Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»هندوېزم (نهمه برخه)
دینونه سه شنبه _27 _اگست _2024AH 27-8-2024AD

هندوېزم (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر فضل احمد "احمدي"

هندوېزم (نهمه برخه)

1. د هندو مذهب دورې
 هندوېزم یو ژوندی او خوځنده دین دی چې اوس مهال نږدې یو ملیارد پیروان لري او لومړنی هندي مذهب دی چې له دریو زرو کلونو څخه ډېر قدامت لري.
 غربي مستشرقينو د دغه مذهب تاريخي دوره په دريو بېلابېلو دورو وېشلې ده چې عبارت دي له: ودائي دوره؛ برهمني دوره او هندو دوره. د دې لیکنې په دوام او په لومړي ګام کې به د هندوییزم تاریخي دورې وڅېړل شي او بیا به په نورو مسایلو خبرې وشي.
 الف. ودائي دوره (له 600 څخه تر 1500 کاله وړاندې له مسیح)
 د څېړونکي او هندو پوه “وینټرنیټس” په وینا، ودا ګان له  700مخکې له میلاد څخه تر  2500 پورې دورې پورې تړاو لري؛ مګر د اوسني عصر ډېری پوهان په یقیني توګه د دوی د ظهور نیټه د 2500 ق م څخه وروسته ګڼي؛ په هر حال، دا غوره ښکاري چې د وداګانو د پیدایښت نیټه له میلاد څخه وړاندې لږ تر لږه د دوهمې زریزې په مینځ کې وي.
 د ځینو لیکوالانو په وېنا، ودائي دوره په هند باندې د آریایانو د یرغل او د دوی د استوګنې سره سمون لري. په دې دوره کې د  “برهمنانو”  طبقه یا ډله واکمنه شوه او د آریایانو کلتور چې د بشري ټولنې یو له غوره کلتورونو څخه ګڼل کېده، په هند کې خپور شو.
 په دې دوره کې د هندوانو دوه مقدس کتابونه  “وداګان ”  او  “او پانیشاد”  لیکل شوي. د وداګانو په دوره کې ډیری ودائي رسمونه، په ځانګړې توګه د قربانۍ دود چې له پخوانیو وختونو راهیسې د پام وړ و او ورو ورو افراطي بڼه یې ځانته غوره کړې وه او د دې افراطیت په وړاندې د غبرګونونو او نیوکو لامل شو، رواج پیدا کړ او د اوپانیشادونو د ظهور لپاره یې زمینه برابره کړه. «اوپانیشاد» چې د هندوییزم د تاریخي دورې په اوږدو کې یو له خورا مهم هندو اثارو څخه دې، له دوو برخو څخه جوړ شوی دې: “اوپه” د مخکې او نږدې او څنګ په معنی او “شد” د کښېنستلو او آرام کولو په معنی؛ چې د دې دوو کلمو ترکیب د  “نږدې کښېنستلو” معنی او مفهوم لري. دا کلمه په تدریجي ډول د  “پټ تدریس”  یا  “د داخلي زده کوونکو درس”  معنی هم افاده کوي کوم چې ښوونکي په پټه توګه خپلو غوره او خورا مشهور زده کونکو ته سپاري چې لارښوونې یې په غوره طریقه تعقیب کړي. د  “اوپنشاد”  له راتګ وروسته، فلسفي او صوفیانه تمایلات او طریقې د وچو ودائي مذهبي مراسمو او دودونو ځای نیسي، چې په حقیقت کې یې خورا پراخ بدلونونه رامنځته کړل.
 مستشرقین او لیکوالان د دې دورې د څېړلو لپاره لرغونو ویدیک متنونو ته استناد کوي چې نږدې زر کاله وړاندې لیکل شوي؛ خو په هغو نظرياتو کې چې اکثراً له فقه الغة څخه اخیستل شوي دي، د دې نصوصو څرګندونه د تقدم او تأخر سبب ګرځي؛ البته د دې ډلې څېړونکو  ودائي علم، اخلاق، ارواپوهنه او ويدک حکمتونه پرته له دې چې پخپله د هندوانو نظرونه په پام کې ونيول شي، تفسير کړي او هندو مفسرين يې اصلي مفسران بولي؛ دا په داسې حال کې ده چې د هندو څېړونکو او لیکوالانو په وینا، ویدیک سندرې او رسمونه د مذهبي او نه بدلیدونکي دودونو له مخې په ځانګړي ډول له مرشد څخه مرید ته او له  ښوونکي څخه زده کونکي ته لیږدول کیږي.
«سومیا ویلیمز» انګلیسي مشهور هندو پوه داسې لیکي: «ویدیک مذهب د طبیعي شیانو او پدیدو عبادت دې لکه اور، لمر، باد او باران؛ کله کله دا پديدې په شخصي بڼه  د رب النوع په توګه د عبادت وړ وي او کله کله د واحد خدای په عمومي او مبهم مفهوم کې راځي.»
 داسې ښکاري چې دا عمل د هندو څیړونکو او پوهانو له نظر سره مخالف دې؛ د معاصر هند یو له سترو فیلسوفانو او مفسرینو څخه «شری ارو بینیدو» چې په دې برخه کې ډیر آثار لري، د اوپنشادونو په اړه په خپله تبصره کې لیکي:  “د اوپنیشادونو خدایان د الهی قدرت د نړیوالو څرګندونو استازیتوب کوي، او د بیلګې په توګه: دا درې خدایان (اندرا، وایو او اگني) په دریو حکمونو کې د لوی کائنات استازیتوب کوي. اندرا په حسي کچه کې دې، وایو په حیاتي کچه کې دې او اګني په مادي کچه کې دې”.
 د ویدیک دورې د هند په کلتور او ادب باندې مشخص او پراخه اغېزه درلوده؛ البته د معاصر ژوند اړتیاوو او ضرورتونو، ډیری هندي دودونه بدل کړي دي. او له ویدیک دورې وروسته، چې د هندوییزم له ثمره ډکه دوره ده، د جشنونو او قربانیو ارزښت ورو ورو کم شوی. په حقیقت کې، د “اهمیسا” عقیده یا باور د مخالفو فرقو لکه جین او بودایانو عقیده ده چې وروسته یې ارزښت ترلاسه کړ او د قربانۍ په څېر مهم دودونه یې بدل کړل.
 ویدونه چې په عمومي ډول د ویدیک  “سمیتاس”  په نوم یادیږي، د هندوییزم د دعاګانو او مذهبي آیاتونو مجموعه ده، د دې ویدانو اصلي اتلان خدایان دي او د دوی د عبادت کوونکو بنسټیزه او پرله پسې انګیزه د دوی د غوسې او خپګان کمول دي، کوم چې د ژوند اصلي ویجاړوونکی پېژندل کیږي.
 په هرصورت، ودائي آریایان، یا په بل عبارت، هغه آریایان چې د ویدانو دودونه یې منلي، په مختلفو ډلو ویشل شوي دي؛ مګر کله چې دوی د خدایانو عمومي عبادت او د مذهبي چارو ترسره کولو لپاره سره یوځای کیږي، دوی معمولا څلور ویدونه په لاسونو کې لري چې ریک ودا، یاجو ودا، سامه ودا او اتروه ودا دي.
 داسې ښکاري چې تر ټولو لرغوني او مهم وداګان ریک ودا وي، ورپسې اتروه ودا دې. نن ورځ آذربان یا اتسبان چې د ریکویدا معنی لري، د جادوگرۍ په اړه ډیری آیتونه لري، او یاجوروید د قربانیانو کارونو په اړه نور معلومات بیانوي. د هندوییزم ډیری ودائي یا ویدیک خدایان له طبیعت څخه اخیستل شوي: لمر، سپوږمۍ، اور، اسمان، طوفان، هوا، اوبه، سهار، باران او داسې نور… داسې ښکاري چې “اندره”، د باران او تندر خدای د نورو په پرتله لوړ قدر لري.
«یاګیا»، د ستاینې او قربانۍ اختر دې، د هندوانو ترمنځ د دعا ګانو یوه مهمه بڼه وه. هغوئ به د اور په شاوخوا کې راټولېدل او خپلې نذرانې به یې پکې اچولې؛ (البته د زردشت په ګډون په نورو مذهبونو کې هم اور ته ډېر اهميت ورکول کېده) کله کله به يې په اوبو کې هم اچول. هغه شیان وړاندې کېدل چې د څښتن یې خوښېدل، یا په بل عبارت، د پام وړ ارزښت او اهمیت یې درلود. د یاګیا د معنی په اړه د څیړونکو لخوا بیلابیل نظرونه څرګند شوي دي، لومړی: دا چې یاګیا د هندوانو د خدایانو د خوښۍ یوه طریقه ګڼل کیدی شي؛ یعني د خپلو شتمنیو یوه برخه دوی ته په ورکولو سره کولای شي خدایان د هغوی د ګناهونو د بخښلو لپاره راضي کړي. دوهم: یاګیه د یادګاري نذرانو او سوغاتونو په نوم یادیږي چې خدایانو ته د اطاعت، بندګۍ او وفادارۍ نښه ده. درېیم دا چې یاګیه له معبودانو سره په بشپړه توګه د نه تړاو معنی لري، چې په اصل کې د خدایانو د رضایت لپاره هم دي.
 په ویدیک دین او مذهب کې ډیری مقدس متنونه شتون لري چې ویداس نومیږي، چې معنی یې پوهه ده “سيدر بلوم” ليکي:  “دا علم او پوهه د غوږونو له لارې ترلاسه کيږي، نه د سترګو له لارې، دا د مقدسو نصوصو په هر ځای کې ليکل شوي، داسې عبارات لکه چې اوريدل شوي دي، يا دا خبره له سپيڅلو خلکو څخه  ذکر شوې ده”.
 “فیلسین شاله” د  “لوی مذهبونو لنډ تاریخ”  کتاب کې لیکي: «د ویدا ترټولو پخوانۍ برخه ریګ ویدا ده چې د 1000 او 1500 ق م تر منځ لیکل شوې او 1028 ترانې یا په عمومي ډول آیتونه یا نښې لري.
 ترټولو زړه ترانه له میلاد څخه مخکې د دوهمې زریزې په لومړۍ برخې پورې اړه لري، کوم چې ترټولو زوړ مقدس کتاب ګڼل کیږي. د ویدا په کتابونو کې مذهبي ترانې یا سرودونه، فلسفي/صوفیانه منظومې او مذهبي شعرونه او د کوډو، دعا ګانو او اذکارو لارښوونې او قواعد، د مینې د ويښولو او متحرک کولو وسیله شامل دي؛ مګر د تناسخ هیڅ نظریه شتون نلري کوم چې هندوانو ته ځانګړې ده.
د ځینو لیکوالانو په وینا، ریګ ویدا د خپلو لیکوالانو لخوا په لسو  “منډلونو”  کې طبقه بندي شوې او د لومړۍ او دوه وروستیو طبقو پرته، نور ټولګي هر یو مختلف “رشیانو” یا مقدس لیکوالانو ته منسوب شوي. د ټولګي وروستی کتاب باید د نورو کتابونو په پرتله ډیر وروسته لیکل شوی وي؛ ځکه چې په تفسير او بیان کې له نورو کتابونو سره بنسټيز توپير لري؛ په دې کتاب کې شته فکرونه، خیالونه او تخیلونه خورا لږ او ابتدايي ښکاري؛ بلکه تر ډېره ښکاري چې دا په یوه پرمختللې ټولنه کې جوړه شوې وه او سخت مذهبي دودونه او رسمونه پکې شامل دي. په هر صورت، دا ټکی باید په پام کې ونیول شي، که نه نو د ویدیک ټولنې په اړه یاد شوي کتابونه او د پخوانیو آریایانو افکار او احساسات به غلط یادونه او تصورات راولي.
 «ډولافور» د «هند تاریخ» په کتاب کې لیکي: «آریايي خلک ډېر متدین او مذهبي خلک وو، د دوی په منځ کې سم او مناسب رسمونه او دستورونه خپاره شول او څرنګه چې د دوی تمدن پرمختګ وکړ، په دین کې یې ګڼې ستونزې راپیدا شوې چې اړونده مراسم او رسمونه پېچلي، د پوهیدو وړ او د زغم وړ نه و؛ له همدې امله د وخت په تېرېدو او له دغو پرمختګونو وروسته، د درې نورو ویدونو تالیف د ځانګړو مذهبي موخو لپاره اړین شو، چې دا دي له:
1.  “سامه ویدا” چې هغه سندرې پکې شاملې دي چې ډیری یې په ریګ ویدا کې دي او په ځانګړو مواردو کې ویل کیږي.
2.” یجور ویدا”  چې محتوا یې د کوډو جادو او منترونو او په ژوند کې د بریا لپاره دعاګانې او همدارنګه د بدیو او آفتونو څخه د ساتنې لپاره خیراتونه وو. دا وروستی ویدا هغه وخت تالیف شو چې آریایي خلک په تمدن کې خورا پرمختللي وو او حتی ممکنه ده چې په هغه وخت کې د هندوانو مذهبي افکار او نظریات هم تر یوه حده د آریایانو په منځ کې خپاره شوي وي. هغه بنسټیز بدلونونه چې د هندو اریایانو په اخلاقو، آداب او عادتونو کې په دې ډول راغلي، له تاریخي پلوه خورا مهم او ارزښتناک دي او هغه روښانه او ښکلې منظره چې په ریګ وید کې د ژوند په مظاهرو کې منعکس شوې، دلته په یوه داسې منظره بدله شوه چې ډېر لږ هیله بخښونکې او تر ډېره تقدیر او قضا ته تسلیم ده؛ قضا او قدر چې د اسلام په ګډون په نورو اديانو کې هم لوړ مقام لري.
ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (دوه دېرشمه برخه)
Next Article د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (ډېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD1 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (ډېرشمه برخه) راځو د دې…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (ډېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.