فرقه»
څلورمه برخه
د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت ځواب
د رب تعالی په اړه دا خبره، چې هغه جسم دی، خو له نورو اجسامو سره متفاوت، د اهل السنت والجماعت په نزد بدعت دی او هم یې نفي کول بدعت ګڼل کیږي، په دې نص کې نه اثبات او نه هم نفې شته، دا لفظ اجمالا ذکر شوی، چې هم د حق او اباطل امکان لري[1].
علامه نيشاپوري رحمه الله د کراميې فرقې دا نظر او خبره چې وایي «الله تعالی جسم لري»، باطله او فاسده بللې ده او د دوی د دې ادعا په رد کې يې داسې ليکلي دي:
«د دوی د خبرو د فساد دليل دا دی چې جسم، د لغت له مخې، د برخو له جوړښت او د اجزاوو له يو ځای کېدو څخه عبارت دی. موږ پر دې استناد کوو، کله ډېرې برخې سره يو ځای شي، نو موږ دغه حالت ته ‘جسم’ يا ‘اجسم’ وایو، لکه کله چې؛ علم ډېر شي، نو عربان ورته وايي ‘علیم’ او ‘اعلم’.
خدای تعالی فرمايي: “وزاده بسطة في العلم والجسم”[2] – او هغه ته یې په پوهه او بدني ځواک کې زیادت ورکړی.
نو کله چې د “بسطة” کلمه د ډېرښت او مبالغې د بيان لپاره د جسمي جوړښت (تأليف) په اړه وکارول شي، دا څرګندوي چې د «جسم» اصل لغوي مانا د برخو له يو ځایوالي (تأليف) څخه اخېستل شوې ده. کله چې دا خبره ثابته شي، نو د کراميې دا عقیده هم باطله ګرځي؛ ځکه چې پر الله متعال باندې د تأليف اطلاق کول روا نه دی[3].
علامه اسفرایني رحمه الله هم په خپل کتاب ( التبصیر فی الدین) کې، وروسته له دې چې الله تعالی ته د جسم والي نشتون ثابتوي وايي:
«کله چې دا خبره معلومه شوه؛ هر هغه څه چې جسم وي، د هغه لپاره زياتوالی او کمښت ممکن دی، نو بیا پر الله متعال باندې د جسم اطلاق کول جواز نه لري؛ ځکه چې د الله تعالی لپاره نه زياتوالی روا دی، نه هم کمښت[4].»
پر عرش د الله تعالی استواء
له اهل السنت والجماعت له باورونو سره د کرامیې ډلې بل اختلاف پر عرش د خدای تعالی د استواء په اړه دی، چې ځانته متفاوته لار یې انتخاب کړې. دوی پر عرش د الله تعالی د استوا په اړه درې بېلې نظریې لري، چې هر یو لیدلوری یې ځانته مرحله لري او په لاندې ډول یې را اخلو:
-
د مماسات مرحله؛ په دې مرحله کې دوی د الله تعالی او عرش ترمنځ مستقیم تماس ثابتوي.
-
د ملاقات مرحله؛ دلته بیا د مماست ( مستقیم تماس) له لفظ څخه ډډه شوې او د ملاقات لفظ ذکر شوی.
-
درېیمه مرحله؛ هغه مرحله ده چې پکې نه تماس مني، نه ملاقات، خو بیا د الله تعالی له عرش سره یو ډول نهایي قربت (بې پای نیږدېوالی) ثابتوي.[5]
د اهل السنت والجماعت لیدلوری؛
امام طحاوي رحمه الله په خپل کتاب کې لیکي؛
“وهو مستغن عن العرش وما دونه، محیط بکل شیء وفوقه، وقد أعجز عن الإحاطة خلقه” “وهو مستغن عن العرش وما دونه، محیط بکل شیء وفوقه، وقد أعجز عن الإحاطة خلقه[6]“
«او الله تعالی له عرش او تر عرش لاندې له هر څه څخه بېنیازه دی، هغه پر هر څه احاطه لري او له هر څه لوړ دی او خپل مخلوق یې د دې له درک کولو عاجز کړي دي.»
امام اشعري رحمه الله د (الابانة في أصول الدیانة) کې لیکي: که څوک د استواء په اړه پوښتنه وکړي، نو په ځواب کې یې وایو، چې الله تعالی پر عرش استوا لري او بیا یې په دوام کې څو ایتونه د دلیل په حیث ذکر کوي[7].
په لنډ ډول ویلای شو، چې د اهل السنت او جماعت ډلې نظر دا دی؛ ټول هغه صفات چې الله تعالی ځانته ته منسوب کړي، ثابت دی، لکه؛ علو او استوا. البته د سلفو د قولونو پر اساس د دې صفاتو کیفیت نامعلوم دی.
اهل السنت او جماعت د بلا کیف استوا د اثبات لپاره ګڼ دلایل وړاندې کوي، چې لاندې یې ځینې تر بحث لاندې نیسو.
الف : د قرانکریم ایتونه
په اړه یو شمېر ایتونه شته؛ “الرحمن علی العرش استوی[8]” مهربانه رب پر عرش استوا کړې ده.
ب: د سلفو علماؤ اقوال
د خدای تعالی د علو ـ لوړ ذات او همداشان د استوا صفتونو د اثبات په اړه د سلفو اقوال ډېر زیات دي؛ د شیخ الاسلام ابو اسماعیل انصاري له لوري په خپل کتاب (الفاروق) کې د ابومطیع بلخي په حواله نقل کوي، چې له امام ابوحنیفه رحمه الله څخه د دې کس په اړه چې وايي: ” نه پوهېږم، خدای په اسمان کې دی او که ځمکه کې؟! ” وپوښتل شول، نو ده یې په ځواب کې وویل: هغه کفر کړی، ځکه الله تعالی وايي: “الرحمن علی العرش استوی[9]” مهربانه رب پر عرش استوا کړې ده[10].
په یوه روایت کې راځي، چې له مالک بن انس رحمه الله څخه یوه کس د دې ایت “الرحمن علی العرش استوی[11]” له لوستلو وروسته پوښتنه وکړه، چې استوا څنګه وي/ده؟
روایت کوونکی وايي: ما هېڅکله هم نه و لیدلي، چې امام مالک رحمه الله دې دومره قهرجن شي، د دې سړي په خبرو ډېر غصه شو ان چې خولې یې پر مخ راتلې او خلکو سرونه ټیټ کړل او په تمه وه، چې څه ځواب ورکوي. نو امام مالک رحمه الله سر راپورته کړ او ویې ویل: “د استوا کیفیت درک، د عقل وړتیا نه ده، استوا نامجهوله او ایمان پر واجب دی او په اړه یې پوښتنه بدعت دی او زه له دې وېرېږم چې دا یوه ګمراه شخص نه وي.” وروسته يې امر وکړ، چې یاد فرد بهر وباسل شي[12].
عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمایي: موږ پوهېږو، چې زموږ رب پر اوو اسمانونو بر پر عرش استوا لري او له مخلوقاتو څخه یې متفاوت او جلا دی[13].
شیخ حافظ ابن احمد حکیمي رحمه الله په خپل کتاب «إعلام السنة المنشورة لاعتقاد الطائفة الناجية المنصورة» کې د امامانو او سلفو صالحینو د عقیدې په اړه داسې لیکي: ” ټول په دې یوه خوله دي، چې ‘استوا’ (پر عرش استوا کول) یوه ناڅرګنده او مبهمه کلمه نه ده، خو د هغې کیفیت زموږ له درک څخه پورته دی. ایمان پرې فرض دی او د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه یو بدعت ګڼل کېږي. له الله تعالی څخه پیغام راغلی، رسول صلی الله علیه وسلم را رسولی او زموږ دنده ده چې تصدیق یې کړو او ورته تسلیم شو[14].”
[15]سلف صالح رحمهمالله د “استوا” د صفت لپاره هیڅ ډول کیفیت نه ټاکي، هغه د مخلوقاتو سره نه ورته کوي، مثال نه ورته بیانوي او نه یې داسې تحریفوي چې دا صفت له خپلې اصلي معنی څخه بېبرخې شي او له دې امله د الله تعالی دا صفت رد شي یا تعطیل شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . مکی، د. أبو زید بن محمد، مقالات فرقة الکرامیة (عرض ونقد)، بیتا، ص 304.
[2] . سورة البقرة، الآیة: 247.
[3] نیسابوری الشافعی، ابوسعید عبد الرحمن، الغنیة في أصول الدین، تحقیق: عماد الدین أحمد حیدر، 1406 هـ. ق/ 1987 م، ص 81.
[4] الإسفرایینی، الإمام الکبیر أبی المظفر، التبصیر في الدین وتمییز الفرقة الناجیة عن الفرق الهالکین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، 1403 هـ. ق/ /1983 م، ص 159.
[5] مکی، د. أبو زید بن محمد، مقالات فرقة الکرامیة (عرض ونقد)، بیتا، ص 310.
[6] دمشقی، علی بن علاء الدین: شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبد الله بن عبد المحسن وشعیب ارناؤوط، مترجم: اسحاق دبیری، ج 2، ص 542- 543.
[7] الأشعری، علی بن إسماعیل، الإنابة عن أصول الدیانة، تحقیق ودراسة: د. صالح بن مقبل، 1432 هـ. ق، ص 404.
[8] . سورة طه، آیۀ 5.
[9] . سورة طه، آیۀ 5.
[10] دمشقی، علی بن علاء الدین: شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبد الله بن عبد المحسن وشعیب ارناؤوط، مترجم: اسحاق دبیری، ج 2، ص 560- 561.
[11] . سورة طه، آیۀ 5.
[12] ابن قدامة المقدسی، أبو محمد عبد الله بن أحمد، إثبات صفة العلو، تحقیق وتعلیق: د. أحمد بن عطیة بن علی الغامدی، 1409 هـ. ق، ص 172.
[13] . تویجری، حمود بن عبد الله، إثبات علو الله ومباینته لخلقه، 1405 هـ. ق، ص 62.
[14] حکیمی، حافظ بن أحمد، أعلام السنة المنشورة لاعتقاد الطائفة الناجیة المنصورة، تحقیق و دراسة: أحمد بن علی، 1418 هـ. ق، ص 79.
[15] الراجحی، عبد العزیز بن عبد الله، الإرشاد بشرح الاقتصاد في الاعتقاد للإمام الحافظ عبد الغنی المقدسی، 1438 هـ. ق، ص 38.


