لیکوال: سید مصلح الدین
دیوبند؛ د هند په نیمه لویه وچه کې د دیني مدرسو مور
اتمه برخه
د دیوبند د علماوو خدمتونه
په بېلابېلو برخو کې د دارالعلوم دیوبند د علماوو د فعالیتونو غورچاڼ په لاندې ډول دی:
۱ـ په تدریس، تالیف، وعظ، ارشاد او ورځپاڼې لیکلو سره د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي فرهنګ او سمې عقیدې خپرول؛
۲ـ د مسلمانانو راویښول، په هغوی کې د علم پالنې او اسلامی غیرت د روحیې را ژوندي کول او په ژوند او معاصره دنیا کې د هغوی رسالت او مسؤلیت ور په زړه کول؛
۳ـ له اسلامي صحیح ښوونو سره د خلکو اشنا کول چې له شرک، بتپرستۍ، بدعت او خرافاتو څخه خالي دي. همداراز له اسلامي افکارو سره د هغوی اشنا کول چې د زړونو روښانوونکي او د عقلونو قانع کوونکي وي؛
۴ـ پر خالص دین او د واجباتو پر ادا کولو منګولو ښخولو ته د خلکو هڅول او تشویقول؛
۵ـ د اسلامي عربي مدرسو د پراخې شبکې رامنځته کول او د اسلام له حریم څخه د ساتنې، له ارزښتونو څخه د دفاع او د هغو له سترو میراثونو څخه د حفاظت په موخه په کلکو کلاګانو د هغو بدلول؛
۶ـ له صلیبي فکري حملو، د مستشرقینو له یرغلونو او د اسلام د مخالفینو له شک اچوونکو سره مبارزه او مخامخېدل؛
۷ـ د اسلام ضد هر ډول تخریبي دعوت، د ملحدانه او ګمراه کوونکو و د سرغړوونکو حرکتونو لکه قادیانت، بهائیت او هغو ته ورته فعالیتونو پر وړاندې مقاومت؛
۸ـ د هغو بدعتونو او خرافاتو لمنځه وړل چې د اسلام په نوم راټوکېدلي دي؛
۹ـ د تقلبي نظامونو له وضعیت او کاذبو ارزښتونو سره د مسلمانانو د افکارو د بدلون، د دین له روح سره د واټن د رامنځته کولو او د هغوی د دیني هویت د بدلولو په موخه د انګلستان د استعمار د هڅو لمنځه وړل؛
۱۰ـ د استعمار پر ضد مبارزه، تر کومه ځایه چې توانېدلي هند یې له ککړتیا څخه پاک کړی. پر دې اساس د انګرېز له استعمار څخه د هند خپلواکي او ازادي په لومړي پړاو کې د دیوبند د علماوو او د هغه د مشایخو احسانمنده ده؛
۱۱ـ د الله تعالی دې قول ته د خلکو د پام راړول چې: «وَكَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَداءَ عَلَى النَّاسِ». «او همدارنګه موږ تاسو غوره جوړ کړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلکو باندې شاهدان شئ». د هغو په ذهنونو کې د دې موضوع تثبیتول چې هغوی داسې امت دی چې د نورو خلکو په نسبت راڅرګند شوی دی، په غوره کار امر کوي او له بد کار ایسارول کوي؛
۱۲ـ په نړۍ کې له هر دعوت او حرکت سره فعاله همکاري چې د اسلام او د مسلمانانو د مصالحو د خدمت لپاره له اسلامي ځانګړنو څخه برخمن وي؛
۱۳ـ د اسلامي او عربي قضایاوو ملاتړ چې په اسلامي ټاټوبو یا په نورو ځایونو کې رامنځته کېږي، هم قولي او هم عملي ملاتړ له ټولو وسایلو او امکاناتو څخه په ګټنې چې په واک کې یې لري، په تېره د فلسطین د قضیې ملاتړ؛
۱۴ـ په علمي او دیني موضوعاتو کې د تالیف، لیکلو، ژباړې، څېړنې، حاشیه لیکلو او تعلیق لیکلو اقدام، تر دې چې د هغوی ځینې آثارو د حدیثو په علومو کې په خاص ډول او په نورو علومو کې په عام ډول شهرت موندلی دی.
د دارالعلوم دیوبند فکري مخینه
مولانا محمد قاسم نانوتوي او مولانا رشید احمد گنگوهي رحمهماالله چې د دارالعلوم دیوبند له بنسټګرو څخه وو، په ژوره توګه د شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د مکتب د ښوونو تر اغېز لاندې وو، هغوی د حنفي مذهب پیرو او په فقهي مسایلو کې دقیق وو او په اعتقادي اساساتو کې یې د اشعریه او ماتریدیه کلامي مذهبونو پیروي کوله. مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمهالله، په اعتقادي مسایلو کې تالیفات لري. د هغو له ډلې یې د «تصفية العقيده» په نوم کتاب ولیکه. هغه په دې کتاب کې د کلام له دیالتیکو طریقو څخه په ګټې اخیستنې د اشاعره له عقیدې څخه په پلوۍ د الله تعالی د بلا واسطه او فرد پورې منحصر قدرت، د پېغمبر د سنتو په تړاو د عقل د تابعیت، د حدیثو د باوري او کره راویانو د روایتونو د استناد او د لومړنیو علماوو او فقهاوو یعنې صحابه او تابعینو، سلف صالح چې اجماع ورباندې شوې وي، په اړه بحث او استدلال کړی دی. همداراز هغه خپلې وړتیاوې له مسیحیت، یهودیت او په تېره هندو قانون سره د مجادلې لپاره د په زړه پورې تقریر په کتاب کې په کار واچول.[1]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1]. هاردی، ١٣٦٩، ٢٣٤مخ.