Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)
اسلامي تمدن سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

پنځه ویشتمه برخه

د الجبر علم کې د مسلمانو ساینسپوهانو لاسته راوړنې
له دوهمې هجري پیړۍ نه تر اوومې هجري پیړۍ  پورې ( له اتمې میلادي پیړۍ نه تر دیارلسمې میلادي پیړې پورې) اسلامي سیمې د علمي فعالیتونو مرکزونه ول. تر ټولو مهم علمي فعالیتونه هغه مهال په “بيت‌الحکمه” کې ترسره کېدل، کوم چې د خليفه مأمون لخوا په بغداد کې جوړ شوی و. د رياضي په برخه کې په دې علمي مرکز کې د امام خوارزمي اغېز تر ټولو ډېر و، او نوموړی د منځنيو پېړيو تر ټولو مخکښ رياضي‌پوه ګڼل کېږي. هغه ۲۱هجري (۸۲۵ ميلادي) کال کې د «لومړۍ  درجې» او «دويمې درجې» معادلې له یو یا دوه مجهولونو سره کشف کړې.
په پیل کې د الجبر علم له اختراع څخه د خوارزمي اصلي موخه د “میراث علم” (چې د فرائضو علم بلل کېږي) اسانه کول وو. نوموړي د دې لپاره جبري طریقې وړاندې کړې تر څو دا علمي برخه چې ځینو خلکو لپاره پېچلې وه، اسانه شي. په همدې موخه یې خپل مشهور کتاب “حساب الجبر و المقابله” ولیکه.
خوارزمي په دې اثر کې اعداد د ثابتو مقدارونو پر ځای سیمبولیکې بڼې ته واړول، داسې سیمبولونه چې کولای یې شول د بېلابېلو مقدارونه معادل واوسي.
د “حساب الجبر و المقابله” کتاب د الجبر د علم په برخه کې بنسټيز اثر ګڼل کېږي، ځکه خوارزمي په روښانه توګه دا درک کړې وه چې الجبر باید د حساب له علم څخه بېل شي، ځکه د تاریخ په اوږدو د حساب علم پر رياضياتو  برلاسی و. ( ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۳۲۳)
د “جبر” او “مقابله” مانا څه ده؟
له “جبر” څخه محمد بن موسی خوارزمي موخه نښانونو (علامتونو) په بدلون سره د معادلې له یوې خوا څخه د معادلې بلې خوا ته د یوه مقدار انتقال دی؛ یانې منفي به یې په مثبت او برعکس مثبت به یې په منفي اړوو.
خو “مقابله” د مخالفو نښانونو له لارې د مشابه جملو د له منځه وړلو او له مشابه نښانونو سره د جملو د یو ځای کولو له لارې د جبري حاصل شوي مقدار د ساده کولو په مانا ده.
د الجبر علم یو بل نومیالی عالم، ابوالحسن علی قلصادی اندلسی (۸۱۳–۸۹۱ هـ / ۱۴۱۰–۱۴۸۶ م) و.
دی د ریاضيکي نښو په کارولو کې مخکښ و، او دا خبره د ده په مشهور کتاب “کشف المحجوب فی علم الغبار” کې په ښکاره ډول لیدل کیږي.
خو له بده مرغه، ګڼ غربي پوهان او د هغوی معاصر عربي پيروان په ناحقه باور لري چې ریاضيکي نښې لکه (+ , – , : …) د فرانسوي رياضي‌پوه “فرانسوا ویت” (۱۵۴۰–۱۶۰۳ م) اختراع ده. دوی د مسلمانانو عالمانو په ونډه سترګې پټې کړي، ځکه چې قلصادي له ویت څخه ډېر مخکې، جبري نښې په مشخص ډول په خپل کتاب “کشف المحجوب فی علم الغبار” کې وړاندې کړې وې.
د مسلمانو ریاضي‌پوهانو د سترو لاسته راوړنو له جملې څخه د عمر خیام (۴۳۶–۵۱۷ هـ) له لوري د دریمې درجې معادلو د حل طریقه ده.
ده دا معادلې د “مخروطي مقاطعو” له لارې حل کړې.
کله چې عمر خیام مکعبي معادلې د “قطع مکافئ” او “دایرې” په وسیله تحلیل کړې، نو څرګنده شوه چې نوموړي د افقي مختصاتو (سینی مختصاتو) په اړه خبرې کړې دي، تر څو د یوې نقطې موقعیت تفسیر کړي. په دې توګه عمر خیام د تحلیلي هندسې لومړنۍ ډبره ایښې وه، هغه هندسه چې وروسته د فرانسوي عالم “رنه دکارت” (۱۵۹۶–۱۶۵۰ م) په نوم مشهوره شوه، او نن سبا د اسلامي او عربي امت اولادونه دا مفاهیم د خپلو پوهنتونونو په درسي کتابونو کې تکراروي.
شک نشته چې رنه دکارت تحليلي هندسې ته وده ورکړې  او اصول یې ثبیت کړې دي، خو دا هېڅکله په دې مانا نه ده چې د عمر خیام ونډه، چې د دې علم لومړنی بنسټ‌ايښودونکی و، هېره شي.
همداراز، محمد بن موسی خوارزمي د تخیلي عددونو (موهومي عددونو) په اړه پوهه درلوده او د “ناممکن حالت” نوم یې ورکړی و. خو د غرب ځینې تعصب‌لرونکي ساینسپوهان ادعا کوي چې د موهومي عددونو د تصور لومړنی کس، د سویس هیواد ریاضي‌پوه لئونارد اویلر (۱۷۰۷–۱۷۸۳ م) و. دا ادعا پداسې حال کې مطرح شوې چې خوارزمي لا دمخه دا موضوع په خپل کتاب “حساب الجبر والمقابله” کې په ښکاره ډول یاده کړې ده.
نوموړی لیکي:
«پوه شه، که د جذر نیمایي مقدار را واخلې او په ځان کې یې ضرب کړې، او حاصل یې له هغه عدد څخه کم وي چې له مال (مجذور) سره یو ځای وي، نو هغه وخت به دا مسئله ناممکنه وي.»
سربېره پر دې، عربي او اسلامي ریاضي‌پوهانو ددوه‌جمله‌یي نظریې (ذات‌الحدین) ته هم پام کړی و.
ابوبکر کرخي (وفات ۴۲۱ هـ) یوه جبري طریقه وړاندې کړه چې د دوه‌جمله‌یي معادلې د پراخولو لپاره کارېده، چې د ۱، ۲، ۳، ۴ او ۵ توانونه پکې څیړل شوې وو.
وروسته عمر خیام دا نظریه تایید کړه او تر مثبتو صحیح توانونو یې عموميت ورکړ.
خو غیاث‌الدین جمشید کاشي (مړ ۸۲۹ هجري) هغه څوګ وو چې دوه‌جمله‌یي نظریې ته یې په بشپړ ډول وده ورکړ. (هماغه سرچینه؛ همداراز: روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، ص ۹۴)
په حساب کې د عربي او مسلمانو عالمانو ونډه
کله چې عربي او مسلمانو علماوو د حساب علم په برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې، نو دا علم یې له پخوانیو تمدنونو – لکه هندي، یوناني، فارسي او نورو – څخه په میراث اخیستی و.
هغوی په دې حوزه کې دوو اساسي سطحو ته لاسرسی پیدا کړ:
  1. غباري حساب: په دې طریقه کې د محاسبې لپاره قلم او کاغذ ته اړتیا وه.
  2. هوایي حساب: په دې طریقه کې محاسبې په ذهني ډول ترسره کېدې،  قلم او کاغذ یې اړتیا نه درلوده. دا ډول حساب په ځانګړي ډول د سوداګرو، مسافرو او عامو خلکو لپاره ګټور و، ځکه هغوی اړتیا درلوده چې خپلې مالي محاسبې په ذهني ډول ترسره کړي.
په پیل کې مسلمان او عربي پوهانو د یونانیانو د څلورو اساسي عملیاتو (جمع، تفریق، ضرب، ویش) طریقې تعقیب کړې، خو ډېر ژر پوه شول چې دا طریقې مؤثرې نه دي؛ له همدې امله یې لاس ترې واخېست. دوی په دغو طریقو کې اصلاحات راوستل او وده یې ورکړه، چې نن ورځ مدرنو ریاضیاتو کې د مسلمانانو او عربو د لاسته راوړنو په نوم پېژاندل کیږي. مسلمانو علماو د جمع لپاره یوه نوې او اسانه طریقه رامنځته کړه، چې پکې ساتل شوې شمېرې (ارقام) د مجموع په سر کې په جلا نوګه لیکل کېدې.
په تفریق کې – چې دوی به “تفرقه” بلله – لومړی دا طریقه عامه وه چې کم شوی عدد به د اصلي شمېر لاندې لیکل کېده، او پاتې شونی یا حاصل به یې یاداشت کاوه.
خو دې طریقې ډېر دوام ونه کړ، او مسلمانو او عربي پوهانو  یوه نوې طریقه وړاندې کړه چې په هغې کې به اصلي عدد پورته، کم شوی عدد لاندې، او ورپسې به حاصل لیکل کېده. دا هماغه طریقه ده چې نن سبا هم د ریاضي په محاسباتو کې کارېږي. (تاریخ العلوم عند العرب، ص: ۲۱)
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleکرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه وېشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.