لیکوال: شکران "احمدي"
د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (څلورمه برخه)
د بدعت لغوي تعریف
بدعت: په لغت کې د «بَدع» څخه اخیستل شوی دی او هر نوی شی یا کومه نوې پدیدې ته ویل کیږي چې پخوانۍ بېلګه یې نه وي. نو ځکه الله تعالی د “بدیع السموات و الارض” په توګه توصیف شوی دی، چې هغه د اسمانونو او ځمکې خالق دی، پرته له دې چې د هغو هیڅ پخوانې نمونه او بېلګه، شتون ولري.
فيومي وايي: “د بدعت کلمه [په اسلامي تاريخ کې] په تدريجي ډول «په دين کې د کموالي او زياتوالي» په معنا کارول شوې او په همدې معنا غالبه او خپره شوې ده.”
له همدې امله دا کلمه په اسلامي کلتور کې داسې اصطلاح وګرځېده چې په اړه یې ډېر اتفاق نشته. د دغه اصطلاح مذهبي معنا د دې کلمې لغوي معنا یې محدوده کړې ده، او اوس یوازې هغه بدعتونه پکې شامل دي چې د دین په ساحه کې واقع کیږي. لکه څرنګه چې د دین تعلیمات په وحیاني ډول نازل شوي دي نو ځکه قرآن کریم هر ډول تصرف او لاسوهنه چې دینی بنسټ ونه لري په «ابتدعوها» سره یې رد کړي دي. او همدارنګه نور آیاتونه لکه د آل عمران ۷، انعام ۶۵ و ۱۹۵ او د توبې ۳۱ آیت هم د بدعت د استناد او حکم لپاره کاریږي.
همدا ډول ابن منظور وايي: «بدع الشيء یبدعه بدعا وابتدعه أنشأه وبدأه… البدیع والبدع» یعني هر هغه شی چې د لومړي ځل لپاره جوړ شوی وي، لکه څنګه چې خداى تعالی فرمايي: «قل ما کنت بدعا من الرسل.» ژباړه: «ووایه: زه خو کوم لومړنی بې سابقې پییغمبر نه یم (او زه له ځانه سره داسې څه نه راوړم چې له ما څخه مخکې هیڅا نه وي راوړي، بلکې له ما څخه مخکې بې شمیره پیغمبران راغلي دي چې خلکو ته یې توحید او اخلاق راوړی، او زه د دوی وروستی او اخرنی پیغمبر یم.)
په عموم کې بدعت هر هغه نوې څه ته ویل کیږي چې د دین له بشپړېدو وروسته پکې اضافه شوی وي. خدای تعالی فرمایلي دي: «وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا»؛ “د هغه[عیسی] پیروانو یو سخت رهبانیت رامینځته کړی چې موږ په دوی نه و واجب کړی.” يعنې هغه یې بدعت وبولی.
بدعت په مذهب کې هغه قول ته ویل کیږي چې ویونکی یې شریعت او قطعي اصولو ته منسوبوي.
ابوالبقا کفوي رحمه الله وایي: «بدعت هر هغه عمل دی چې له مخکني مثال پرته ترسره شي.»