لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د ابو حامد امام غزالي رحمهالله ژوندلیک
نهمه برخه
د امام غزالي رحمهالله له لوري د فلسفې جراحي: د فلسفي اصولو نقدول او پر وړاندې یې درېدل
له فلسفې سره په مواجهه کې بدلون:
تر امام محمد غزالي رحمهالله مخکې، په اسلامي نړۍ کې د فلسفې پر وړاندې دریځ عموماً دفاعي و. اسلامي متکلمینو که څه هم هڅه کوله چې د فلسفي افکارو په مقابل کې له دیني عقایدو ساتنه وکړي، خو د فلسفې د بنسټیزو اصولو مستقیم نقد او پر هغوی برید ته یې چندان توجه نه وه کړې. فلسفې او په تېره بیا د هغې د الهیاتو برخې تل په اسلامي اصولو بریدونه کول او د علم کلام علماوو به د فلسفې د بنسټونو له ننګولو پرته، دفاعي دریځ غوره کاوه.
امام غزالي رحمهالله لومړنۍ متفکر و چې دا معادله یې بدله کړه. هغه نهیوازې فلسفه ژوره مطالعه کړه، بلکې د هغې جرړې یې هم وننګولې او ویې ښوده چې د فلسفې ګڼ بنسټونه د ضعف، تناقض او ناسمو استدلالونو نه ډک دي. هغه تر هر څه لومړۍ د «مقاصد الفلاسفه» په لیکلو سره د فیلسوفانو نظریات په بېطرفانه ډول مطرح کړل، ورپسې یې د «تهافت الفلاسفه» په تألیف سره د فلسفې تر ټولو ستر نقد وړاندې کړ. دا اقدام د اسلامي تفکر په تاریخ کې د پام وړ نقطه ګڼل کېږي، ځکه چې فلسفه نهیوازې د متهم په توګه مطرح شوه، بلکې د هغې بنیادونه تر یوه ژور او علمي نقد لاندې راغلل.
-
مقاصد الفلاسفه: تر نقد وړاندې په بېطرفۍ د فلسفې معرفي کول:
امام غزالي رحمهالله له فلسفې سره د مؤثرې مقابلې لپاره پرېکړه وکړه، چې لومړۍ فلسفه په پوره بې طرفۍ او په هغه ډول معرفي کړي، لکه څنګه چې په وقعیت کې ده. هغه په خپل کتاب «مقاصد الفلاسفه» کې د فلسفې د ردولو لپاره بیړه و نه کړه، لومړی یې په روښانه توګه د فلسفې اصول بیان کړل، چې له دغه کاره یې دوه موخې په پام کې درلودې:
-
د خپل علمي تسلط اثبات: امام غزالي رحمهالله وښوده چې د فلسفې نقد یې د ناپوهۍ یا تعصب له مخې نه، بلکې د ژورې مطالعې او دقیقې ارزونې پایله ده.
-
د فلسفۍ د مغالطو خنثی کول: فیلسوفانو ادعا کوله چې متکلمان له دې امله فلسفه ردوي چې د فلسفې حقیقي مفهوم یې نهدی درک کړی. امام غزالي رحمهالله د «مقاصد الفلاسفه» په لیکلو سره دا ادعا باطله کړه.
امام غزالي په دې کتاب کې د منطق، الهیاتو، او طبیعاتو په برخو کې مهم بحثونه په لنډ او بېطرفانه ډول تشـریح کړل. هغه په دې اثر کې واضح کړه چې ریاضيکي علوم په خپل ذات کې د مخالفت وړ نه دي، بلکې اساسي ستونزه د فلسفې او اسلامي الهیاتو ترمنځ تقابل دی.
امام غزالي رحمهالله دا هم روښانه کړه چې که څه هم منطق ځینې نیمګړتیاوې لري، خو د اختلافاتو اصلي رېښه په الهیاتو او مابعدالطبیعه (متافزیک) کې ده، چیرې چې فلسفه په مستقیم ډول له دیني عقایدو سره ټکر پیدا کوي.
-
تهافت الفلاسفه: پر فلسفي بنسټونو بېساری برید:
د «مقاصد الفلاسفه» تر لیکلو وروسته، امام غزالي رحمهالله یو بل لوی او بېساری اثر، «تهافت الفلاسفه» (د فیلسوفانو تناقضات) ولیکه. دا کتاب د اسلامي تفکر په تاریخ کې له څو اړخونو بې ساری و:
-
دا لومړنی علمي اثر و چې فلسفه یې له د ننه څخه، د فلسفي بنسټونو په اساس نقد کړه؛
-
د یقیني او قاطع استدلال له لارې، یې فیلسوفان وننګول او د هغوی له کمزورتیاوو یې پرده پورته کړه؛
-
د علم کلام تدافعي موقف یې بدل کړ او پر فلسفه یې مستقیمه حمله وکړه.
امام غزالي رحمهالله په دې کتاب کې د الهیاتو او متافزیک (مابعدالطبیعه) په برخه کې شپېته اساسي مسئلې مطرح کړې او ثابته یې کړه چې فلاسفه په دې مسئلو کې تناقضات او منطقي تېروتنې لري. هغه دا هم وښوده چې د دوی ډېری ادعاوې پر حدس او ګمان ولاړې دي او د قطعي برهان پیاوړې شواهد نه لري.
-
په تهافت الفلاسفه کې قاطع او بېپروا لهجه
د تهافت الفلاسفه یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې امام غزالي رحمهالله په دې کتاب کې د ډېرو پخوانیو متکلمینو برعکس چې د فلسفې پر وړاندې یې محتاطانه او حتی دفاعي دریځ نیولی و، فلاسفه یې په قاطع، صریح او بېپروا لحن نقد کړې ده. امام غزالي رحمهالله په پوره باور او زړورتیا سره فلاسفه نقد کړه. هغه نه یوازې د دوی فلسفي استدلالونه رد کړل، بلکې د سپکوونکې او غندونکې ژبې په کارولو سره یې فیلسوفانو ته وښوده چې د دوی ادعاوې نه یوازې غلطې، بلکې ځینې یې مضحکې او خندونکي دي.
دی د تهافت الفلاسفه په مقدمه کې لیکي: «زموږ په زمانه کې داسې خلک راپیدا شوي، چې فکر کوي د دوی زړونه او فکرونه تر نورو جلا او لوړ دي، دا ډله دیني احکامو او قیوداتو ته د حقارت په سترګه ګوري، دوی یواځې د سقراط، بقراط او ارسطو نومونه اورېدلي او له خپلو پلویانو یې قصیدې او مبالغوي کیسې اوریدلي او اورېدلي یې دي چې دې فیلسوفانو د ریاضیاتو، منطق، طبیعات او الهیاتو په برخه کې ډېر عاقلانه نظریات وړاندې کړې دي چې د دوی له عقل او فکر پورته دي، د همدې ذهني او فکري برتری له امله د مذهب او مذهبي مسایلو مخالف وو. د دوی په فکر، مذهبي قواعد او اصول مصنوعي فرضیې دي، دې ډلې د تقلید له مخې له مذهب څخه انکار خپل شعار ګرځولی او غواړي ځانونه علمي او روڼ آندي وښيي، ترڅو ځان د عامو خلکو په پرتله لوړ ثابت کړي او د حکماوو (عقلمندانو) په ډله کې وشمېرل شي. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې د فیلسوفانو د الهیاتي نظریو عیبونه افشا کړم او ثابته کړم چې د دوی ډېری خبرې یوازې بېاساسه خیالونه دي او ډېری خبرې او نظرونه یې بې حده خندوونکي او عبرت اخیستونکي دي.»[۱]
په دې کتاب کې، امام غزالي رحمهالله لومړی فلاسفه په قاطع، طنزي او سپکوونکې ژبه نقد کوي، خو په تدریج سره ورسته خپله لهجه نوره هم سختوي.
هغه د باري تعالی د ذات او صفاتو په بحث کې د عقولو او افلاکو په برخه کې د فیلسوفانو د نسب عجیبوغریبې شجرې ته اشاره کوي او وایي: «قلنا ما ذكرتموه، وهي على التحقيق، ظلمات فوق ظلمات لو حكاه الإنسان عن منام رعاه لاستدل على سوء مزاجه».[۲]
ژباړه: دا هرڅه چې بیان شول، یواځې ادعاوې او بېبنسټه فرضیې دي، بلکې په حقیقت کې پر تیرو تیرې دي. که څوک ووایي چې دا یې په خوب کې لیدلي، نو دا به د هغه د مزاج د تعادل د نشتون نښه وي.
امام غزالي رحمهالله په بل ځای کې لیکي «لست أدرى كيف يقنع المجنون من نفسه بمثل هذه الأوضاع فضلاً عن العقلاء الذين يشقون الشعر بزعم في المعقولات».[۳]
ژباړه: زه حیران یم چې مجانین او لیونيان به څنګه د دې ډلې په هغو خبرو قانع کېږي، چې له ځانه یې جوړې کړې دي! حال دا چې هغوی په خپله هم دا ډول باورونه نه مني؛ نو بیا دا څنګه ممکنه ده چې هغه کسان، چې فکر کوي په معقولاتو کې خورا زیات دقت ته رسیدلي، دا اوهام ومني؟
د دې په دوام، په تند نیوکه وایي چې د فیلسوفانو د لومړۍ مبدأ (خدای تعالی) تعظیم تر دې حده له مبالغې ډک دی چې د الهي عظمت ټول شرایط او لوازم یې نفي کړې دي.
هغه لیکي چې د فیلسوفانو د عقایدو پر اساس، خدای تعالی د هغه مړي حیثیت لري، چې له نړۍ او هغه څه چې په نړۍ کې تیریږي هیڅ اطلاع نه لري. له مړو سره یې یواځې توپیر دا دی چې هغه خپل وجود درک کوي خو مړي خپل وجود نه شي درک کولای. وروسته د قرآن کریم د آیاتونو په استناد دا ډول بارونه ننګوي او لیکي:
«خدای تعالی دا ډول خلک په همدې حال اخته کوي، هر څوک چې د خدای تعالی له لارې څخه واوړي او له الهي هدایت څخه لرې شي، همداسې برخلیک به ولري».
د دې خبرې د تأیید لپاره د قرآن کریم دې آیت ته اشاره کوي: «وَما أَشهَدتُهُم خَلقَ السَّماواتِ وَالأَرضِ وَلا خَلقَ أَنفُسِهِم».[۴]
ژباړه: «ما دغه (شیطانان) نه د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم».
په پای کې، امام غزالي رحمهالله د فیلسوفانو عقاید نه یوازې انحرافي، بلکې خندوونکي او بېبنسټه بولي. دی ټینګار کوي چې دا ډله، د «عقل» او «علم» تر نامه لاندې، داسې پوچې او بېبنسټه خبرې کوي، چې که څوک یې جدي وګڼي، نو د تعجب خبره به وي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . امام محمد غزالی، تهافت الفلاسفه، مطبعۀ علامیه مصر، ۱۹۲۷، ۳۳۲ مخ.
[2] . مخکینۍ منبع.
[3] . تهافت الفلاسفة، ۳۲ مخ.
[4] . کهف:۵۱.