لیکوال: سید مصلح الدین
دیوبند؛ د هند په نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور
شپږمه برخه
دارالعلوم دیوبند
مدرسه د وخت په تېرېدو سره په «دارالعلوم دیوبند» مشهوره شوه او په لنډ وخت کې یې د پام وړ پرمختګ وکړ. د خلکو ترمنځ یې بېبدیله علمي، فرهنګي او ټولنیز مقام ومومند، تر دې چې نن سبا په هند کې د مسلمانانو د پېژندګلوۍ او د هغوی د اسلامي هویت سیمبول بدله شوې ده، له هغه څخه د علم، فرهنګ، دعوت او اصلاح رڼې چینې رابهېدلې دي او د هند په شاوخوا او د لرې او نږدې سیمو کې جارې شوې دي.
په هند (او نورو هېوادونو) کې د دارالعلوم دیوبند د تفکر پر اساس ډېرې مدرسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي، چې ځانونه هغوی ته منسوبوي. د دې دارالعلوم زده کوونکو او فارغانو له یوې نیمې پېړۍ ډېر وخت راهیسې په خپلو هېوادونو کې د بېدینۍ د شدیدو څپو په منځ کې د اسلامي امت د کښتۍ رهبرۍ په غاړه اخیستې ده.
د دارالعلوم دیوبند بنسټګر
د دیوبند دارالعلوم بنسټګر، امام محمّدقاسمبن اسدعلي صدّیقي نانوتوي رحمهالله د دیارلسمې پېړۍ له ربّاني، مجدد او متفکرو علماوو څخه دی. هغه په ۱۲۴۸ق کې د سهاران پور ولایت د نانوته په ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې، په ۱۲۹۷ق په ۴۹ کلنۍ کې په دیوبند کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو.
هغه د اسلامي علومو د زده کړې لپاره د مولانا مملوک علي نانوتوي رحمه الله (وفات: ۱۲۶۷ق) شاګردي غوره کړه او د حدیثو علوم یې له مولانا عبدالغني مجددي رحمه الله (وفات: ۱۲۹۶ق) او شیخ الحدیث مولانا علي سهارانپوري رحمه الله (وفات: ۱۲۹۷ق) څخه زده کړل.
امام نانوتوي رحمهالله تقریباً ۳۰ تألیفات او مهم علمي آثار لري، چې په علومو او کتاب پوهنه او د علم او حکمت په نورو طریقو او برخو کې یې د علم په پراختیا، لوړ فکر او ژورتیا یې دلالت کوي. هغه همداراز، د اسلام له قانون څخه په دفاع کې او له تبشیري فعالیتو سره د مقابلې لپاره د هندوانو او مسیحیانو له علماوو سره بېلابېلې مناظرې کړې وې. په دغو مناظرو کې یې هغه مناظره مشهوره ده چې د اتراپردېش ایالت په چاندپور ښار کې ترسره شوه او د نصرانیانو او هندوانو له وتلو علماوو سره یې د مناظرې تر څو پړاوونو وروسته هغوی ته ماتې ورکړه.
امام نانوتوي رحمهالله د ۱۸۵۷ز کال په پیل کې د برتانیې د استعمار پر ضد د آزادۍ او انقلاب غورځنګ رهبري کاوه او د «تهانه بون» او «شاملي» په نهضت کې د مسلمانو ځواکونو مشر و. دا چې دې انقلاب د غجمجنو لاملونو له امله ماتې وخوړه او د اسلام او مسلمانانو بیاځلي واکمنۍ ته لاره پاتې نه شوه، امام نانوتوي رحمه الله د نورو علماوو په همکارۍ د دیني ښوونو او اسلامي پوهې د خپرولو په لار کې د دیوبند د دارالعلوم په بنسټ ایښودلو د مدرسو او اسلامي علومو د مکتبونو د شبکې په رامنځته کولو د زده کړې غورځنګ پیل کړ، چې د ډېرو خلکو په مرسته اداره کېده. دا مدرسې د مسلمانانو پناه ځایونه او د هند د مسلمان ملت د رهبرۍ لپاره مرکزونه وو.
امام نانوتوي رحمهالله د هند په نیمه لویه وچه کې د اسلامي مدرسو او مکتبونو د جوړولو له امله، د اسلام او مسلمانانو د بقا لپاره د منظم او هر اړخیز حرکت بنسټګر شمېرل کېږي.
د دارالعلوم دیوبند لومړنی شاګرد
د دارالعلوم دیوبند لومړنی زده کوونکی علامه محمود الحسن دیوبندي رحمه الله دی، چې په ۱۲۶۸ق/۱۸۵۱ز کې زېږېدلی او د وتلي عالم، ادیب او شاعر مولانا ذوالفقار علي دیوبندي رحمه الله (وفات: ۱۳۲۳/۱۹۰۴ز) زوی دی. هغه په۱۲۹۰ق./ ۱۸۷۳ز کې له دارالعلوم څخه فارع شو او هملته یې تدریس پیل کړ. بیا په ۱۳۰۸هـ/۱۸۹۰ز کې د تدریس د ټیم مدیر شو.
مولانا محمود الحسن رحمهالله په لوړ همت، لوی فکر، قاطعیّت، جهاد او مبارزه، د اسلام له مخالفینو سره په مخ کېدو، تواضع، الله تعالی ته په ور ګرځېدو، زړورتیا، د عقلي او نقلي علومو په برخه کې په فعالیت، د تاریخ او ادبیاتو په پېژندنه او د محدثینو او مجتهدینو امامانو ته د ادب او عاجزۍ په رعایتولو کې د ټولو سرلاری و. تواضع او زغم یې په ژوند کې څرګند و او د هغه په څېره کې د عبادت او مجاهدې نور ځلېده.
هغه د فقې په علم او اصول فقه کې د وروستنیو سرلاری و او د هغو په نصوصو او قواعدو کې له ډېر تبحر څخه برخمن و.
مولانا محمودالحسن رحمهالله په ۱۳۲۳ق /۱۹۰۵ز کې د انګرېزانو له استعمار څخه د هند د آزادۍ لپاره جامع پلانونه طرحه کړل او هوډ یې وکړ چې د هغو د عملي کولو لپاره د افغانستان له حکومت او عثماني امپراتورۍ څخه مرسته وغواړي. له دې مخې یې ځينې مخکښ شاګردان چې له پیاوړي ایمان، لوړو ارمانونو، پر ځان باور، د الله تعالی په ذات له توکل، ارادې او بصیرت څخه برخمن وو، انتخاب او ماموریتونه یې ورته وسپارل. د دې شاګردانو له ډلې مولانا عبیدالله سندي رحمهالله (وفات: ۱۳۶۳هـ/ ۱۹۴۴م.) او مولانا محمّد میان منصور انصاري رحمهالله (وفات: ۱۳۶۵ق./ ۱۹۴۶م.) ته اشاره کولی شو.
هغه د دې موخې د ترلاسي په لاره کې له افغانستان سره د هند په سرحدي سیمو کې خوندي مرکزونه انتخاب کړل او آزاد او ظلم ځپونکي مسلمانان پهکې اوسېدل، په تېره په قبایلي سیمه (آزادې او د پښتنو قبایلو تر کنټرول لاندې سیمې) چې اوسېدونکي یې له انګرېزانو څخه ډېره کرکه درلوده او د خپل ځان او مال د قربانولو لپاره پوره چمتو وو. هغه لومړی له خپلو شاګردانو څخه مولانا فضلربّي رحمهالله، مولانا سیفالرحمن رحمهالله، مولانا فضلمحمود رحمهالله او نور کسان دې سیمو ته ولېږل.
له انګرېزي ځواکونو سره خورې ورې نښتې رامنځته شوې، چې له لوړ نظامي قوت څخه برخمنې وې او د دښمن پر نظامي لاسبري سربېره مسلمانان بریالي شول؛ خو مسلمان مبارزینو د یوې پراخې او برخلیک ټاکونکې حملې لپاره نظامي قوت او مهماتو ته اړتیا لرله. له دې مخې یې له شیخالهند رحمهالله سره لیکونه تبادله کړل او له هغه یې مرسته وغوښتله. هغه خپل شاګرد علامه عبیدالله سندي رحمهالله چې ځیرک او تکړه عالم او سیاستوال و، کابل ته ولېږه او پخپله یې استنبول لوري ته حرکت وکړ. په لاره کې لومړی حجاز ته لاړ او له غالب پاشا (په عثماني دولت کې د حجاز والي)، انور پاشا (د جګړې وزیر او په بالکان جګړه او لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني پوځ عمومي قومندان)، جمال پاشا (د عثماني امپراتورۍ وتلی سیاسي او نظامي رهبر) او نورو کسانو سره ولیدل.
دې ټولو شخصیتونو پر مالي او نظامي همکارۍ ټینګار درلود. المان هم له ترکیې سره د معاهدې له امله له هغوی سره همکارۍ ته حاضر شو. شیخالهند رحمهالله په دې هڅه کې و چې له یوه دقیق او کره پلان سره هغه وخت چې انګلستان په لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴ــــــــ ۱۹۱۸ز) کې په بېلابېلو سیمو کې د متفقینو له ځواکونو سره په مقابله بوخت و، د مسلمانو آزادي غوښتونکو قبایلو او د عثماني دولت او د هغه د متفقینو په مرسته د هند د انګرېز دولت پر ضد حمله وکړي؛ خو په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني دولت د ماتې او د شریف حسین[[1]] (د مکې امیر چې د عثماني امپراتورۍ پر ضد راپورته شو او له انګلستان سره یې معاهده کړې وه) په وسیله د شیخ الهند د نیول کېدو، د ځینو نورو کسانو د خیانت، همداراز د هغو محرمو لیکونو د افشا کېدو له امله، چې د شیخ الهند رحمه الله او د هغه د شاګردانو او معاونانو ترمنځ تبادله کېدل (هغه چاره چې د هند په معاصر تاریخ کې په «تحریک ریشمي رومال» مشهوره ده) دا پلان عملي نه شو.
د دې غورځنګ موخه یوازې په هند کې د انګرېزانو د استعمار ختمول نه و، بلکې د انګلستان په ټولو مستعمراتو کې و. مولانا محمود الحسن رحمه الله د نظامي زده کړو لپاره په ډهلي او کراچۍ او د پښتون مېشتو قبایلو په آزادو سیمو کې مرکزونه رامنځته کړل او د انګرېزانو په ځواکونو کې د بغاوت او سرغړونې د لمسون او د یوه سرتاسري انقلاب د رامنځته کولو لپاره پلانونه په پام کې ونیول.
هغه همداراز په قسطنطنیې، انکارا، برلین، مدینې منورې او ځینو نورو ښارونو کې ځینې کوښښونه وکړل چې په وسیله یې دولتونه د انګلستان پر ضد له ځان سره یوځای کړي او د هغوی نظامي مرستې او معنوي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه همداراز د هند د ملت د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره جاپان، چین، امریکا او فرانسې ته د ډیپلوماټیکو پلاویو په لېږلو اقدام وکړ او د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د هند موقت حکومت رامنځته کړ.
مولانا محمود الحسن رحمهالله د خپلو پلانونو د عملي کولو په لار کې د هغه د عمر پر زیاتوالي سربېره په ۱۳۳۳ق/۱۹۱۵ز کې شخصاً حجاز ته سفر وکړ او په مدینه منوره کې یې د عثماني دولت له لوړ پوړو مسؤلینو سره ولیدل؛ خو وروسته تر دې چې د هند انګرېز حکومت د هغه د لیکونو له محرمې محتوا څخه خبر شو، هغه د ۱۳۳۵ق په صفر/۱۹۱۶ز نومبر کې له ځینو شاګردانو او معاونانو لکه مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله (وفات: ۱۳۷۷ق/۱۹۵۷ز) سره ونیول شو او د مدیترانې په بحیره کې د مالت جزیرې ته تبعید او هلته بندي شو.
په پای کې تر درې کاله او دوه میاشتې تبعید او زندان وروسته هغه د ۱۳۳۸ق په جمادي الثاني/۱۹۲۰ز جنوري کې آزاد شو. مولانا محمود الحسن رحمهالله د ۱۳۳۸ق د رمضان په شلمه، چې د ۱۹۲۰ز د می له نهمې سره سمون خوري، هند ته ورسېد او د هند مسلمانانو او کافرانو د هغه تود او بېساری هرکلی وکړ او هغه ته یې د «شیخ الهند» لقب ورکړ.
هغه په غربت کې پر ضعف، ناروغۍ او د اسارت د دورې پر عوارضو سربېره د دیوبند په ښار کې پاتې نه شو، بلکې بېلابېلو ښارونو ته یې سفر وکړ او په خپلو خطبو او ویناوو کې یې خلک د انګرېز د استعمار پر ضد مبارزې او له هغوی سره د اړیکو پرې کولو ته راوبلل. په همدې دوره کې یې د علیګړ ښار ته سفر وکړ او د ۱۹۲۰ز د اکتوبر په ۲۹مه (۱۳۳۹ز صفر ۱۶مه) یې د اسلامي ملي پوهنتون (جامعه ملیه اسلامیه)[۲] بنسټ کېښود. دا پوهنتون وروسته ډهلي ته ولېږدول شو او د هند له لویو پوهنتونو څخه شمېرل کېږي.
شیخالهند مولانا محمودالحسن رحمهالله، قرآن کریم هم اردو ژبې ته ژباړلی دی، چې ژباړه یې په اردو ژبه کې له مشهورو او غوره ژباړو څخه ده. د شیخ الهند وتلي شاګرد علامه شبیر احمد عثماني رحمهالله (وفات: ۱۳۶۹ق./ ۱۹۸۹م.) د دې ژباړې پر حاشیه د ګټورو تعلیقاتو په زیاتولو چې په «تفسیر عثماني» مشهور دی، د دې اثر ارزښت او ګټورتیا زیاته کړې ده.
په مدینه منوره کې د ملک فهد مطبعې دا ویاړمنه ژباړه له تفسیر سره په ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹ز کې زرګونه ټوکه چاپ او د نړۍ په مسلمانانو یې وېشلې ده. (د «تفسیر عثماني» فارسي ژباړه په ایران او افغانستان کې د «تفسیر کابلي» په نوم مشهور ده).
د مولانا محمود الحسن رحمه الله ناروغي او بدني کمزوري په تدریج سره زیاته شوه تر دې چې د ۱۳۳۹ق د ربیع الاول د اتلسمې پر سهار /۱۹۲۰ز د نومبر ۳۰مه په دهلي کې د اجل داعي ته لبیک ووایه. یوه ورځ وروسته د هغه جنازه له برم لرونکې تشییع سره ولېږدوله شوه او د هغه د دروند استاد امام محمد قاسم نانوتوي رحمه الله (۱۲۹۷ق/۱۸۸۰) د قبر په څنګ کې د «جامعیهّ» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، چې وروسته دا هدیره د «قاسمیه» په هدیره مشهوره شوه..
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه
[۱]. شریف حسینبن علي الهاشمي (۱۸۵۶- ۱۹۳۱م.) له ۱۹۰۸م. کال څخه د حجاز او مکې امیر و. هغه د ۱۹۱۶ز د نومبر په ۲مه ځان د عربي هېوادونو حاکم وباله. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په لومړنیو کلونو کې د عثماني امپراتورۍ تر پاشلتیا او پر عرب جزیرې د هغوی د غلبې تر ختمېډو وروسته شریف حسین د انګرېزانو په ملاتړ قدرت ته ورسېد. په ۱۹۲۴ز کې شریف حسین ځان د مسلمانانو خلیفه وباله. په همدې کال آل سعود چې د نجد د سیمې واکمنان وو، د شریف حکومت لمنځه یووړ او هغه یې قبرس جزیرې ته تبعید کړ.
[۲]. ملي اسلامي پوهنتون (Jamia Millia Isamia) په ټول هند کې له بهترینو پوهنتونو څخه دی. کله چې د بریتانیا په حکومت پورې تړلې روزنیزې موسسې تحریم شوې، نو یو شمېر مخور هندي مسلمان پوهان، لکه شیخ الهند مولانا محمود الحسن، حکیم اجمل خان، مولانا محمدعلي جوهر، ډاکټر مختار احمد انصاري او عبدالمجید خواجه، په ۱۹۲۰ میلادي کال کې دغه پوهنتون د هند په علیګر ښار کې، چې د “یو.پي” ایالت پورې تړلی دی، تاسیس کړ.
د پوهنتون بنسټایښودونکو په ۱۹۲۵ میلادي کال کې له علیګر څخه ډیلي ته انتقال کړ. ملي اسلامي پوهنتون د هند د خپلواکۍ په مبارزو کې خورا مهم رول لوبولی دی. دې پوهنتون د هند د پخواني ولسمشر ډاکټر ذاکر حسین په څېر د سترو شخصیتونو په همت، چې له ۱۹۲۶ څخه تر ۱۹۴۸ پورې یې د پوهنتون ریاست پر غاړه درلود، ورو ورو د زدهکړې په ټولو برخو کې وده وکړه او دا مهال له څلوېښتو زیات علمي څانګې او څېړنیز مرکزونه لري، چې ټول ساینسي مضامین پهکې تدریسېږي. دغه پوهنتون په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د هند د پارلمان له خوا د مرکزي او سراسري پوهنتون په توګه تصویب شو.
[1]. شریف حسینبن علي الهاشمي (۱۸۵۶- ۱۹۳۱م.) له ۱۹۰۸م. کال څخه د حجاز او مکې امیر و. هغه د ۱۹۱۶ز د نومبر په ۲مه ځان د عربي هېوادونو حاکم وباله. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په لومړنیو کلونو کې د عثماني امپراتورۍ تر پاشلتیا او پر عرب جزیرې د هغوی د غلبې تر ختمېډو وروسته شریف حسین د انګرېزانو په ملاتړ قدرت ته ورسېد. په ۱۹۲۴ز کې شریف حسین ځان د مسلمانانو خلیفه وباله. په همدې کال آل سعود چې د نجد د سیمې واکمنان وو، د شریف حکومت لمنځه یووړ او هغه یې قبرس جزیرې ته تبعید کړ.