لیکوال: شکران احمدي
د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (درېمه برخه)
په دین کې د سنت ځای
سنت زموږ په دین کې لوړ مقام لري ځکه چې د هغه سرچېنه وحی ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ألا إني أوتیت القرآن ومثله معه، ألا یوشك رجل ینثني شبعانا علی أریکته یقول: علیکم بالقرآن فما وجدتم فیه من حلال فأحلوه وما وجدتم من حرام فحرموه.» ژباړه: خبر اوسئ چې ماته د رب العالمین له لوري قرآن او د هغه په شان بل شی (یعني سنت) راکړل شوي دي، ډېر ژر به داسې خلک پیدا شي چې په ډکه خېټه د تکبر او غرور له مخې به یې مسند ته تکیه کړې وي او وایي به: یوازې قرآن ته غاړه کېږدئ او په هغه باندې تمسک وکړئ، هغه څه په هغه کې حلال وي، حلال وګڼئ، او هغه څه چې په هغه کې حرام دی، حرام وګڼئ، او بل څه ته پام مه کوئ [او له دې څخه مطلب د سنتو او وحی خفي انکار دی].
سليمان ندوي هندي رحمه الله وایي: د ډېرو محقق علماوو په څېر موږ هم په دې باور يو چې په احاديثو کې صحيح احکام له قرآن کريم څخه اخستل شوي دي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د قران کریم څخه استنباط کړي دي. نو پر موږ لازمه ده چې هغه ومنو او عمل پرې وکړو، په هغه صورت کې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي. دغه استنباط ته په قرآن کریم کې کله کله «تفصیل» او کله کله هم «اراءة» ویل شوي دي: «وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ»؛ «موږ په ښکاره دلايلو او څرګندو معجزو سره پېغمبران راليږلي دي چې د هغوى د رسالت څرګندونه کوي او د کتابونو سره مو رالیږلي دي، او پر تا باندې مو قرآن نازل کړى دى، د دې لپاره چې ته خلکو ته هغه څه روښانه کړې چې د هغه لپاره هغوى ته لېږل شوی یې. تر څو دوی د هغه په اړه فکر وکړي).
«إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ»؛ “موږ پر تا باندې کتاب (قرآن کریم چې حق دی او هر څه بیانوي) په حقه سره نازل کړی دی، د دې لپاره چې ته د خلکو په منځ کې د هغه څه له مخې فیصله وکړي چې خدای درته ښودلي دي.”
ابن قیم رحمه الله ویلي دي: «سنت، الهي قوي پناهځای ده، څوک چې هغه ته پناه ور وړي، په امن کې دی…. سنت ژوند او رڼا ده، چې په هغه سره د انسان نېکمرغې او هدایت له هغه سره تړل شوی دی لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.»؛ “آیا هغه څوک چې (زړه یې) مړ وو او موږ هغه بېرته را ژوندی کړ او د هغه لپاره مو رڼا پیدا کړه، ترڅو د هغه رڼا په واسطه د خلکو په منځ کې وګرځي، ایا د هغه کس په څېر دی چې په تیاره کې ګیر دی او د وتلو لاره یې نشته؟ په دې توګه، کافرانو ته خپل اعمال سينګار شوي دي.”