لیکوال: م. فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (اووه څلوېښتمه برخه)
د رسنیو فردي زیانونه
رسنۍ او مجازي فضا ډېرې ګټې او فایدې لري او ډېرې مثبتې کړنچارې لري؛ خو که په سمه توګه ونه کارول شي، خلکو او ټولنو ته ډېر زیانونه او تاوانونه رسوي. په بل عبارت، که رسنۍ په سمه توګه وکارول شي، نو په یو ښه فرصت به بدل شي او انسانانو او ټولنې ته به ډېرې ګټې ورسوي؛ خو که له رسنیو سره انفعالي چلند وشي او زیانونو ته یې پام ونه شي او په سمه توګه ترې کار وانه خیستل شي، نو دا یو ډېر جدي ګواښ ګڼل کېږي چې ډېر خطرناک به وي او د ټولنې او خلکو خوځښت به د سوکالۍ څخه منحرف کړي، او ټولنې او خلکو ته به خورا جدي زیان ورسوي.
د ډله ایزو رسنیو او مجازي فضا زیانونه په عمومي وېش کې په دوو برخو وېشل شوي دي:
-
فردي زیانونه؛
-
ټولنیز زیانونه.
په دې یادښت او ځینو راتلونکو یادښتونو کې به د رسنیو د ځینو مهمو فردي زیانونو په اړه خبرې وکړو. ډله ایزې رسنۍ او مجازي فضا کولی شي خلکو او لیدونکو ته جدي او خطرناک زیان ورسوي او دوی ته ډېر فزیکي، رواني او معنوي زیانونو ورسوي.
د ډله ایزو رسنیو او مجازي فضا ځینې فردي زیانونه په لاندې ډول دي:
-
رسني روږديتوب؛ د رسنیو یو ډېر زیانمن فردي زیان رسني روږديتوب دی. روږديتوب یا معتادي چې د ډېرو مادي او معنوي ستونزو يو لامل دى، يوازې د نشه يي توکو په بڼه نه راڅرګندېږي، بلکې بېلابېل ډولونه لري. یو یې د رسنیو روږديتوب دی. د ټولنیزو رسنیو او مجازي فضا څخه ناسم او ډېر کارول خلک روږدي کوي. کله چې انسان په یو څه روږد شي، د هغه ټولې هیلې، خوبونه، فکرونه او یادونه په هغه شی بدلیږي او د نورو شیانو، خلکو او اهدافو څخه غافل کیږي.
د رسنیو د روږدي کېدو ډولونه
الف: د رسنیو روږديتوب په مختلفو ډولونو وېشل شوی دی:
-
په تلویزیوني فلمونو او سریالونو باندې روږدیتوب؛
-
په کمپیوټري او ټلفني لوبو باندې روږیتوب؛
-
په انټرنیټي سایټونو او ټولنیزو شبکو کې د بې هدفه ګرځېدلو روږدیتوب؛
-
د مبتذل او کرغېړنو فلمونو او عکسونو لیدل. دا ډول اعتیاد ترټولو بد ډول دی او د ډېرې مادي او معنوي زیانونو لامل کیږي. له بده مرغه، دا ډول روږديتوب د رسنیو په چاپیریال کې خورا عام دی؛ په دې ډول چې ځینې څیړنې ښیي چې له 60٪ څخه ډېر انټرنیټ کاروونکي د غیر اخلاقي مسلو په لټه کې دي.
ب: د رسنیو د روږدي کېدو نښې
د رسنیو روږیتوب ډېرې نښې لري چې ترټولو مهم یې دا دي:
-
د سپوټ او فزیکي فعالیتونو د ترسره کولو کې بې میلي؛
-
دايمي ذهني او فکري بوختيا او په ژوند کې د مهمو دندو په ترسره کولو کې غفلت؛
-
د ټولو هغو کسانو د اعتراض په وړاندې دفاعي دریځ غوره کول چې یو کس د رسنیو د زیاتې کارونې باندي ملامتوي؛
-
رسنۍ په انسانانو کې «ډېروختي خوښي او وجد» رامینځته کوي.
-
د رسنیو په کارولو کې د وخت محاسبه د انسان له لاسه څخه وځي.
-
د استراحت اړین ساعتونه د رسنیو په کارولو کې تېرول؛
-
د لاسرسي په نه درلودلو کې غضب کول؛
۸. د کور او درسي کارونو پر ځای، خپل ډېر وخت له رسنیو سره تېرول؛
۹. د ملګرو او کورنۍ سره د وخت تېرولو په ځای له رسنیو سره وخت تېرول.
-
د مسؤلیتونو، ناآرامیو او خپګان څخه د تیښتې لپاره، رسنیو ته پناه وروړل.