Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)
متفرقه پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: سید مصلح الدین

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور

اوومه برخه

د دارالعلوم دیوبند ځینې ځانګړتیاوې
۱- دارالعلوم دیوبند د هند په تاریخ کې لومړی داخلي اسلامي پوهنتون ګڼل کېږي، چې د خلکو په مرسته جوړ شوی دی او إن شاء الله په راتلونکي کې به هم په همدې طریقه خپل مزل غځوي.
۲- د مذهب په پیروۍ کې اعتدال او منځلاریتوب غوره کول؛ د اهل سنت والجماعت ټولو مشهورو فقهی مذاهبو ته درناوی کول او د اسلامي نړۍ د بېلابېلو فکري نهضتونو د حرمت ساتنه او فروعي اختلافاتو ته لمن نه وهل.
۳- د هغې سمې عقیدې خپرول، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه منقوله ده او د امت د مخکښو کسانو، یعنې صحابه­وو، تابعینو او د هغوی د نېکو پیروانو له لوري را نقل شوې ده.
۴- د بدعتونو او خرافاتو سره مبارزه کول او همداراز د انبیاوو، اولیاوو او صالحینو په اړه د هغو عقاید و ختمول، چې د شرعي اصولو خلاف وي.
۵- پر خدای تعالی توکل او باور، ساده او بې­تکلفه ژوند، د حق په لار کې جهاد، د اسلامي شریعت د آدابو پابندي، او د علماوو او صالحینو بڼه او اخلاق غوره کول.
۶- اسلامي احکامو او فرایضو ته همیشنۍ او دقیقه پاملرنه، په تېره بیا پر خپل وخت او په جماعت سره د لمنځونو کول. په دې پوهنتون کې تر بل هر څه وړاندې خپل زده کوونکي او کارکوونکي د دې فریضې په ادا کولو مکلفوي.
۷- دارالعلوم دیوبند، ظاهري بڼې ته دومره اهمیت نه ورکوي لکه څومره چې د باطني حقیقتونو ارزښت ته متوجه دي؛ له همدې امله له تشو تبلیغاتو ځان ساتي او خپلې چارې له هر ډول شور او ماشور پرته پرمخ وړي.
۸- د اخلاص او احتساب روحیه، د دې ټولو فعالیتونو اساس دی.
د دارالعلوم دیوبند د استثنايي او بې‌ساري ولسي‌ ملاتړ راز
د اسلامي نړۍ د  وخت وتلي شخصیت او د «المنار» تفسیر لیکوال شیخ رشید رضا مصري، چې کله دارالعلوم دیوبند ته ورغلی و، نو دا موضوع یې په بشپړه توګه درک کړې وه او خپل تأثرات یې داسې بیان کړي دي: «په هند کې هېڅ شي زما سترګې دومره رڼې نه کړې لکه د دارالعلوم دیوبند لیدو چې رڼې کړې. دارالعلوم دیوبند یا د «هند په الأزهر» کې مې د یوه نوي دیني او علمي نهضت نښې ولیدې، چې هیله لرم ډېره ګټوره به تمامه شي.»
په دارالعلوم دیوبند کې د اخلاص روحیه هر لیدونکی حیرانوي، هغه که ستر علمي شخصیت وي او که یو عادي مسلمان؛ ځکه چې په هر ګوټ کې یې عجیبه دیني احساسات، زړه‌راښکونکي علمي څېړنې او د شریعت د احکامو د عملي کولو معنوي فضا لیدل کیږي او دا د دارالعلوم دیوبند د هر استاد، زده کوونکي او کارکوونکي ځانګړنه ده.
استاد ابراهیم محمد سرسیق، چې د سعودي عربستان د «المدینه» ورځپاڼې استازی و، هم په دې حقیقت اعتراف کړی. هغه د دارالعلوم دیوبند د تاسیس د سلمې کلیزې د سترې غونډې د مفصل راپور په ترڅ کې، چې د شنبې په ورځ د ۱۹ جمادی الاول ۱۴۰۰ ق خپور شو، خپل تأثرات داسې بیان کړي دي: «له دې پوهنتون سره د خلکو مینه او علاقه رښتیا هم زما د حیرانتیا او خوښۍ سبب شوه؛ ځکه ډېر کم داسې لیدل کېږي چې د خلکو او د خپلو علمي مؤسسو ترمنځ دې دومره پراخه مینه، علاقه، مرسته او قلبي تړاو موجود وي. د محبت او احسان کومې صحنې مې چې هلته ولیدې، د هغوی مثال مې یوازې د حج په مراسمو او د عرفات په میدان کې لیدلی و».
مسلمانه ټولنه په دیني چارو کې پر دارالعلوم دیوبند دومره اعتماد لري چې په هند کې بله یوه مدرسه او  پوهنتون هم له دمره حیثیت څخه نه ده برخمنه. هغوی دارالعلوم دیوبند د دین، عقیدې او اسلامي احکامو پر ضد د ټولو یرغلونو پر وړاندې د کلکې دفاع یو ستر روحاني او معنوي پناه‌ځای ګڼي.
د دارالعلوم دیوبند په لومړنۍ اساسنامه کې د تأسیس اهداف:
۱. د قرآن، سنتو، تفسیر، عقایدو، علم کلام او نورو هغو علومو زده‌کړه چې د قرآن کریم او سنتو د سم فهم وسیله دي؛
۲. د اسلامي اعمالو او اخلاقو پر بنسټ د زده کوونکو روزنه، او د دوی په ژوند کې د دیني روحیې پوکول؛
۳. د ژبې او قلم له لارې د دین تبلیغ، ساتنه او دفاع او د سلف صالحینو د طریقې مطابق د دیني اعمالو، اخلاقو او احساساتو ترویج او بیا را ژوندي کول؛
۴. په دیني چارو کې د حکومت له لوري د لاسوهنو مخنیوی، او د علمي او فکري آزادۍ ساتنه؛
۵. د دیني علومو د خپرولو په موخه په مختلفو سیمو کې د مدارسو جوړول او له دارالعلوم دیوبند سره د هغوی اړیکې ټینګول.
په دې توګه د دیوبند فکري مکتب داسې زړور او وړ کسان وروزل چې له هغه بریتانوي قوت سره چې د مستعمره هېوادونو په یوه کونج کې یې هم د لمر د پرېوتو تصور نه کېده، مقابله وکړای شي. انګریزي استعمار هوډ کړی و چې له اسلامي نهضت څخه د صلاح‌الدین ایوبي (۵۳۲–۵۸۹هـ ق/ ۱۱۳۸–۱۱۹۳م) د هغې څپېړې بدل واخلي چې د حطین په جګړه کې یې د صلیبیانو پر مخ ورکړې وه.
په رښتیا چې دارالعلوم دیوبند بنسټګرو د قرآن کریم د دې آیت ژوندي مثالونه وو: «مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عاهَدُوا الله عَلَيْهِ» (الاحزاب: ۲۳)
«په مومنانو كې ځينې داسې سړي هم شته چې په كوم شي يې [له] الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ».
هغه سړي، چې د وحدت او یووالي لپاره یې ډېرې هڅې کړي او د امت د فقیه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له هغه مقیاس سره برابر خلک وو، چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابه­وو په اړه یې ویلي دي:
«زړونه یې تر ټولو پاک، علم یې تر ټولو ژور او تکلّف یې تر ټولو کم و.» هغه سړي چې په خپل چلند، علم او عمل یې د اخلاص د څلو بنسټونه کېښودل او ظاهر او باطن یې په ایمان ښکلي شوي وو.
له دنیا او د هغې له مظاهرو یې مخ واړاوه او له مادیاتو او مادي بوختیاوو تېر شول او هغو څیزونو ته یې شا کړه، چې طمعه کوونکي پرې حرص او سیالان په کې سیالۍ کوي. هڅه به یې دا وه، چې خلک د دوی له هغو کارونو بې‌خبره پاتې شي، چې په اخلاص به یې یواځې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کول.
ډېریو یې په خوراک او لباس کې سادګي غوره کړه او هغو خلکو ته به یې د قناعت درس ورکاوه، چې د دنیا د رنګینو غوښتونکي وو او خوندونو ته رسېدل یې ځانونو ته وروستۍ موخه ګرځولې وه. کله به چې چا لیدل، نو په دې به پوهېدل چې دنیا یو تېرېدونکی سیوری او زوال موندونکی نعمت دی او  د دنیا ژوند د آخرت د تلپاتې ژوند لپاره د چمتوالي فرصت دی.
په داسې یو دور کې چې خلکو د مقام، شتمنۍ او ظاهري وجاهت د له‌لاس ورکولو له امله د حسرت اوښکې تویولې، د دارالعلوم دیوبند عاقلانو یواځې د اسلام لپاره اوښکې تویولې.
د دارالعلوم دیوبند د لوړ تاریخ په اوږدو کې به تل داسې مخلص بندګان وو، چې په زړونو کې به یې د عشق مشعلونه بلول او په وجودونو کې یې د ژوند روح پو کاوه. کله چې انسان هغوی ته ګوري، نو  خدای وریادیږي او کله چې ورسره کېني، نو زړونه یې د الهي مغفرت په لټه کېږي او کله چې معاشرت ورسره کوي، نو له دنیا سره یې مینه ختمیږي او له آخرت سره یې پیدا کېږي.
ولسي مرسته: یوازینۍ مالي سرچینه
د مسلمانانو د واکمنۍ په دوران کې د هند له اسلامي او غیر اسلامي مدرسو سره د حکومت له لوري مالي مرسته کېده. حکومت به د دغو مدرسو د لګښتونو د ورکولو په موخه موقوفات او مستغلات ځانګړي کول، خو کله چې د مسلمانانو حکومت نسکور او پر هند انګریزي استعمار واکمن شو، نو دا وضعیت په بشپړ ډول بدل شو. د پخواینو مالي مرستو چینلونه بند شول او د هیڅ رسمي ملاتړ هیله نه وه پاتې. همدې وضعیت ته په کتو د دارالعلوم دیوبند بنسټګرانو پریکړه وکړه چې دیني تعلیمي مرکزونه به د مسلمان ملت د مالي مرستو پر بنسټ جوړوي او پر مخ به یې وړي.
دا هغه ژور او دقیق فکر و، چې وروستیو تحولاتو یې سموالی تائید کړ. د استعمارګرو تر ویستلو وروسته، د هند نیمه وچه په دوو هېوادونو (هند او پاکستان) وویشل شوه او په هند کې سیکولر نظام بنسټ کېښودل شو؛ داسې نظام چې د اساسي قانون له مخې له خاص دین څخه ملاتړ نه کوي، بلکې له ټولو دینونو سره یو ډول چلند کوي.
په دې حالت کې، د هر دین پیروان مکلف شول چې په خپله د خپلو مذهبي باورونو ساتنه وکړي، د دیني تعلیم لپاره تدابیر ونیسي او د خپل دین د ترویج لپاره هڅې وکړي.
د هند مسلمانانو هم د اسلام د ساتنې لپاره د دیني مدرسو او پوهنتونو د بنسټونو له پیاوړې کولو پرته بله لاره نه درلوده. په همدې لړ کې ستر دیني خوځښت وزېږېد، چې لومړۍ تیږه یې د دارالعلوم دیوبند بنسټګرانو کېښوده. د دغو دیني مرکزونو بقا او دوام د مسلمان ملت له مالي مرستو سره تړلې پاتې شوه.
د هند د مسلمانانو بې‌ساري وفاداري او له اسلام سره د دوی ژور تړاو له دیني مدرسو او پوهنتونونو سره د دوی له مالي همکاری څخه څرګندیږي: د هند په هر ښار، کلي او قصبې کې د دیني مدارسو یوه پراخه شبکه شته، چې د دیني مسایلو او شرعي علومو په تدریس بوختې دي، نوي نسل ته دیني پوهه ورکوي او د خلکو د مرستو له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
دوام لري…
Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان (څوارلسمه برخه)
Next Article د افغانستان فیلسوف؛ سيد جمال‌الدين افغان رحمه الله (پنځلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD12 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.