لیکوال: ابوعائشه
نشنلیزم
(اتلسمه برخه)
د اسلامي خلافت ړنګېدل
په ۱۳۰۰ میلادي کال کې عثماني دولت تأسیس او په چټکۍ سره پراخ شو. دې پراخې امپراتورۍ په هغو سیمو حکومت کاوه، چې تقریباً ټول منځنی ختيځ، لويديځ ايران، د بالکان ټاپووزمه، د مرکزي اروپا ځينې برخې او قفقاز په کې شامل و. په۱۴۵۳ زېږديز کال کې استانبول د عثماني حاکمانو د واکمنۍ په مرکز بدل شو. د خلکو ترمنځ ژبنی، کلتوري او مذهبي تنوع د دې امپراتورۍ له مهمو ځانګړنو څخه وه.[۱]
عثماني خلافت د خالص اسلامي ایمان پر بنسټ رامنځته شوی و؛ داسې دولت چې له پيله يې خپل دریځ د اسلامي اصولو پر بنياد ټاکلی و. همدې دریځ عثماني دولت د اسلام د دوښمنانو او کفارو پر وړاندې په یوه پیاوړي ځواک بدل کړ.[۲]
دا دولت، چې د «دولت عليّه عثماني» په نوم هم یادېده، د ۶۰۰ کلونو لپاره د اسلامي امت د قدرت، یووالي او ثبات نښه وه او پر اسلامي هېوادونو د دښمنانو د يرغلونو پر وړاندې ځواکمن مدافع و.[۳]
عثماني خلافت کوچني هېوادونه او قبایلي سیمې سره راټولې کړې او د اسلامي قوانینو د پلي کولو، د جوماتونو د جوړولو، د ديني مدرسو د تقویه کولو او د اسلامي بیرغ د ساتلو له لارې د اسلامي امت په یووالي کې مهم رول ولوباوه.
دې دولت د صلیبیانو د نفوذ د پراخېدو مخه ونیوله، د غربي استعمارګرو په وړاندې یې مقاومت وکړ او د اسلامي هېوادونو د عربي-اسلامي هویت ساتنه یې وکړه؛ خو عثماني خلافت د غربيانو د دسیسو او داخلي عواملو له امله له زوال سره مخ شو. اروپايي استعمارګرو د فکري جګړې او د لوېديځ پلوه افکارو د خپرولو له لارې هڅه وکړه چې عثماني دولت له دننه څخه ونړوي.[۴]
د هغو مهمو لاملونو له جملې څخه چې عثماني دولت یې له سقوط سره مخ کړ، یو هم نشنلیزم یا ملتپالنه وه. غربيانو د دې نظریې په دودولو سره اسلامي ملتونه او قومونه د اسلامي امت پر ځای، قومي هويت او ملي ګټو ته وهڅول. ترک ملتپالو افسرانو، چې ډېری یې یهودیان وو، په ۱۹۰۹ زېږديز کال کې د سلطان عبدالحمید ثاني په لرې کولو سره د خلافت ړنګېدو ته زمینه برابره کړه. دوی د «اتحاد او ترقي» اتحادیې د رهبرۍ له لارې د اسلامي یووالي د فکر پر ځای د ملتپالنې شعارونه مطرح کړل او عملاً یې د عثماني دولت زوال ته لاره هواره کړه.[۵]
د اسپانویانو او پرتګالیانو په ګډون غربي استعمارګرو، د یهودیانو او صلیبیانو په ملتيا، دې پایلې ته رسېدلي وو چې عثماني دولت په اسلامي خاوره د دوی د سلطې په لار کې یوازینی جدي خنډ دی. له همدې امله یې هڅه وکړه چې د خلافت په داخلي سیستم کې نفوذ وکړي او له دننه یې کمزوری کړي.
دوی د ملتپالنې د شعارونو له لارې، له مسلمانانو څخه د اسلامي امت اهداف هېر کړل. دا ډول هڅې د عثماني دولت له داخلي کمزورۍ او د ځینو داخلي عناصرو له خیانت سره مل وې، چې بالاخره یې په ۱۹۲۴ زېږديز کال کې خلافت سقوط او له منځه یووړ.
په فکري جګړه کې د اسلامي خلافت پر وړاندې د استعمارګرو یوه مهمه وسیله د قومپالنې او نشنلیستي نظریاتو دودول و. استعمارګر پوهیدل چې اسلامي عقیده یوه جهادي عقیده ده او مسلمانان یووالي او د هر ډول ظلم او استعمار پر وړاندې مقاومت ته رابولي. له همدې امله، دوی هڅه وکړه چې د قومي افکارو په خپرولو سره، جهادي حرکتونه له اسلامي یووالي څخه راوګرځوي او د ملي مبارزې کچې ته یې راټيټ کړي.[۶]
استعمارګرو قومي نشنلیزم د اسلامي نړۍ د کمزوري کولو لپاره د یوه نوي دام په توګه رامنځته کړی، تر څو هغو موخو ته ځان پرې ورسوي چې د تاریخ په اوږدو کې یې د صلیبي جګړو له لارې ترلاسه نهکړل. غربیانو له قومي نشنلیزم څخه د اسلامي امت د بې اتفاقه کولو او د اسلامي نړۍ د یووالي د مخنیوي لپاره کار واخیست، ځکه د اسلامي نړۍ یووالی د استعمارګرو لپاره یو بالقوه ګواښ و. دوی هڅه وکړه چې اسلامي نړۍ په کوچنیو واحدونو وویشي، ترڅو له دې لارې هغوی تر خپل تسلط لاندې راولي.[۷]
لوېدیځې اروپا، د انګریزانو په مشرۍ، هڅه کوله چې عثماني دولت له منځه یوسي او د هغې ځمکې وویشي. دوی دې موخې ته د رسیدو لپاره د هغو تُرکي روڼآندانو او فرهنګیانو په مرسته نشنلیستي حرکتونو رامنځته کړل چې په غرب کې یې د بې دینۍ زدهکړې کړې وې. دغه خوځښت اصلاً د منځنۍ طبقې د پوهې، په تېره بیا د فرهنګي برخې پر بنسټ ولاړ و.[۸]
د عثماني اسلامي خلافت له منځه وړل، د لوېدیځو هېوادونو له سترو موخو څخه و. دوی دې موخې ته د رسیدو لپاره هیڅ ډول هڅې او کوششونه و نه سپمول، چې وروسته غربي مشرانو پخپله په دې حقیقت اعترافونه کړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرج ناټانیل کرزن، په ښکاره ډول د بریتانیا د عوامو مجلس ته وویل: «موږ ترکیې ته داسې ضربه ورکړه، چې بیا به هېڅکله سر راپورته نه کړي؛ ځکه د دوی دوه فعال ځواکونه مو له کاره وغورځول: اسلام او اسلامي خلافت.»[۹]
دوام لري…
[1]. دائرة المعارف ناسیونالیزم زیر نظر الکساندر ماتیل، سرپرست ترجمۀ فارسی: کامران فانی- محبوبه مهاجر، ۱۳۸۳ هـ. ش، ج ۳، ص ۹۸۰.
[2]. پاکپور، سبحان، تاریخ عثمانی، بیتا، ص ۱۵۴.
[3]. الفارس، د. محمد سلیمان، القومیة ودورها فی تفکیک وحدة الأمة الإسلامیة، موقع مجلس الإسلامی السوری.
[4]. پاکپور، سبحان، تاریخ عثمانی، بیتا، ص ۱۵۴.
[5]. الصفدی، موسی، عنوان المقال: هل کان العرب سببا فی سقوط الخلافة العثمانیة؟ موقع الجزیرة، تاریخ النشر: ۲۰۱۹ م. با اندکی تصرف (ویراستار).
[6]. پاکپور، سبحان، تاریخ عثمانی، بیتا، ص ۱۵۴.
[7]. کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ.ش، ص ۲۱۱.
[8]. پاکپور، سبحان، تاریخ عثمانی، بیتا، ص ۱۵۷.
[9]. شعاعی، محمدعلی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴
هـ. ش، ص ۱۰۰.