Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»بدعت او دقیقه مانا یې (درېیمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _5 _مارچ _2025AH 5-3-2025AD

بدعت او دقیقه مانا یې (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شعیب احمد غزنوي

بدعت او دقیقه مانا یې (درېیمه برخه)

په هغه څه کې کموالی او زیاتوالی راوستل چې په شریعت کې مشخص شوي دي:
په هغو عباداتو کې کموالی رامنځته کول چې د شریعت له لوري يې حد او حدود ټاکل شوي دي، حرام دي او بدعت ګڼل کېږي؛ ځکه دا کار همدغو عباداتو ته زیان اړوي او فاسدوي یې. لکه: د لمانځه د رکعاتونو شمېر کمول، د روژې د ورځو کمول، د طواف د دورو شمېر، د شیطان د رجم شمېر، د زکات د مقدار او د هغې د نصابونو سره لوبې کول، يا د عباداتو له ارکانو څخه يو رکن کمول او دې ته ورته نور.
خو په عبادت کې زیاتوالی راوستل په دوو برخو وېشل کېږي: متصل او منفصل. په بل عبارت، دا زیاتوالی يا د عبادت د اجزاوو زیاتول دي او يا د عبادت د ترسره کولو  زیاتول.
متصل زیاتوالی يا د عبادت د اجزاوو زیاتول:
د عبادت په اجزاوو کې زیاتوالی بدعت دی. لکه: د رکوع او سجدې زیاتول يا په قصدي ډول يو بشپړ رکعت زیاتول، يا په اذان کې داسې الفاظ زیاتول چې د هغې نظم، لحن او سبک ته زیان رسوي، لکه د اذان په صيغه کې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له نوم څخه مخکې د «سیدنا» زیاتول، ځکه دا د اذان په لحن او سبک کې خلل رامنځته کوي. خو که د «سیدنا» زیاتول خلل نه رامنځته کوي او يا د عبادت د بشپړولو او د نقص د لرې کولو په نيت نه وي، بلکې يوازې د ادب او احترام په خاطر وي، لکه په دعای ابراهيمي کې يې زیاتول[1]، نو مانع نه لري او بدعت نه ګڼل کېږي.
منفصل زیاتوالی يا په زیاته شمېر سره د عبادت ترسره کول:
دا ډول زیاتوالی په دوو ډولونو ویشل شوی دی: يا له هغې څخه منع شوې ده او يا منع نه ده ترې شوې. که له هغې څخه منع شوې وي، ترسره کول يې بدعت دی، لکه د سهار او مازديګر د لمانځه وروسته مستحبي لمونځ؛ ځکه دا داسې مانا لري لکه يو لمونځ مو چې وضع کړی وي او پرته له شرعي دليل څخه مو واجب کړی وي.
او که منع نه وي ترې شوي؛ نو که يو مسلمان دا کار په دې نیت ترسره کړي چې دا عبادت ناقص دی او غواړي بشپړ یې کړي، نو په دې صورت کې بدعت دی او حرام دی. خو که د دې نيت له مخې يې ترسره کړي چې دا يو خپلواک عبادت دی او شریعت په عمومي توګه جايز ګڼلی دی، نو په دې صورت کې یې له عبادت څخه مخکې يا وروسته ترسره کول مانع نه لري، خو په دې شرط چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته به یې نه منسوبوي او داسې به نه وي چې دا کار رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړی دی. لکه دا چې يو څوک د فقيرانو د ګټې په خاطر د زکات له ټاکل شوي مقدار څخه زياتې پيسې ورکړي، يا له واجب لمانځه وروسته د استحباب (نافله) په نيت دوه رکعته لمونځ ترسره کړي، په دې شرط چې د کراهت وخت به نه وي (لکه د سهار يا مازديګر له لمانځه وروسته نه وي)، يا د «اللهم أنتَ السلامُ و مِنكَ السلامُ تبارَكْتَ و تعالیتَ يا ذا الجلال و الإكرام» له دعا وروسته پر رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم باندې درود ویل زیات کړي، يا له هغې مقدار څخه زياتې دعاګانې او اذکار ووايي چې روايت شوې دي، او يا د حج له واجب طواف وروسته مستحبي طواف ترسره کول. او يا هغه څه چې له اذان نه مخکې او وروسته، په دې موخه ویل کیږي چې لمونځ کوونکي د لمانځه وخت له رانیږدې کېدو څخه خبر کړي (لکه: عَجِّلوا بِالصَّلواة ).
د بدعت په اړه د علماء وو اقوال او نظرونه:
هغه څه چې د بدعت په تعريف کې مو  وويل چې د گمراهی لامل ګرځي، د مخکښو علماء وو خبرې يې تائيدوي. هغه عالمان چې د اسلامي سلیقې او مزاج د توپیر او اختلاف سربېره هم د اسلامي امت لپاره د اعتبار وړ دي. د بدعت په اړه د ځینو علماء وو اقوال او نظرونه په لاندې ډول دي:
۱. امام محمد غزالي (رحمه‌الله):
امام غزالي په خپل کتاب «إحياء علوم الدين» کې د لرګینو وسیلو په مرسته د خوراک له بحث وروسته وايي: که څه هم موږ وويل چې د سفرې تر څنګ خوراک غوره دی، خو دا نه وايو چې په بلې طریقې سره خوراک منع دی؛ نه تحريمي منع (حرام) او نه هم کراهتي منع (مکروه)، ځکه ددې ممنوعیت نه دی ثابت شوی. او دا چې وايي: دا کار له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه وروسته رامنځته شوی دی؛ موږ وايو: له هر بدعت څخه منع نه ده شوې، بلکې له هغه بدعت څخه منع شوې ده چې له ثابت سنت سره په ټکر کې وي؛ يا د شريعت هغه حکم رد کړي چې د حکم علت یې لا هم شته وي. حتی ځینې وخت کله چې د حکم علت بدل شي په شریعت کې ابداع واجب ګرځي[2]؛ په داسې حال کې چې د خوراک په برخه کې د خوړو له را پورته کولو او اسانتيا پرته بل څه نشته[3].
۲. امام ابن تيميه (رحمه‌الله):
امام ابن تيميه په خپل کتاب «منهاج السنة النبويّة» کې لیکي کله چې صحابه کرامو (رضي‌الله‌عنهم) په يوه جماعت کې د ابي بن کعب په امامت سره د تراويحو لمانځه ترسره کړ نو حضرت عمر (رضي‌الله‌عنه) وويل: «دا څومره ښه بدعت دی».ابن تيميه وویل: ځکه (د تراويح په لمانځه کې) دا ډول عمومي راټولېدنه له دې مخکې رواج نه وه، نو له دې امله حضرت عمر دا کار بدعت ونوماوه؛ ځکه د بدعت د لغت له مخې هر هغه څه ته چې بې مخينې پيل شي بدعت ويل کېږي: او البته دا ډول بدعت، شرعي بدعت نه دی؛ لکه د هغه څه خوښول چې الله تعالی یې نه خوښوي؛ او د هغه څه واجب کول چې الله تعالی نه دي واجب کړي؛ او د هغه څه حرامول چې الله تعالی نه دي حرام کړي. نو په شرعي بدعت کې دا اړينه ده چې د فعل له ترسره کولو سره يوه عقيده هم مل وي هغسې عقیده چې له شریعت سره په ټکر کې وي؛ له دې پرته که یو څوک حرام عمل ترسره کړي او عقيده يې دا وي چې حرام دی، داسې نه وایي چې بدعت یې ترسره کړی دی[4].
۳. ابن حَجَر عَسْقلاني (رحمه‌الله):
ابن حَجَر عَسْقلاني (رحمه‌الله) په خپل کتاب «فتح الباري شرح صحيح بخاري» کې د حضرت عمر (رضي‌الله‌عنه) د هغه قول (چې په جماعت سره د تراويحو د ترسره کولو په وخت یې وویل) « دا څومره ښه بدعت دی» تشريح کوي، او وایي: بدعت په اصل کې د هغه کار ترسره کول دي چې په تېر کې يې ورته مثال نه وي. خو په شرع کې هغه څه ته بدعت ويل کېږي چې د سنت په مخالفت کې واقع شي؛ چې دا يو مذموم او ناوړه کار دی. او حقيقت دا دی چې هر هغه بدعت او نوښت چې د شریعت له اړخه پسنديده او مقبول ښکاره شي، نو بدعت حسنه ګڼل کېږي؛ او هغسې بدعت او نوښت چې د شریعت له اړخه ناپسند او مردود واوسي، نو سيئه او قبيح بدعت دی؛ له دې پرته د مباحو په ډله کې شمېرل کېږي، هغه څه چې (ترسره کول او نه کول يې يو شان دي). او کله ناکله بدعت هم په پنځو احکامو وېشل کېږي (حلال، حرام، مکروه، مندوب او مباح[5]).
دوام لري…

 

[1] سوره بقره،  آیه: ۱۱۷.

[2] دا حديث ابوداود او ترمذي روايت کړی او ويلي يې دي چې صحيح او حسن دی، وګورئ: رياض الصالحين، د سنت د ساتنې باب

[3] صحیح مسلم،  باب مَن سَنَّ سَنَةً حسنةً، مخ: ۷۶

[4] صحیح مسلم،  باب نهی عن البدعة، مخ: ۱۶۰.

[5]همان.

Previous Articleاسلام په اروپا کې (دیارلسمه برخه)
Next Article الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اتلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (څوارلسمه برخه)

یکشنبه _11 _مې _2025AH 11-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اتمه برخه)

شنبه _10 _مې _2025AH 10-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.