Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)
فتنې سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه

کرامیه ډله «فرقه»

درېیمه برخه

مقدمه:
مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې د عقایدو او باورونو تفصیلي بیان ته داخل شو، غوره دا ده چې د ابن کرام د ژوند د زمانې فضا وپېژنو او پوه شو چې هغه وخت د خلکو ترمنځ څه ډول عقاید خپاره وو.
په دې برخه کې به هڅه وکړو چې د کرامیه فرقې ځینې عقاید او باورونه تشریح کړو.
د ابن کرام زمانه د علمي بیدارۍ او خوځښت زمانه وه؛ دا هغه وخت و چې ډېری علوم عربي ته ژباړل کېدل، علم کلام د خلکو ترمنځ پراخ شوی و، بېلابېلې ډلې راټوکېدلې وې او خلک یې خپلو افکار  ته را دعوتول.
د کرامیه افکار او نظریات د هغه چاپېریال تر اغېز لاندې راغلي چې بنسټ‌ګر یې پکې ژوند کاوه. ابن کرام په سیستان کې زېږېدلی، هغه سیمه چې له اسلام وړاندې د بېلابېلو فکري او مذهبي خوځښتونو مرکز و. ابن کرام د درېیمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د علمي نهضت په دور کې ژوند کاوه. په عباسي دور کې بېلابېلو کلامي فرقو شتون درلود، ډېری علما او فلاسفه د نبوغ لوړو درجو ته رسېدلي وو او د نورو تمدنونو له فرهنګونو څخه د ژباړې او انتقال بهیر هم پراخ شوی و.
ابن کرام په همدې فضا کې وده وکړه او په خپلو نظریاتو کې یې د فارسي‌ژبو او یوناني فلاسفه‌وو له باورونو څخه ګټه پورته کړه، تر دې اندازې چې ځینو ویلي: «ده له هرې فرقې او مفکورې څخه د هغوی بې‌ګټې او باطلې خبرې واخیستې» او له داسې عقایدو سره راښکاره شو چې د اهل‌سنتو له عقیدې سره په ټکر کې وو. [۱]
د کرامیه فرقې عقاید او باورونه
د هغو کتابونو د څېړلو له لارې چې د فرقو په اړه لیکل شوي څرګندیږي چې کرامیه فرقه بېلابېل عقاید او باورونه لري. خو دلته یوازې د هغوی تر ټولو مهمو او مشهور باورونو ته اشاره کوو. د ټاکلي مسئلې په اړه د کرامیه فرقې دلیلونه او همدارنګه د اهل سنت او جماعت نظر او دلایل بیانوو، او هڅه به وکړو چې په تفصیل سره د دواړو لوریو استدلالونه تشریح کړو.
تجسیم
له “تجسیم” موخه دا ده چې یو کس یا فرقه د الله تعالی جسم او د جسم اړوند صفات او ځانګړتیاوې ثابتې کړي. دا ډول کسان یا فرقې “مجسمه” بلل کېږي.
له «لوازم جسمیت» څخه موخه هغه شیان دي چې د جسم له اثبات وروسته رامنځته کېږي؛ لکه: اندامونه، اعضا، حرکت، انتقال، حدود او نور…[۲]
تجسیم د کرامیه مذهب له مهمو افکارو څخه و. همدا فکر د دې لامل شو چې یاده فرقه د “مجسمه” فرقو له جملې څخه وشمیرل شي.[۳]
یعنې که څه هم یاده فرقه ګڼ داسې باورونه او عقاید لري چې د اهل سنت او جماعت له سمو عقایدو سره په تضاد کې دي خو د نورو عقایدو په پرتله د تجسم فکر ډېر پکې مشهور ؤ، له همدې امله د “مجسمه” په نوم ونومول شوه.
د کرامیه فرقې بنسټ‌ګر ابن کرام د توحید په باب وایي: الله تعالی یو جوهر دی. هغه “احد الذات” او “احد الجوهر” دی او پر عرش استقرار لري. ده او د هغه پیروانو الله تعالی ته د انتقال، بدلون او نزول نسبت ورکول روا بلل. همدا عقیده ددې لامل شوه چې ابن کرام او د هغه پلویان یې د تجسیم پیروان وبلل.[۴]
کرامیه د ابو عبدالله محمد بن کرام پیروان او یاران دي. موږ یاده فرقه په دې دلیل د “صفاتیه” له ډلې څخه وګڼله چې دا خلک د الله صفات تأییدوي، خو [یوه جدي ستونزه شته او هغه دا ده چې] دا ډله په پای کې تجسیم او تشبیې ته مخه کوي.
[۵]
امام ابو سعید نیشاپوري رحمه‌الله وایي:
«الله تعالی جسم نه دی، خو کرامیه عقیده لري چې الله تعالی جسم لري.»[۶]
د اهل سنت او جماعت لیدلوری
امام ابوحنیفه رحمه‌الله فرمایي:
«د الله تعالی ټول صفات د مخلوقاتو له صفاتو سره توپیر لري. الله تعالی پوهېږي، خو د انسانانو په شان نه؛ قادر دی، خو د انسان په څېر نه؛ ویني، خو زموږ د لیدو په څېر نه؛ اوري، خو زموږ د اورېدو په څېر نه؛ خبرې کوي، خو زموږ د خبرو په بڼه نه.
موږ د وسیلې او تورو (حروفو) له لارې خبرې کوو خو الله تعالی پرته له وسیلې او تورو خبرې کوي، ځکه حروف مخلوقات دي، خو د الله تعالی کلام نه مخلوق دی او نه خلق شوی دی.
الله تعالی ذات لري خو د نورو موجوداتو په څېر نه دی. د “شيء” معنا دا ده چې د هغه د ذات وجود ثابت دی، خو له جسم، جوهر او عَرَض پرته. الله تعالی نه حد لري، نه ضد لري، نه ساری لري او نه هم شبیه لري.» [۷]
امام شافعي رحمه‌الله فرمایي:
«پوه شئ چې الله تعالی نه جوهر دی، نه جسم دی نه عَرَض دی او نه هم محال. جسم یو راټول شوی او ترکیب شوی شی دی.» [او الله تعالی له دې ټولو څخه پاک او منزّه دی.] [۸]
امام ابو منصور ماتریدی رحمه‌الله وایي:
«د الله تعالی لپاره د ‘جسم’ کلمه کارول جایز نه دي.» [۹]
امام اسفراییني رحمه‌الله فرمایي:
«پوه شه چې قدیم ذات ( الله سبحانه و تعالی) نه جسم دی او نه هم جوهر؛ ځکه چې جسم ترکیب وي، او په جوهر کې هم د اجزاوو یوځای کېدل شتون لري.» [او دا صفات د الله تعالی لپاره نشي کارېدلی.] [۱۰]
دوام لري…
مخکنۍ بر خه | وروستۍ برخه 

سرچینې:

[۱] الجعیدی، ډاکټر شلبی إبراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجری، مجلۀ کلیة الآداب، پنځوسم ګڼه – جنوري ۲۰۱۲م، مخونه ۳۳۰ – ۳۳۱.

[۲] عبدالفتاح بن صالح قدیش الیافعي، التجسیم والمجمسة وحقیقة عقیدة السلف في الصفات الإلهیة، ۱۴۳۱ هـ ق/ ۲۰۱۰م، ص ۴۶، ۳۱.

[۳] الجعیدی، ډاکټر شلبی إبراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجری، مجلۀ کلیة الآداب، پنځوسم ګڼه – جنوري ۲۰۱۲م، مخ ۳۳۲.

[۴] حسن رمضان‌پور، کرامیه و غزنویان؛ فراز و فرود کرامیه، فصلنامۀ تاریخ نو، شمارۀ ۱۶، ۱۳۹۵ هـ. ش، ص ۱۶۶.

[۵] محمد بن عبدالکریم شهرستانی، الملل والنحل، تصحیح و تعلیق: احمد فهمي محمد، دارالکتب العلمیة، بیروت، چاپ دویم، ۱۴۱۳ هـ.ق، ج ۱، ص ۹۹.

[۶] ابو سعید عبدالرحمن نیشاپوري شافعي، الغنیة في أصول الدین، تحقیق: عمادالدین احمد حیدر، ۱۴۰۶ هـ.ق / ۱۹۸۷م، ص ۸۱.

[۷] نعمان بن ثابت ابوحنیفه، الفقه الاکبر، ژباړه: عبدالله حیدري، ۱۳۹۴ هـ.ش / ۱۴۳۷ هـ.ق، ص ۱۵.

[۸] عبدالفتاح بن صالح قدیش الیافعي، التجسیم والمجمسة وحقیقة عقیدة السلف في الصفات الإلهیة، ۱۴۳۱ هـ ق/ ۲۰۱۰م، ص ۴۶.

[۹] هماغه، ص ۶۰.

[۱۰] امام ابو المظفر اسفراییني، التبصیر في الدین وتمییز الفرقة الناجیة عن الفرق الهالکین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، ۱۴۰۳ هـ ق / ۱۹۸۳م، ص ۱۵۹.

Previous Articleد کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (لومړی برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فرقه

د قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.