Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د ورځنې تحلیل»اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)
د ورځنې تحلیل پنجشنبه _13 _مارچ _2025AH 13-3-2025AD

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

اتریش
د اتریش جمهوریت چې د ۸۳,۸۵۳ کیلومتره مربع مساحت لري، په مرکزي اروپا کې موقعیت لري او له سمندر څخه لرې دی. مرکز یې د ویانا ښار دی، ۹ ایالتونو لري او د ۵.۷ میلیونو څخه زیات نفوس پکې اوسیږي. د دې هېواد د خلکو نسل آریایي دی او په جرمن ښاخ پورې اړه لري.
د عثماني اسلامي دولت د واکمنۍ په دوران کې، اتریش د عثمانیانو پر وړاندې سختې جګړې تنظیم کړې او د شپاړسمې پیړۍ په اوږدو کې د اروپا پر لور د مسلمانو ځواکونو د پرمختګ په وړاندې خنډ وګرځېد؛ خو په ۱۹۱۴م کال کې، کله چې د اتریش ولیعهد په سارایوو (د بوسنیا او هرزګوینا مرکز) کې د یوه صربي محصل لخوا ووژل شو، دا هېواد د جرمني په ملاتړ له صربیا سره جګړې ته داخل شو. عثماني دولت هم د دې اتحاد په ملاتړ جګړې ته ننوت او په دې توګه لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه. که څه هم د دې جګړې په پیل کې بریا له متحدینو سره وه، خو په پای کې یې ماتې پیل شوې، اتریش په څو برخو وویشل شو او عثماني امپراتوري هم له تجزیې سره مخ شوه.
په اتریش کې د ۱۵۰,۰۰۰ مسلمانانو اکثریت ترکي، یوګوسلاویایي او مصري مهاجرین جوړوي. د اتریش دولت د اسلام دین په رسمیت پیژاني او د دې هېواد د تلویزیون لومړی چینل په اونۍ کې یو ځل د «اسلام غږ» تر نامه لاندې یو پروګرام خپروي. د دې هېواد د مسلمانانو د اقلیت مشر هم د مذهبي مراسمو او د کوچني او لوی اختر په څېر د اسلامي اخترونو په مناسبت د تلویزیون له لارې خپل پیغامونه خپروي.
د مسلمانانو د راټولېدو تر ټولو مهم مرکز د ویانا ښار دی. مسلمانان په نورنبرګ یندر، ستررایش، اوبرا، ګراتس، زالتسبورګ او کلاګن‌فورت ایالتونو کې هم په اکثریت کې دي.
سوئیس
د سویس فدرالي جمهوریت د ۴۱,۲۹۳ کیلومتره مربع مساحت لري او په مرکزي اروپا کې له آزاد سمندر څخه لرې پروت دی. د دې حکومت مرکز برن ښار، له ۲۶ ایالتونو څخه جوړ دی او له ۵.۶ میلیونو څخه زیات نفوس لري. دا هېواد د جرمني، فرانسوي، ایټالوي، رومانیایي او مجاري نسلونو ترکیب دی او ۶۵٪ خلک یې په جرمني ژبه خبرې کوي. د دې هېواد د نفوس اکثریت د کاتولیک مذهب پیروان دي او مذهبي اقلیتونه یې پروتستان او مسلمانان دي.
مسلمانانو په ۸۹۱ هـ.ق کال کې، د کښتۍ په واسطه د پرووانس ایالت، ترویز خلیج ته ولاړل او هلته یې پر ځایي اوسیدونکو تسلط وموند. هغوی د «موروس» مشهور غر د خپل پناهځای په توګه غوره کړ چې وروسته دا سیمه د «فراکسینوم» په نوم مشهوره شوه. په تدریج سره، د «پو» او «رن» سیندونو ترمنځ ښارونه د مسلمانانو د جګړې په میدان بدل شول. په ۹۲۱م کال کې مسلمانو فاتحینو د سویس «سان برنارد» ستراتیژیکې لارې ته لاسرسی وموند او په ۹۴۵م کال کې یې د «سان موریس» دیر د اور خوراک کړ. په ۹۵۴م کال کې، له یوې خوا مجارانو او له بلې خوا مسلمانانو پر دې هېواد برید وکړ چې په پایله کې یې مسلمانان وتوانیدل چې د سویس د آلپ لارې تر خپل تسلط لاندې راولي.[]
د سویس د مسلمانانو شمېر د تېرې پېړۍ په اخېره ربع کې د پام وړ زیات شوی دی. په ۱۹۶۰م کال کې په سویس کې یوازې ۳,۰۰۰ مسلمانان اوسېدل؛ دا شمېر په ۱۹۷۱م کال کې لس برابره او په ۱۹۸۱م کال کې ۲۵ برابرو ته ورسېد. نن ورځ د مسلمانانو نفوس ۱۰۰,۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د سویس هېواد شاوخوا ۲۰٪ مسلمانان د دې هېواد اصلي اوسیدونکي دي. لومړنۍ مسلمانې ډلې ترکان وو، وروسته اسلاو، عرب او افریقایي نسلونه هم پکې مېشت شول.
د غور وړ مسئله دا ده چې د سویس دولت د مسلمانانو ریښتیني احصایې خپرې نه کړې او د ډېرو مسلمانو هغو کارګرو نومونه چې په فابریکو کې کار کوي، په رسمي ډول نه ثبت کیږي. همدارنګه، د سویس اصلي مسلمانان د تبلیغاتي فشارونو له امله خپل دین له نورو پټوي.[]
بلژیک
بلژیک د اروپا په شمال لودیځ او د شمالي سمندر په جنوب کې موقعیت لري. دا هېواد ۳۰,۵۱۸ کیلومترمربع پراخوالی لري، له ۹ ولایتونو څخه تشکیل شوی او مرکز یې د بروکسل ښار دی.
بلژیک ۵.۹ میلیونه نفوس لري چې له دوو نژادو فلاماند (آلماني ژبه او رېښه) او والون (فرانسوي ژبه او ریښه) جوړ ‌شوی دی. د دې هېواد ۹۰٪ وګړي کاتولیک مذهبه او پاتې نور یې پروتستانت، مسلمانان او یهودیان دي.
دې خاورې ته د مسلمانانو لومړنۍ مهاجرت د بالکان له شبه‌جزیرې څخه په تېره بیا له آلبانیا څخه ترسره شو. دا ډول مهاجرتونه عموماَ له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شول. ترکي او وروسته د شمالي آفریقا مهاجرینو د دې هېواد د مسلمانانو په شمېر کې زیاتولی راوست دی.
په ۱۹۸۱م کال کې په بلژیک کې د مسلمانو شمېر ۱۲۰,۰۰۰ کسانو ته ورسید او نن ورځ هغلته د مسلمانانو شمېر له ۵۰۰,۰۰۰ کسانو څخه اوړي.
بلژیک په ۱۹۷۴م کال کې اسلام د رسمي دین په توګه په رسمیت وپېژانده، او له هغې وروسته مسلمانان په ټولنیزو، اداري او فرهنګي برخو کې له ګڼو مالي اسانتیاوو څخه برخمن شول.
هلنډ
هلنډ هېواد د شمالي سمندر په غاړه د دوو هېوادونو (آلمان او بلژیک) تر منځ موقعیت لري. دا هېواد د اروپا تر ټولو د کمې ارتفاع لروونکی هېواد دی؛ تر دې چې یواځې ۲۵٪ مساحت یې د سمندر تر ټولو ښکته سطحه کې موقعیت لري. د هلنډ خلکو د بندونو او نورو استحکامات په جوړولو سره نه یوازې د اوبو مخنیوی کړی، بلکې د سمندر پر لور یې هم پرمختګ کړی دی. د دې هېواد مساحت ۴۱,۸۳۶ کیلومتره مربع او نفوس یې ۱۴.۵ میلیونه کسان دي. د هلنډ خلک سپین پوستي دي او د جرمن له قبیلې څخه دي. ۴۰٪ وګړي یې کاتولیک او ۳۵٪ نور یې پروتستان دي.
مسلمانان له هلنډ هېواد څخه ډېره ترخه خاطره لري، ځکه چې د اندونزیا هېواد چې د نړۍ د مسلمانانو تر ټولو لوی هېواد دی او تر هلنډ ۵۰ برابره زیات پراخوالی لري، د ۳۵۳ کالونو لپاره د دې هېواد تر استعمار لاندې ؤ. هلنډیانو په دې اوږده موده کې د اندونیزیا د زېرمو د چور کولو ترڅنګ هڅه وکړه چې د کلتوري تیري، د مسیحیت د تبلغاتو او ځینې وخت د ځپلو له لارې د اندونیزیا مسلمانان له اسلام څخه لرې وساتي. که څه هم دا ډول اقداماتو منفي تأثیرات له ځانه سره درلودل، خو د اندونیزیا خلکو نه یوازې خپل اسلام وساته، بلکې له اسلام څخه یې د تیري کوونکو په مقابل کې د یووالي د عامل په توګه ګټه پورته کړه. په اندونیزیا کې د اسلامي اصلاح غوښتنې غورځنګ د شلمې پیړۍ په لومړیو کې رامنځته شو او د هلنډیانو له واک وروسته پای ته ورسېد.
د هالنډ له لورې د اندونیزیا او سورینام د مستعمره کولو په دوره کې مسلمان مهاجرین دې هېواد ته کډه شول. د هالنډ د ۵۰۰،۰۰۰ مسلمانو اوسیدونکو له ډلې زیاتره یې د ترکیې، سورینام، تونس، پاکستان، اندونیزیا، مراکش او پخواني یوګوسلاویا مهاجرین دي. مسلمانانو ته د هالنډ حکومت په مرکز کې د پام وړ تواجه کېږي او ډېری یې په فابریکو کې په کار کولو بوخت دي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې په دې هېواد کې کاري ځواک کم شو نو له منځني ختیځ او شمالي افریقا څخه کارګران ورته راغلل او د ۱۹۷۰ لسیزې په اوږدو کې په دې هېواد کې د بهرنیو کارګرانو لومړی نسل میشت شو.
په هالنډ کې لومړنۍ جومات په ۱۹۵۵ کال کې د اندونیزیایي مهاجرینو لخوا د «بالک» په نوم یوه کوچني ښارګوټي کې جوړ شو. سربېره پر دې، ترکي مسلمانانو د هالنډي موحدانو په همکارۍ په ۱۹۷۵ کال کې د آلملو ښار کې یو جومات جوړ کړ. په همدې کال کې د هالنډ اسلامي سازمانونه سره یوځای شول او د «هالنډ اسلامي اتحادیه» یې رامنځته کړه.
که څه هم د هالنډ دولت لا تر اوسه د دې هېواد مسلمانه ټولنه په رسمیت نه ده پیژندلې، خو هغه ودونه چې د اسلامي قوانینو پر اساس ترسره کیږي، رسمي بڼه لري. همدارنګه، په دولتي ښوونځیو کې، دیني زده‌کړې د مسلمانو ښوونکو لخوا ورکول کیږي. په هالنډ کې د مسلمانانو د نفوس زیاتوالی د دې هېواد د عیسویانو اندېښنې راپارولې دي. د هالنډ ځینې کلیو کې یو یا دوه جوماتونه شته، خو کلیساګانې نه لري، او حتی پخوانۍ کلیساګانې په جوماتونو بدلې شوې دي.
د مسلمانانو د فشار له امله، په دولتي روغتونونو کې ځینې خونې د لمانځه لپاره ځانګړې شوې دي. په هالنډ کې خپرېدونکې مجلې «د نن مسیحیت» د دې بدلونونو په غبرګون کې لیکلي دي: «اوس ددې وخت رارسېدلی چې عیسویان، مخکې له دې چې کلیساګانې یې په جوماتونو بدلې شي، را وړاندې شي او انجیل په لاس کې واخلي!»
دوام لري…
Previous Articleشيبې له روژې سره (دولسمه برخه)
Next Article د امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _9 _اپریل _2025AH 9-4-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (دیارلسمه برخه)

چهارشنبه _5 _مارچ _2025AH 5-3-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD1 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.