اهل سنت او جماعت د «اعمالو د وزن» لپاره د قرآن، سنت او د علماو د اقوال څخه استدلال کوي، چې لاندې هر یو په جلا ډول ذکر کوو:
د قرآن کریم آیات
الله تعالی فرمایي: «والوزن یومئذ الحق فمن ثقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ومن خفت موازینه فأولئک الذین خسروا أنفسهم بما کانوا بآیاتنا یظلمون» ژباړه: «په هغه ورځ د اعمالو وزن کول حق دي، نو هغه کسان چې د نېکو اعمالو پَلَه یې درنه وي هغه بریالي دي، او هر څوک چې د نېکو اعمالو پَلَه يې سپکه وي هغه به تاواني شي، او هغو زموږ د آیاتو د انکار لپاره په ځانونو ظلم وکړ.»
او په بل ځای کې فرمایي: «ونضع الموازین القسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا وإن کان مثقال حبة من خردل أتینا بها وکفی بنا حاسبین» ژباړه: «او د قیامت په ورځ به یو سم ترازو په منځ کې کښېږدو، بیا به هیڅوک ظلم ونه ویني که څه هم خردل(سپيلني دانې) په څېر وي. هغه به موږ ورمخې ته کړو او د حساب کولو لپاره موږ کافي یو.»
په بل ځای کې فرمایي: «فمن ثقلت موازينه فأؤلئك هم المفلحون ومن خفت موازينه فأؤلئك الذين خسروا أنفسهم في جهنم خالدون»؛ ژباړه: “د هغو کسانو چې د [نېکیو] پَلې یې درنې وي، هماغوی به بریالي وي، او هغه کسان چې د [نېکیو] پَلې یې سپکې وي، همهغه کسان دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او په دوزخ کې به تل وي.”
دا آيتونه او دې ته ورته آيتونه د قيامت په ورځ د اندازه کولو ثبوت په واضح او څرګند ډول بيانوي، په دې آيتونو کې خداى سبحانه و تعالی د اندازې دروند او سپک بيان کړى دى او دا يې هم ويلي دي چې دا ترازو د انصاف ترازو دی. د چا ترازو چې دروند وي هغه به نېکمرغي او نجات ته ورسيږي او د چا د ترازو چې سپک وي هغه به تاواني شي او جهنم ته به ولويږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوې کلمې دي چې په ژبه سپکې دي، او الله جل جلاله ته ګرانې دي، او په ترازو کې درنې دي، دا دوه کلمې: «سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم» دي.
په صحیح مسلم کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پاکوالی نیم ایمان دی او الحمد لله میزان ډکوي.»
حضرت ابو درداء رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویې فرمایل: «په میزان کې له ښو اخلاقو څخه هیڅ شی دروند نه دی.»
د علماو وینا
امام ابو حنیفه رحمه الله [وفات: ۱۵۰هـ ق] وایي: «د قیامت په ورځ د عملونو وزن حق دی.» هغه ادامه ورکوي: “او موږ دا منو او اقرار کوو چې میزان حق دی؛ ځکه چې لوى څښتن فرمايي: «ونضع الموازین القسط لیوم القیامة.» ژباړه: “او د قيامت په ورځ به د حق ترازو په منځ کې کښېږدو.”
امام احمد بن حنبل (متوفی 241هـ) لیکي: «موږ په پل صراط، میزان، جنت، دوزخ او حساب ایمان لرو، نه هغه ردوو او نه هم په هغه کې شک کوو.»
ابواسحاق زجاج رحمه الله (وفات: ۳۱۱ هـ) وايي: « اهل سنتو په میزان باندې د ایمان اجماع لري، او دا چې د قیامت په ورځ به د بندګانو اعمال تول کیږي.»
اسفرايني رحمه الله [وفات: 1188هـ] وايي: «حقيقت دا دى چې میزان په کتاب، سنت او اجماع باندې ثابت دی.»
علامه قرطبي رحمه الله ليکي: علماء وايي: کله چې حساب ختم شي، له هغه وروسته د اعمالو وزن کول پيل شي. ځکه چې د عمل وزن د سزا لپاره دی؛ نو مناسبه ده چې له محاسبې وروسته وي، محاسبه د اعمالو د تثبیت لپاره دي او وزن کول د هغو د څرګندولو لپاره دي، تر څو د هغه له مخې سزا شي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «ونضع الموازین القسط لیوم القیامة»؛ “او د قيامت په ورځ به سم ترازو په منځ کې کښېږدو.” دا ممکنه ده چې هلته ډېر ترازوګان وي چې عملونه په وزن کیږي، او کېدای شي چې مقصود موزونات وي. نو دلته د اعتبار له مخې عملونو شته چې وزن کیږي.”
علامه تفتازاني رحمه الله په خپل کتاب “شرح العقائد” کې د میزان په اړه لیکي: “میزان هغه شی دی چې په هغې سره د اعمالو اندازه معلومیږي او عقل د هغې د کیفیت له پوهېدلو څخه قاصر دی.”
یاودنه: د احادیثو څیړلو سره دا جوته شوه چې پخپله د عمل په وزن کولو کې، اعمال او د اعمالو صحیفې شاملې دي، له همدې امله د العقیده الطحاویې شارح ابن ابي العز حنفي رحمه الله د آیتونو، احادیثو او د علماوو د اقوال له بیانولو وروسته داسې لیکي: د اعمالو وزن، عامل او د اعمالو صحیفې ثابتې شوې او دا هم ثابته شوه چې اندازه او پیمانه دوې پلې لري، او الله تعالی د هغه په کیفیت باندې ښه خبر دی. نو موږ باید پرته له زیاتي او کموالي په غیبو ایمان ولرو، لکه څنګه چې صادق مصدوق صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکړی دی.