لیکوال: عبدالله "اسحاقزهي"
سیکولریزم «په تقدیر د ایمان لرلو په مفهوم کې انحراف» (اته دېرشمه برخه)
د الله جل جلاله په قضا او قدر ایمان لرل تل د مسلمان انسان د ودې او پرمختګ لامل ګرځېدلی او په همدې عقیده یې ډېر لوی اختراعات او اکتشافات ترسره کړي و، خو په ځینو وختونو کې دا عقیده او تکیه او په قضا او قدر د ټولو سپارل، د مسلمانانو د وروسته پاتې والي، انزوا او د مادي پرمختګ له ډګرونو څخه د هغوی د شاتګ لامل شوه.
جرمنی مستشرق «پاول شمیت» (Paul Schmitt) لیکي: «د مسلمان طبیعت د الله تعالی ارادې ته تسلیمېدل او د هغه په قضا او تقدیر باندې رضایت او د هغه تعالی په وړاندې بشپړ خضوع ده، دا اطاعت دوه مختلفې اغیزې لرلې: د اسلام په لومړیو کې یې په جنګونو کې مهم رول ولوباوه؛ ځکه دا د مسلمانانو د پرله پسې او مسلسلو فتحو او بریاوو لامل و او د اسلامي لښکرو په منځ کې یې د سرښندنې، فداکارۍ او قربانۍ روحیه خپره کړه، خو په دې وروستيو وختونو کې د پڅتوب او سستۍ لامل شوی چې پر مسلمانانو یې خپل سیوری غوړولی او په پایله کې یې هغوی د انزوا او عزلت لوري ته هڅولي او د نړۍ له پېښو او پرېکړو څخه یې لرې کړي دي.»
سره له دې چې دا کس مؤمن نه دی، خو د سلف صالحینو او د نن ورځې مؤمنانو ترمنځ په قضا او قدر د ایمان په توپیر ښه پوه شوی دې. په دې لحاظ په قضا او قدر باندې ظاهري عقیده او د هغې په اړه ناسم تصور او انګېرنه باید د مسلمانانو د مادي او اکتشافي وروسته پاتې والي، بې کفایتۍ او ناکامۍ لامل نه شي.
۲- د یهودانو او صلیبیانو پلانونه؛
دوهمه وسیله چې په اسلامي نړۍ کې د سیکولریزم د خپرېدو او ودې سبب شوه، د مسلمانانو د قسم خوړلو دښمنانو یهودو او نصاراوو دقیق او طرحه شوي پلانونه او پروګرامونه وو. هغه دښمنان چې د تاریخ په اوږدو کې تل له مسلمانانو سره جنګېدلي او له هرې وسیلې او ځواک څخه یې د اسلام، مسلمانانو او اسلامي ټولنې د ځپلو لپاره کار اخیستی او په دې لاره کې یې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي.
د اسلام او مسلمانانو دغو دښمنانو په لومړي سر کې د مسلمانانو پر ضد صليبي جنګونه پيل او پلان کړل. دا جنګونه له مسلمانانو سره د اروپایانو د ژورې دښمنۍ ښکاره نښه وه؛ دغو جګړو د اروپا له وجودي فلسفې او د دې سیمې له سیاسي، ټولنیز او مدني جوړښت سره ژورې اړیکې درلودې، ځکه صلیبي جګړې په داسې وخت کې رامنځ ته شوې، چې اروپا په ماشومتوب کې وه او کلتوري ځانګړنې یې د ودې او جوړیدو په حال کې وې.
له همدې امله صلیبیانو وکړای شول چې د اروپایي ملت په شخصیت او باطن ژوره اغیزه پریږدي؛ په دې توګه هغه پراخ تعصب او جهالت چې دې جګړو په خپل وخت کې رامنځته کړل، د هغه څه سره به د پرتلې وړ نه وي چې اروپا په تیرو وختونو کې لیدلي او یا په راتلونکي کې به یې وګوري؛ د اروپا لویه وچه د پیوستون او خوځښت د څپې تر پوښښ لاندې راغله او له ټولو هیوادونو، ملتونو او مختلفو طبقو له پولو څخه تېر شو او د لومړي ځل لپاره اروپا په خپل منځ کې د نه بدلیدونکي اتحاد او یووالي احساس وکړ، خو دا وحدت او یووالی د اسلامي نړۍ په وړاندې و.
له همدې امله، پرته له مبالغې دا ادعا کېدی شي چې اروپا د صلیبي جګړو له روحیاتو څخه راژوندۍ شوه او د “لویدیځ تمدن” فکر او نظریه له دې دریڅې څخه سر را پورته کړ او په یوازیني هدف بدل شو چې د اروپا ټول ملتونه په برابره توګه د هغه د تحقق لپاره هڅې کولې او دا غربي تمدن د اسلام اصلي دښمن و.
د دغو صلیبي جګړو پایله له اندلس څخه په داسې ډول د اسلامي دولت له منځه وړل وو، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي، بیا اروپایانو ختیځو سیمو ته د څېړونکو او مخترعانو په بڼه د مختلفو لښکرو په لېږلو سره د دغه هېوادونو د ویجاړولو او د دیانت روحیې د له منځه وړلو لپاره پرله پسې هڅې وکړې؛ په داسې ډول چې لومړی کار چې انګریزانو په هند کې وکړ هغه د اسلامي شریعت لغوه کول وو، لومړی کار چې ناپلیون په مصر کې وکړ د اسلامي شریعت ځنډول او پر ځای یې د فرانسوي قانون نافذول وو، همدارنګه لومړی کار چې د یهودي- صلیبي پلانونو غلامانو په ترکیه کې ترسره کړ، د اسلامي شریعت له منځه وړل او بیا د ترکیې د دولت بې دینه کول وو.
دا ټول ددې ښکارندویي کوي چې د صلیبیانو د پوځي او فکري بریدونو اصلي هدف د ختیځ د خلکو د عقیدې بدلول وو چې مسلمانان یې لویه برخه وه او تر څو چې دغه هدف ترلاسه نه شي د دوی پرله پسې بریدونه به ونه دریږي او دوام به وکړي. «جان بیل رو» دې ته اشاره کوي او وايي: «په میلیونونو اروپایان د ختیځ په بندرونو کې پاتې شول، او د دوی اصلي دنده د ختیځ د باورونو بدلول وو، او دې موخې ته د رسیدو لپاره دوی باید ختیځ ویجاړ کړي.»
هغه په بل ځای کې ټینګار کوي: «د عثماني دولت ړنګیدل د هغه پراخ یرغل نښه وه چې اروپایانو د اسلامي دولت پر ضد پیل کړ، د فلپین له ټاپوګانو څخه نیولې د افریقا تر زړه پورې اروپایانو د مسلمانانو پر وړاندې خپله واکمني او ولکه پراخه کړه او د انسان د وجود په برخه کې یې خپل مفاهیم، مفکورې ، د ژوند طریقې، فکرونه، پلانونه او پروګرامونه خپاره او وتپل.
ادامه لري…