د دې ډلې نوم جوړښت مفتوح کاف او مشدده را ده او یا هم د کاف توري پر زېر او د را پر تخفیف باندې شوی او محمد بن کرام ته منسوبیږي.
د دوی د نوم په اړه یو اختلاف دا دی، چې ایا نوم یې لومړی حالت یعنې د (ک پر فتحې او د را پر شدت) بنا دی او که د (ک په زېر او رې پر تخفیف)، په دې اړه دلته د بېلابېلو علماؤ اقوال را اخلو؛
1- د (دمشق لنډ تاریخ) کتاب کې د محمد بن کرام د ژوند په اړه داسې راځي: ” محمد بن کرام، بن عراق بن حزابه ابوالبراء أبوعبدالله سجستاني د کرامیې ډلې، چې د کاف په زور او را په شدت یې نوم تلفط کیږي، شیخ دی.
په ـ سیر أعلام النبلاء – کتاب کې د کرامیې ډلې د بنسټګر په اړه یې داسې راځي: “محمد بن کرام سجستاني مبتدع، یو زاهد، عابد، رباني او مشهوره سړی و، چې ډېر ملګري یې درلودل، خو ستونزه یې دا وه، چې له دلیل پرته خبرې یې روایت کولې، هغه یو څه موده په زندان کې و او وروسته تبعید شو. نوموړی وچ صوفي او بې علمه کس و.”
كراميه ډله د پارسي سجستاني زاهد محمد بن کرام پیروي کوي، چې د ده پر زهد او تقوا دوکه شوې و او له همدې امله یې باورونه او اعتقادات په ټولنه کې خپاره شول.
دا ډله محمد بن کرام سیستاني ته منسوبه او نوموړي د محمد بن طاهر بن عبدالله بن طاهر په وخت کې چې له (۲۴۸ – ۲۵۹ هـ.ق) یې په خراسان کې حکومت کاوه، نیشاپور ته راغی او هلته یې د خپلو عقایدو په نشرولو پیل وکړ، چې په تدریج سره په یوه مذهبي جریان باندې بدل شول او دې مذهبي جریان د درېیمې قمري پېړۍ له نیمايي څخه بیا د پنځمې پېړۍ تر لوموړيو پورې په نیشاپور کې د منلو وړ وه او دیني مشران یې و، چې د خلکو دیني مشري یې کوله.
محمد بن کرام یو بدعتي کس و، چې د سیستان علاقې په زرنج سیمې کې زېږېدلی و او وروسته په خراسان کې د احمد بن حرب سره یې ډېر تګ او راتګ درلود او مشهوره زاهد شو، چې ډېر مریدان یې درلودل. د ده اساسي ستونزه د بې اساسه او بې بنسټه روایتونو نقلول و، دا چې تبعید شوی و، نو د مذهبونو په ډله کې یې تر ټولو فاسد او بې اساسه مذهب ته رجوع وکړه او بې اساسه احادیث یې ایجادول، نوموړي بیا وروسته له جویباری او ابن تمیم سره ناسته ولاړه درلوده او دا شونتیا شته، چې د دوو کسانو دې تر سل زرو ډېر احادیث وضعه کړې وي.
د کرامیې ډلې مؤسس ابوعبدالله محمد بن کرام بن عراق (عراف) بن خزابه بن البراء، چې په ۱۶۸ هـ کال کې زېږدلی او بیا په ۲۵۵ کال یې مړینه روایت شوې، د سیستان علاقې په زرنج ښار کې زوکړی، د ده په اړه یوازې د خوافي روایت وايي، چې په مکې کې زېږېدلی دی.
په سیستان سیمه کې ځينو خلکو د ده د ظاهري زهد او تقوا له امله دوکه وخوړه او د ده پیروي یې پیل کړه، خو وروسته یې دی او ملګري له سیستان څخه وشړل شول او له هغه ځایه د ګرجستان لور ته لاړ او هلته یې د خپلو عقایدو او بارونو د خپراوي لپاره تبلیغ پیل کړ، هغوی یې دعوت ومانه او وروسته هلته د ده مذهب پاته شو.
د دې ډلې د عقایدو او باورونو د انتشار اصلي لامل د محمد بن کرام سفرونه وو. د دې ډلې لومړنۍ نښې په سجستان کې را څرګندې شوې او ډېری پیرو کسان یې بزګر او نور فقیر خلک وو. البته په لومړیو کې ترې فیرانو، اړمنو او بزګرانو ترې ملاتړ وکړ، خو وروسته یې ډلې رشد وکړ او ډېر کسان یې تر جندۍ لاندې ودرېدل.
” د کرامیې ډلې پیروان که څه هم په لومړیو کې غریب افراد وه، خو د دوی د تبلیغ د ځانګړې طریقې له امله یې افراد ډېر ژر بریالي شول، چې د بانفوذه او شتمنو کسانو په منځ کې هم خپل اغېز وشندي، لکه څنګه چې د سلطان محمود غزنوي پر مهال ځینې قاضیان، سفیران، دیواني لیکوال له کرمیې ډلې څخه وو.”
د دوی د ژوند په اړه لیکنو کې راځي، ځینو بزرګانو دوی ته د واقعي اسلام د استازو په سترګه کتل، تبلیغ کوونکو به یې ډېر فعال او له شوره ډک فعالیت کاوه.