لیکوال: عبیدالله نورزهي
اسلام په اروپا کې (دیارلسمه برخه)
لویدیځه او منځنۍ اروپا
په هغه وخت کې چې لویدیځه اروپا د منځنیو پیړیو په تیارو او خرافاتو کې سوځیده او هر ډول فکر او نوښت د کلیسا لخوا غندل او ځپل کیده، اسلامي نړۍ د علمي او کلتوري پرمختګ په اوج کې وه. په دې دوره کې د اشبیلیه، طلیطله او قرطبې پوهنتونونه د مهمو علمي او کلتوري مرکزونو په توګه پیژندل کیدل او د اروپا له ګوټ ګوټ څخه به ډیری ځوانان د زده کړو لپاره دې مرکزونو ته ورتلل.[1]
که څه هم اسلام د علمي پرمختګونو ترڅنګ د اخلاقو او انساني اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول درلود، خو اروپایانو وروسته له هغې چې د منځنیو پیړیو له تیارو ووتل او پرمختګ ته ورسیدل، اسلام یې د خپلو موخو پر وړاندې خنډ وباله. له همدې امله یې د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره یو شمېر اقدامات ترسره کړل؛ لکه د اندلس تجزیه کول، په هغو سیمو کې د مسلمانانو ځپل او پر عثماني دولت حمله کول.
په وروستیو دورو کې اروپایي استعمارګرو طبیعي سرچینو او نوو بازارونو د لاسرسي د پیدا کولو په پلمه اسلامي خاورې اشغال کړې. هغوی د اسلامي کلتور او هویت په له منځه وړلو سره هڅه وکړه چې د اسلامي سنتونو پر ځای خپل مادي او مصرفيمحوره ارزښتونه حاکم کړي.
د «روژه دو پاسکیه» په وینا: «په ډېرو مسلمانو هېوادونو کې د اروپایي ځواکونو استعماري تسلط له بېساري تاوتریخوالي سره مل و. دې یرغل د صلیبي جګړو یا د مغولو د بریدونو برعکس، نه یوازې فزیکي بڼه درلوده بلکې د مدرن تمدن د غولوونکو افکارو په کارولو سره د اسلامي کلتور او هویت ژورو ته ننوت. په تېر کې د اسلام دښمنانو بدنونه په بند کې اچول، نن ورځ یې روحونه او فکرونه د بریدونو اصلي اهداف ګرځولې دي.»[2]
د اسلامي هېوادونو پر ضد د مستقیم استعمار د دورې له پای ته رسېدو وروسته هم لویدیځ د اسلام په وړاندې له خپلې دښمنۍ څخه لاس وانخیست. دوی له اسلام سره دښمنۍ ته بله بڼه وکړه او د کلتوري یرغل، په مسلمان مېشتو سیمو کې د کړکېچونو رامنځته کول او د اسلامي هېوادونو پر سیاستونو د غیر مستقیم کنټرول له لارې یې خپله دوښمني جاري وساتله. د دې اقداماتو اصلي موخه دا وه چې مسلمانان له خپلو اسلامي ارزښتونو څخه لرې کړي او د دین او سیاست د جلاوالي کلتور خپور کړي، ترڅو لویدیځ وکولای شي پرته له دې چې اسلامي خاوره کې مستقیم حضور ولري، د هغوی سرچینې او زېرمې لوټ کړای شي.
لویدیځ د قومپالنې او نژادپرستۍ د خپرولو، د تفرقې د را منځته کولو، له لاسپوڅو دولتونو څخه د ملاتړ او له یهودو سره د اړیکو د ټینګاولو له لارې هڅه وکړه چې اسلامي کلتور او تمدن کمزوری کړي. د دوی د نورو لارو چارو له جملې څخه یوه دا وه چې اسلام له سیاسي او کلتوري معادلو څخه لرې کړي، د جغرافیایي سیمو اسلامي نومونه بدل کړي، په رسمي احصایو کې د مسلمانانو شمېر کمرنګه وښيي، اسلامي دودونه لکه حجاب بدل او اسلامي ارزښتونه د ارتجاع او زوړپالنې په نومونو سره تخریب کړي. همدارنګه هغوی هڅه وکړه چې د قرآن کریم له ژبې سره مبارزې وکړي او د قران کریم د ژبې پر ځای نورې ژبې رایج کړي ترڅو قرآني کلتور کمزوری کړي. دا ډول اقدامات، چې د لویدیځ له ژورې کینې څخه یې سرچینه اخیسته، په دې موخه ترسره کیدل چې اسلام په اوږد مهال کې له نړیوالو معادلو څخه حذف کړي.
له دې ټولو هڅو سره سره، لویدیځ ونشو کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي. اسلام لا هم ژوندی، متحرک او په پراخېدو دی، او ورځ تر بلې یې د نړیوالو لپاره حقیقت څرګندیږي. لکه څنګه چې «روژه دو پاسکیه» وایي: «اسلام، د الهي وحې وروستی راپور ورکوونکی، لا هم په پراخېدو دی او په دې تیاره عصر کې شاوخوا خپلې رڼاګانې خپروي. دا تلپاتې دین به د الهي رحمت په توګه ددې نړۍ تر پای پورې د بشریت لپاره د لاسرسي وړ وي.»[3]
متحد آلمان
د ختیځ بلاک د بنسټیزو بدلونونو په تعقیب سره د ۱۳۶۹ کال د تلې په ۱۱مه (د ۱۹۹۰ کال د اکټوبر ۳مه)، د آلمان دواړه ختیځه او لویدیځه برخې له ۴۵ کلونو جلاوالي وروسته بېرته سره یوځای شوې او یو واحد هېواد یې رامنځته کړ. نن ورځ آلمان ۳۵۷,۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت او له ۷۸ میلیونو څخه زیات نفوس لري، چې ۸۲ سلنه یې په ښاري سیمو کې مېشت دي.
په آلمان کې د مسلمانانو د لومړنۍ استوګنې مخینه، اتلسمه پیړۍ کې د پروس او عثماني دولت ترمنځ د سیاسي هیئتونو تبادلې ته ورګرځي. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸ میلادي) پر مهال عثماني دولت د آلمان په ملاتړ جګړې ته داخل شو. که څه هم دا اتحاد ناکام شو، خو په آلمان کې یې له اسلامي پراختیا سره مرسته وکړه.
کله چې آلمان په دوو برخو (ختیځ او لویدیځ) ووېشل شو نو د سوسیالیستي هېوادونو ډېریو مسلمانان د آلمان لویدیځ ته پناه یووړه. همدا ډول په ۱۹۵۵ میلاديکال کې آلمان ته د ترکي مسلمانانو پراخې کډوالۍ د مسلمانانو د نفوس په زیاتوالي کې مهم رول ولوباوه.
ترکي کارګرانو په آلمان کې د ټیټې کچې کارونه غوره کړل او د فرانکفورت ښار ۹۵ سلنه پاکوونکي ترکان وو.
د ترکیې دولت له دې امله چې په آلمان کې د ترکانو له کار کولو څخه ګټه ورسیده هلته یې د خپلو مسلمانو اتباعو پر وړاندې د ترسره کیدونکي سپکاویو او توهینونو په وړاندې ځانګړی غبرګون ونه ښود. کله چې آلمان خپلو اقتصادي او کلتوري موخو ته ورسید، له ۱۹۷۹ کال څخه وروسته یې د نورو ترکانو د راتګ مخنیوی وکړ او هغه کسان چې المان کې مېشت وو، بېرته یې خپل ته ستنېدو ته هڅول.
ترکان، چې د آلمان شاوخوا ۱.۵ میلیونه نفوس جوړوي، د دې هېواد د مسلمانانو اکثریت دي. د دوی ترڅنګ، شاوخوا ۴۰۰,۰۰۰ عربان، ۱۰۰,۰۰۰ د پخواني یوګوسلاویا مسلمانان، او د ځینو نورو ملیتونو مسلمانان په آلمان کې ژوند کوي. د مسلمانانو تر ټولو زیات تمرکز د «بایرن»، «رنانیا»، «وستفالي»، او «بادن-وورتمبرګ» سیمو باندې دی.
نن ورځ، د آلمان د مسلمانانو شمېر له ۲.۵ میلیونو څخه زیات اټکل شوی دی. خو بیا هم مسلمانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ددې ټولو ستونزو په سر کې یې د دولت له لوري د مسلمانانو په رسمیت نه پېژندل دي. د بېلګې په توګه، په ۱۹۸۸ کال کې، آلماني چارواکو د کلن اسلامي ښوونځی، چې د شیخ کمالالدین قبلان تر څارنې لاندې و، وتاړه. همدارنګه، د بُن ښار محکمې د مسلمانانو د یوازینۍ لمونځخانې د تخلیې امر صادر کړ، چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې په کرایه اخیستل شوې وه. دا کړنې د هغو فشارونو نمونه ده چې لا هم په آلمان کې مسلمانان ترې کړیږي.[4]
ادامه لري…
[1] مصطفی زماني، اسلام و تمدن جدید، مخ ۷۶.
[2] روژه دو پاسکیه، ژباړه او لیک: دکتر حسن حبیبي، اسلام و بحران عصر ما، مخ ٦٤.
[3] روژه دو پاسکیه، ژباړه او لیک: دکتر حسن حبیبي، اسلام و بحران عصر ما، ج ۲، مخ ۱۳۵-۱۳۶.
[4] عبدالهادي حائري، بررسی وضعیت مسلمانان در کشورهای غیر اسلامی، مخ ۵۶۳.