د انګلستان تر ټولو پخوانۍ جومات د شاه جهان جومات دی، چې وکینګ (د لندن په څنګ) کې موقعیت لري. جوماتونه او لمونځځایونه یوازې د عبادت مرکزونه نه دي؛ بلکې د اسلامي زدهکړو او د عربي ژبې د زده کړې ځایونه هم ګڼل کېږي. ځینې جوماتونه پراخ انتشاراتي او تبلیغاتي فعالیتونه لري او د اسلامي تعلماتو په اړه جزوې خپروي. دا فرهنګي او اخلاقي فعالیتونه دومره اغېزناک وو، چې ګراهام ټرنر—هغه څېړونکی چې د مسلمانانو د ټولنې په اړه یې تحقیق کړی—د خپل راپور په پای کې لیکي: “ای کاش، سپین پوستان هم مسلمانان وای.”
د کلیساګانو نهیلي شوې ښځې، چې ډېری یې انګلیسي، سکاتلینډي او وېلزي دي، اسلام ته جذبېږي او له مسلمانانو سره وادونه ترسره کوي. سربېره پر دې، ځینې انګلیسي څېړونکي او پوهان هم د اسلامي ښوونو له جذابیت څخه متأثر شوي او اسلام یې منلی دی.
د انګلستان حکومت مسلمانانو ته اجازه ورکړې، چې د رسمي زدهکړو تر څنګ، د اسلام دین هم تدریس کړي. د مسلمانو زدهکوونکو د والدینو د پرلپسې غوښتنو په پایله کې، د ښوونې او روزنې منقطوي ادارې(ډینشایر) اجازه ورکړه چې مسلمانې نجونې عادي حجاب وکاروي.
په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د رهبرانو مجلس تصویب کړه، چې له مخې یې باید د ټولو دولتي ښوونځیو زدهکوونکو په شمول، نیم میلیون مسلمانو زدهکوونکو هم د مسیحي تعلماتو په سهارنيو مذهبي مراسمو او ټولګیو کې ګډون کړی وای. خو د مسلمانانو د شدید مخالفت او اعتراض له امله، حکومت بېرته په شا شو، او د ښوونې او روزنې وزیر اعلان وکړ چې: “مسلمان زدهکوونکي کولای شي په دې مراسمو کې ګډون ونکړي.”
په انګلستان کې د مسلمانانو ټولنه منظمې تشکیلاتي ادارې لري، چې تر ټولو مهمه یې د انګلستان د مسلمانانو سازمانونو اتحادیه (U.M.O) ده. دا اتحادیه له ۱۰۲ اسلامي سازمانونو او ټولنو څخه جوړه شوې ده. همداراز، د لندن اسلامي مؤسسه د ۱۹۷۰م لسیزې په جریان کې، د ډاکټر کلیم صدیقي او یو شمېر نورو مسلمان پوهانو په هڅو، د انګلستان په مرکز کې تأسیس شو. دا مؤسسه د مسلمان اقلیت د اسلامي موضوعاتو او ټولنیزو مسایلو د څیړلو په موخه جزوات خپروي، او د مسلمانې ټولنې د انسجام په برخه کې مهم رول لوبوي.
مسلمانان په انګلستان کې له ډېرو ستونزو او فشارونو سره مخ دي. سره له دې چې له ۲۵۰ څخه زیات مذهبي سازمانونه لري، خو اسلام لا هم د دې هېواد له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی. حتی د دولت له لوري په اسلامي بڼه د وادونو ترسره کول هم نه تأییدیږي. دې وضعیت د مسلمانانو لپاره اقتصادي، کلتوري، او ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې دي. خو د پام وړ خبره دا ده چې د مسلمانانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی، د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال، د مسلمانانو ټول نفوس ۵۰٬۰۰۰ تنه و، خو نن ورځ پنځوس برابره زیات شوی دی.
په انګلستان کې د مسلمانانو لومړۍ ټولنه یمني مهاجرین وو، چې د عدن له سیمې راغلي وو. دوی تر ډېره د کاردیف او کاونتګلمورګان ښارونو کې مېشت شول. د انګلستان اکثره مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي، او ۴۰٪ یې په لندن کې ژوند کوي. مسلمانان له حکومت څخه هیله لري، د یهودي او کاتولیک مذهبي ښوونځیو د ملاتړ په څېر له اسلامي ښوونځيیو هم ملاتړ وکړي. خو انګلیسي سیاستوال د مسلمانانو پر وړاندې له خصمانه دریځه کار اخلي، او ددې اقدام مخه نیسي.