لکه څنګه چې مخکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي مراتب بیان شول، دلته به هم په تفصیلي توګه دغه مراتب او درجې بیان کړو:
لومړۍ درجه: په لاس او ځواک سره انکار کول: طريقه يې داسې ده چې شراب توی شي او د لهو او لعب وسایل آلات مات شي، او د هغه څوک چې وغواړي خلکو ته ضرر ورسوي او يا په ناحقه ظلم وکړي د هغه مخه ونیول شي، په دې شرط چې هغه د دې کولو وړتیا ولري لکه پاچا او نور چې په واک کې وي. د دې خلکو له مسئولیتونو څخه یو دا دی چې خلک د لمانځه او د خدای تعالی د حکمونو پابند کړي.
دویمه درجه: په ژبه سره امر کول: لکه دا چې ووایي: اې زما قومه، له خدایه ووېرېږئ، اې زما وروڼو، له خدایه ووېرېږئ، لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ، دغه بد کار پریږدئ او ښه کار وکړئ. هغه شیان چې الله سبحانه و تعالی حرام ګرځولي دي له هغو څخه ځان وساتئ، له مور او پلار سره نیکي وکړئ او صله رحم وکړئ. دا سړی په خپله ژبه سره ښو کارونو ته بلنه ورکوي او له بدو څخه خلک منع کوي.
درېمه درجه: کله چې مؤمن په لاس او ژبه د انکار توان ونه لري، نو د هغه د زړه واری رسیږي، چې دغه عمل په زړه کې بد وګڼي، او د هغه بد او ناروا عمل سره بغض او دښمني ولري او له هغه خلکو سره دې ملګرتيا نه کوي چې دغه عمل کوي. له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو چا ترې وپوښتل: که زه په نېکۍ امر ونه کړم او له بدیو څخه خلک منع نه کړم، ایا زه به هلاک شم؟ هغه وویل: هغه مهال به هلاک شې چې زړه دې ښه عمل ونه پېژني او منکر کار بد ونه ګڼي.
یادونه:
امر بالمعروف او نهی عن المنکر او په ټولنه کې د هغه اړتیا ته په کتلو سره دا معلومیږي چې دا لوی مسئولیت د یوې ټولنې لپاره څومره ګټور دی؛ له همدې امله علما د محتسبینو او هغو کسانو په اړه چې دغه دنده لري مفصلې خبرې کړې دي او د هغوی لپاره یې ډېر شرطونه بیان کړي دي. که څه هم موږ ونه شوه کولی په دې برخه کې ټول هغه شرایط ذکر کړو؛ ځکه د دې وېره وه چې زموږ د څېړنې دا برخه به اوږده شي، نو په راتلونکو برخو کې به ان شاء الله هڅه وکړو چې د هغو کسانو حالات په تفصیل سره بیان کړو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي.
او همدارنګه به د هغه ګټې او د هغه د نه کولو پایلې به په تفصیل سره بیان کړو ان شاء الله.