Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»کوچنۍ اختر او فلسفه یې (دویمه او وروستۍبرخه)
متفرقه دوشنبه _31 _مارچ _2025AH 31-3-2025AD

کوچنۍ اختر او فلسفه یې (دویمه او وروستۍبرخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: رحمت الله رحماني

کوچنۍ اختر او فلسفه یې

(دویمه او وروستۍبرخه)

 

2ـ د اخترونو د ټاکل کېدو حکمت:
لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول، هر نژاد او ملت ځانګړی فرهنګ او دودونه لري او په بېلابېلو نومونو او پلمو ټاکلې کلنۍ راټولېدنې له پخوا راهیسې د ټولو انسانانو د دودونو برخه ده، چې معمولاً ټول خلک د دې راټولېدنو ته برنامې لري او چمتوالی ورته نیسي.
په دې راټولېدنو کې د جامو، خوړو او لیدو کاتو توپیر کوم عجیب شی نه دی؛ همداراز، ډېر داسې دودونه شته چې د وخت په تېرېدو سره پهکې بېلابېل بدلونونه او بدعات راپیدا شوي، چې ډېر عجیب نوښتونه او خرافات دي، نو په ټوله کې ویلی شو، چې خلک له ډېر پخوا څخه بیا تر اوسه او له اوسه بیا د تل لپاره په بېلابېلو نومونو د پراخو راټولېدنو ترتیبوونکي وو او وي به.
زموږ د عظیم الشان پېغمبر صلی الله علیه وسلم یوه ځانګړنه او برکت دا دی چې له خپل رسالت سره سم یې دا راټولېدنې هم اصلاح کړې دي، په دې بڼه چې د هغه اصل یې لمنځه نه دی وړی، بلکې د هغو ماهیت یې سم او بدل کړی دی او د هغو محوریت یې «د الله تعالی تعظیم» او «د شعائرالله تعظیم» ټاکلی دی. په همدې موخه د اختر په پیل کې (تکبیرونه) دود شوي دي او په دې تکبیرونو کې ځانګړي الفاظ ټاکل شوي دي، چې تر هغو په ښه توګه د الله تعالی په وحدانیت اعتراف نه شو کولی.
هغه صلی‌الله‌علیه‌وسلم د «لإوامر الله» تعظیم ته په غوره طریقه جامعیت وربښلی دی، ورپسې یې له مخلوق سره د شفقت او مینې له امله «د فطر صدقه» لازمه کړه، تر دې چې ټولو ته یې امر وکړ، چې عیدګاه ته تر تلو وړاندې د فطر صدقه ورکړي یا دا چې په لوی اختر کې «غوره صدقه» یعنې د قربانۍ غوښه فقیرانو او بېوزلو ته ورسوي. د اسلام عظیم الشان پېغمبر صلی الله علیه وسلم دا الهي فرمانونه (چې د اخترونو په څېر په لویو راټولېدنو پورې اړوندېږي) د دې لپاره په موږ کې رواج کړي، چې موږ د هغه تعالی په وړاندې د بندګۍ او د هغه د مخلوق په وړاندې د خدمت مسؤلیت د تل لپاره په یاد ولرو او که چېره کومه د یوې راټولېدنې ترتیبوونکي یو، نو څومره غوره ده چې دا راټولېدنه زموږ د پرمختګ او لوړتیا لامل شي.[]
د کوچني اختر لومړنۍ فلسفه له نفاق څخه لرېوالی او د اسلامي امت یووالی دی. د دې اختر یو درس چې په جماعت سره دی او نن د اسلامي امت په درد خوړل کېږي، دا دی چې د دښمنانو او د هغوی د نفوذ او ولکې په مقابل کې مسلمانان یوموټی اوسي، د ورورولۍ په پیاوړو صفونو کې د دښمنانو له غلبې او له هغوی سره له ملګرتیا لرې اوسي، چې تل د اسلامي امت پر ضد په دسیسو بوخت دي.
3ـ د خلکو د راټولېدو فلسفه:
ټول هغه څه چې د رمضان په میاشت کې رامنځته کېږي، ژوره فلسفه او حکمتونه لري. د فاضلې مدینې، سالمې ټولنې او غوره بستر د جوړولو په لار کې ټولې شېبې د نېکمرغۍ، د دین او دنیا د آبادۍ لپاره، چې د اخروي تلپاتې ژوند د پانګې د تامین مقدمه ده. په روژه کې د نفس اصلاح، روژه ماتی، د رمضان او عبادت په رڼا کې صله رحمي، عاطفي پیوند او نږدېوالی شامل دي، ځانګړې دعاګانې، له محتوا ډک فوق العاده اذکار، برم لرونکي د جمعې لمونځونه او ټول ژوره فلسفه لري.
د اختر ورځې راټولېدنه، فطري او فطریه لمونځ او واجب عمومي صدقه په ټولنه کې د فقر او محرومیت د ختمولو او د بېوزلو او… د ملاتړ لپاره، دا ټول د اسلام د دین برنامه ده، د غوره ټولنې لرلو لپاره دا زموږ د دین لیدلوری دی، چې څه یې یوه فلسفه لري، نو دا ټول عبادات حکمتونه لري، هر هغه څه چې په دې لویه ټولنه کې، چې الله تعالی د دیني مکلفیت او واجب په توګه فرض کړی دی، د رمضان د روژې تر فرض وروسته، چې د امت د اجتماع لپاره د فردي تزکیې حالت دی او جمعي تزکیه چې د امت د فقیرانو ډلې ته د فطر زکات ورکول دي او په جمعې د لمانځه ادا کول، د «یدالله مع الجماعة» د الهي قدرت د څرګندېدو مصداق، د الی الله سلوکو د ذو وجوده والي او توحید بیان، چې د دوو اړخونو فردي او ټولنیز لرونکی دی، د «تعاونوا علی البر والتقوی» په مصداق یعنې کله چې انسان له ټولو ګناهونو پاک شي، دې ته چمتو کېږي چې دا پاکوالی ټولنې او د امت اجتماع ته وړاندې کړي، په دوو وجو عبادت، د لمانځه کول، د زکات ورکول، د فقر ختمول، له اړوندو مؤمنو خپلوانو نیولې تر نااړوندو مؤمنو ګاونډیانو سره د خواخوږۍ رامنځته کول، له عرفاني لیدلوري او الی الله سلوک سره د رمضان د یوې میاشتې د روژې، د فطر اختر، د فطر لمونځ څرګندول ډېر ښکلي دي.
د مسلمانانو د روژې میاشتې په پای کې جشن جوړول، د شور او خوشالۍ جشن دی؛ خو له معنویت څخه د خالي نړۍ د جشنونو برعکس ککړتیا، نشې او شراب له ځانه سره نه لري، بلکې د دې جشن د اختر په لمانځه کې د اسلامي ټولنې د حاکم په امامت په ډله‌ییز لمانځه کې مسلمانان لاسونه په دعا پورته کوي او له الله تعالی څخه غواړي، چې هغوی ته په ټولو هغو ښېګڼو کې شامل کړي، چې محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو په کې شامل شوي دي او له ټولو هغو بدیو یې راوباسي، چې هغه صلی الله علیه وسلم او اصحاب یې ترې بېزاره دي.
د اختر د جمعې د هغه مهم بیان، درس او پېغام دا دی چې: «وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ‏ اللَّهِ‏ جَمِیعاً وَ لا تَفَرَّقُوا». «او تاسو ټول د الله په رسۍ (قرآن او سنت) منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ»
نو د ټولې نړۍ مسلمانان هر کال د کوچني اختر جشن لمانځي، خوښۍ پهکې کوي او د الله تعالی شکر ادا کوي، چې د اسلام یو لوی واجب د رمضان مبارکې میاشتې روژه یې ورکړې ده او د هغوی پای ته رسول او قایمول یې ورته آسانه کړي دي.
هغه اعمال چې باید د اختر په ورځو کې هېر نه شي!:
 صله رحمي:
صله رحمي د اختر له ورځو پرته هم واجب ده، د اختر ورځې خو لا پرېږده، چې په دې خورا زیات ټینګار شوی دی، چې د خپلوانو زړونه خوشحاله کړي او په تېره ماشومانو او ښځو ته د ډالیو په ورکولو هغوی ته د اختر د خوښۍ احساس ورکړ.
 د الله تعالی په اطاعت او د ګناه په پرېښودو کې هڅه:
 فرق نه کوي چې اطاعت ګاونډیانو ته د خوړو په ورکولو او له هغوی سره په لیدو کتو کې وي، که له هغوی پرته په بل څه کې، مثلاً د یتیمو او اړمنو ماشومانو ته سر ورښکاره کول له هغوی سره مرسته کول، هغوی ته د اختر د خوښۍ احساس ورکول او د نویو جامو او پیسو ډالۍ کول او… په دې کار سره نه یوازې د اړمنو مسلمانو ورونو زړونه خوشالوي، بلکې له امله یې بدله هم ترلاسه کوي.
ډېری خلک د اختر په ورځو کې د تفریح او آرامۍ په ګومان د ګناه پېټی پر اوږه کوي، ښځې سینګار کوي، ځوانان هم د ښځو خویونه کوي او خپل زیات وخت د سینمايي تالارونو په لټون، د فلمونو په کتلو، د موسیقۍ په اورېدو او په داسې نورو کارونو ضایع کوي، چې د الله تعالی غضب راپاروي. رسنیو په زیاترو اسلامي هېوادونو کې د اختر له ورځې څخه د بې‌حیایۍ او ګناه ورځ جوړه کړې ده، چې په دې ورځ تلوېزیوني چینلونه له مبتذلو او نامناسبو فیلمونو، له بې‌بندوباره سریالونو، د غریزه پاروونکو سندرو، د ښځو له سینګار کړو څېرو، د بدو او نامناسبو انځورونو لرونکو تبلیغاتو، له سینمايي تالارونو د اعلانونو له خپرولو او هغه څه ډک وي، چې په هغو کې تېرېږي، د اختر په اوږدو کې د هیڅ ډول فساد پاروونکي انځور له خپرو لاس نه اخلي
داسې کوم حرامت به وي چې د اختر په ورځ به نه ماتېږي! او کومې بدۍ به وي چې خلک په ډاګه ورته نه وربلل کېږي، حال دا چې د اختر ورځ باید د ښېګڼې او خوښۍ، د صله رحمۍ د عملي کولو، د فقیرانو او اړمنو د زړونو د خوشالولو او خپل دین ته د مسلمانانو د پابندۍ د څرګندولو ورځ وي؛ خو د رسنیو دا عمل په حقیقت کې له هغه څه نه د مسلمانانو د مخ اړولو لامل دی، چې د دنیا او آخرت په ګټه یې دي او هغه څه ته یې مخه کوي، چې په زیان یې دي، نو پر هر عاقل مسلمان لازمه ده، چې د اختر په ورځو کې له دې کارونو ډډه وکړي. په کار ده چې له الله تعالی نه په سرغړونه کې خوښي څرګنده نه کړو او له دې کارونو لرې اوسو. چې د الله تعالی د شریعت په چوکاټ کې وي، د مباح چارو ترسره کول خپلوانو ته ورتلل، د نویو جامو اغوستل، د ماشومانو لوبې او داسې نورې چارې هیڅ ستونزه نه لري.
همداراز، که مسلمان د اختر پر ورځ ځان په اسلامي آدابو سینګار کړي او د خوښۍ په حالت کې د الله تعالی هغسې اطاعت وکړي او حق یې وپېژني، لکه د سختۍ په حالت کې یې چې پېژني او اطاعت یې کوي، نو ثابتیږي چې په هر حال کې یې د الله تعالی بندګي کړې ده.
مبارکي:
د اختر له آدابو څخه یوه چاره دا ده، چې یو بل ته له مینې ډکې مبارکۍ پهکې ورکړل شي، چې خلک یې په خپلو کې په هر ډول الفاظو بیانوي؛ مثلاً: «تقبلالله منا و منكم». «الله دې زموږ او ستاسې نېک اعمال قبول کړي». یا (اختر مو مبارک شه)، (اللـه دې درباندې اختر په ایمان او برکت تېر کړي) یا د مبارکۍ د دې مباح عبارتونو په څېر چې په صحابه‌وو کې مشهور وو او همداراز د علم خاوندانو هغو ته رخصت ورکړی دی.
حافظ ابن حجر رحمه‎الله وايي: «په حسن اسنادو مو له جبیر بن نفیر څخه روایت کړی، چې هغه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب به چې کله له یو او بل سره مخامخ کېدل، نو ویل به یې: «تقبل الله منا ومنكم». «الله دې زموږ او ستاسې نېک اعمال قبول کړي».
کوچنی اختر د نورو ورځو په څېر نه ده، چې د یوه نوم په ټاکلو سره معنا شي. دا ورځ د یوې میاشتې پای او د یوې لارې پیل دی. د اوښکو او خنداګانو، د رحمتونو او انتظارنو، د بښنو او استغفارونو، د روژه‌ماتي د ښکلو شېبو، ښایسته پېشلمو او له خدای سره د مناجاتي شېبو پای دی او هغې لارې او فصل ته د ورستنېدو پیل دی، چې سړی په کې غوړيږي او خپل ورک شوی ځان په کې پیدا کوي. همدارزا، کوچنی اختر د معنوي ښکلاګانو اختر، د الهي زېرو اختر او د الله تعالی د مهربانیو غوره ورځ ده. د هر عبادت پای هغه اختر دی چې ورسره ښايي او رمضان د فطر په تمځای کې ثمر ته رسېږي او وزرونه کوي. رمضان د وصل فصل دی او فطر د وصال مېلمستون، که د لمانځه پای سلام دی او د حج پای قرباني او د اونۍ پای جمعه ده، د رمضان پای کوچنی اختر دی، هغه اختر چې په هغه کې د انساني وجود جوهر چمتو کېږي او په خاوره کې یې د توحید تخم کرل کېږي. فطر د اسلام تر ټولو خوندور اختر دی، چې د قافیې په څېر د عبادت د بیت په پای کې راوړل کېږي. رجب او شعبان د رمضان د هرکلي شپېته ورځې دي او کوچنی اختر په یواځې ځان د دغې ښکلې میاشت د بدرګې له عهدې وځي؛ نو دا چې رمضان لاړ او کوچنی اختر راغی، د دې تلو د خوارۍ په افسوس او د دې راتلو په خوښۍ کې د الله تعالی ثناخوان او شکرګزاره یو.
Previous Articleکوچنۍ اختر او فلسفه یې (لومړۍ برخه)
Next Article نشنلیزم (اتلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.