ليکوال: ابوعایشه
د قدريه فرقه
پنځمه برخه
د اهل سنت والجماعت دلایل
د قرآن کریم آيتونه:
الله تعالی جل جلاله فرمايي: «وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ» «حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم».[۱]
الله تبارک وتعالی وايي: «قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ».[۲] «ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى».
الله جل شانه و عم نواله فرمايي: «اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ».[۳] «بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي».
رب العالمين په بل ځای کې فرمايي: «وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ».[۴] «او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي».
الله متعال بل ځای فرمايي: «وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلُوْا وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ»[۵] «او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه وو جنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي». (سورت بقره، آيت ۲۵۳).
الله جل جلاله فرمايي: «وَخَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ فَقَدَّرَهٗ تَقْدِیْرًا»[۶] «او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول».
ابن کثير رحمهالله د دې آيت په تفسير کې ليکي: «له رب العالمين پرته نور هر څخه مخلوقات دي او د الله تعالی د تربيې لاندې دي. الله متعال د هر څه خالق، رب، مالک او اله دی. هر څه د الله تعالی د ولکې، تدبير، تسخير او تقدير لاندې دي».[۷]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
له عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې فرمایل: «ای زویه! د ایمان خوږلښت او خوند به تر هغو پورې ونه څکې، تر څو پوه نه شې، چې هر دررسېدلی شی له تا لرې کېږي نه او څه چې تاته نه دي رسېدلي، هغه دررسیږي نه. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویې فرمایل: «د الله تعالی لومړنی مخلوق، قلم و. قلم ته یې حکم وکړ چې وليکه! قلم وویل: ای ربه! څه وليکم؟ الله تعالی وفرمایل: تر قيامته پورې د هر څه مقادیر وليکه. اې زویه! ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې له دې پرته په بل څه مړ شي، زما [له امت څخه] نه دی».[۸]
عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما فرمایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې:
«الله تعالی د ټولو مخلوقاتو مقادیر پنځوس زره کاله مخکې له دې چې آسمانونه او ځمکه پیدا کړي، لیکلي دي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د الله تعالی عرش د اوبو پر سر و».[۹]
د امت اجماع
سلف او تر هغوی راوروسته امامانو پر دې اجماع لري چې په قدر، خیر او شر ایمان درلودل واجب دي، لکه څرنګه چې ډېرو علماوو دا خبره یاده کړې ده.
امام نووي رحمه الله فرمایي: «له قرآني آیتونو، نبوي سنتونو، د صحابهوو له آثارو او همداراز، د حل او عقد خاوندان که هغه سلف دي او که خلف، له ټولو څخه د تقدیر پر اثبات پریمانه قطعي دلایل شته».[۱۰]
ابن حجر رحمه الله وایي: «د ټولو سلفو مذهب دا دی چې ټول کارونه د الله تعالی په تقدیر سره تر سره کېږي».[۱۱] یعنې الله تعالی د ټولو چارو په اړه علم او پوهه لري او خپلو بندهګانو ته يې مقدر کړي دي.
د سلف صالحو امامان پر دې اجماع لري چې په قدر او د هغې په خیر، شر، خوږوالي او تریخوالي، کموالي او زیاتوالي ایمان لرل واجب دی او دا ټول موارد الله تعالی قضا او تقدیر بولي او په دې باور دي، چې هېڅ شی د الله تعالی له ارادې پرته نه پېښېږي، او هر خیر او شر د الله تعالی په مشیئت سره واقع کېږي.[۱۲]
د علماوو اقوال
ابن حجر رحمه الله وایي: «د قدر مانا دا ده، چې په هستۍ کې په هر منځته راتلونکی شی د الله تعالی علم او مشیت ړومبی دی».[۱۳]
محمد بن حسین آجري رحمه الله وایي: «تقدیر د الله تعالی له رازونو څخه یو راز دی؛ بلکې د خیر او شر پر مقادیرو ایمان راوړل واجب دي، او بندګان باید پرې ایمان ولري».[۱۴]
محمد بن عبدالله زمنین رحمه الله وایي: «اهل سنت والجماعت دا عقیده لري چې د خیر او شر، خوږوالي او ترخوالي ټول مقادیر د الله تعالی له لوري دي. الله تعالی مخلوقات پیدا کړي او پر پوهېده چې څه به کوي او انجام به یې څه څنګه وي. د ورکړو پر وړاندې یې خنډ نه شته او څه چې الله تعالی منع کړي بل هیڅوک یې ورکولی نه شي».[۱۵]
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه
[1] . الصافات: ۹۶.
[2] . الرعد: ۱۶.
[3] . القمر: ۴۹.
[4] . إبراهیم: ۲۷.
[5] . البقرة: ۲۵۳.
[6] . الفرقان: ۲.
[7] . ابن کثیر، إسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: سامي بن محمد سلامة، ۱۴۲۰ هـ. ق، ج ۶، ص ۹۳.
[8] . السجستاني، أبو داود سلیمان بن الأشعث، سنن أبي داود، باب في القدر، ج ۴، ص ۳۶۲، حدیث رقم: ۴۷۰۲.
[9] . النیسابوري، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، تحقیق: محمد فؤاد عبدالباقي، باب حجاج آدم وموسي علیهماالسلام، ج ۴، ص ۲۰۴۴، حدیث رقم: ۱۶.
[10] . الرحیلي، إبراهیم بن عامر، المختصر في عقیدة أهل السنة في القدر، بيتا، ص ۱۵.
[11] . هماغه، ص ۱۵.
[12] . الراجحي، عبدالعزیز بن عبدالله، الإرشاد بشرح الاقتصاد في الاعتقاد (للإمام الحافظ عبدالغنی المقدسي)، ۱۴۳۹ هـ. ق، ص ۱۹۸.
[13] . الفواز، علي عبدالله حسن، الغلو في القضاء والقدر بین القدریة والجهمیة دراسة فی دلالة المفهوم والمصطلحات، حولیات آداب عین شمس المجلد ۴۶، ص ۲۷۳.
[14] . الآجري، الإمام أبوبکر محمد بن الحسین، الشریعة، بیتا، باب الرد علی القدریة، ج ۱، ص ۳۵۷.
[15] . ابن زمنین، محمد بن عبدالله أندلسي، ریاض الجنة بتخرج أصول السنة، تحقیق و تعلیق: عبدالله بن محمد عبدالرحیم البخاري، ۱۴۱۵ هـ. ق، ص ۱۹۷.