پر افغانستان د شوروي سرو لښکرو برید او د هغه ناوړه پایلې
افغانستان د نړۍ په تاریخ کې د امپراتوریو ګودر او لاره ده. د ډېرو کلونو راهیسې تر ننه پورې د نړۍ درې زبرځواکونه چې په نړۍ کې یې خپل حریف نه دی موندلی او شعارونه یې ورکول او د سیال غوښتنه یې کوله، د افغان ولس د زړورتیا او قربانۍ په وړاندې له شرمناکه ماتې سره مخ شوي دي. د افغانستان خلکو نړۍ ته ثابته کړه چې د هیڅ زبر ځواک، استبداد، استعمار، ذلت او غلامي نه مني او نه تسلیمیږي.
د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومي په شپږمه د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان برید او پر خاوره یې یرغل وکړ.
په افغانستان کې شوروي پوځیانو ډله ییزې او وحشیانه وژنې پیل کړې. دوی پر هر کلي او ښار برید وکړ، چې سخت ځمکني او هوايي بریدونو ورسره مل وو او هلته یې یوازې د وژلو نښې، د ویجاړۍ نښې او د بې ځایه کېدو نښې پاتې شوې.
له یو ملیون څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او قربانیان شول. څه د پاسه پنځه ميليونه وګړي له هېواده بهر او دوه ميليونه نور په هېواد کې دننه بې ځايه او له لنډمهاله او دايمي ستونزو او کړاوونو سره مخ شول. همدارنګه، د هیواد یو پر دریمه برخه نفوس کډوال شو؛ زیربناوې ویجاړې شوې؛ زرګونه کورونه وران شول؛ خو له دې ټولو فسادونو او ورانیو سره سره د افغانستان غیور ولس هیڅکله د اشغال او استعمار تر اوږو لاندې نه دی راغلی او پر خپلو دښمنانو ته یې شوه نه ده راوړې.
پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۰ زره پوځیانو په لرلو سره پر افغانستان یرغل وکړ او اشغال یې کړ، خو د وخت په تېرېدو او له بدو پایلو او له شرمناکه ماتې سره جوخت دا څرګنده شوه چې د روسانو لخوا پر دغه ګران هېواد برید یو له هغو څخه وو. د هغه دورې په بهرنۍ پالیسۍ کې د کرملین ماڼۍ لویې تېروتنې به د تل لپاره د دوی پر تندي باندې د شرم او خجالت داغ وي.
د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ مه د سرو لښکرو ځانګړو ځواکونو چې د افغان پوځ د عسکرو په ملاتړ یې د هغه وخت ولسمشر حفیظ الله امین وواژه او د کابل مهم دولتي تاسیسات یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل او هغه یې ونیول. په دې توګه د راتلونکو نسلونو لپاره خونړۍ او په پراخه پیمانه جګړه چې له ناوړه نړیوالو پایلو سره په افغانستان کې پیل شوه.
چارواکي، کارپوهان او د افغانستان خلک په دې باور دي چې په هېواد کې شته ستونزې او د ناامنیو دوام د «تورې کودتا» او د سره پوځ د یرغل له امله دی.
له دې سره سره چې په افغانستان کې د روسانو د لس کلن حضور او پر دغه هېواد د هغوی د برید په پایله کې، افغانستان په کنډوالو بدل شو او ډېر انساني او مادي ځواکونه یې له لاسه ورکړل؛ سربېره پر دې دغه نابرابره جګړه روسانو ته کومه ګټه او پایله ورنکړه او بالاخره د میخایل ګورباچوف په دوره کې د هغه وخت شوروي حکومت دې نتیجې ته ورسېد چې د افغان جګړې په ډنډ کې راګیر او هره لحظه د ډوبېدو په حال کې دی.
بلاخره تقدیر داسي وو چې روسان له افغانستان په تور مخ ووځي. کله چې د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه چې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې د میاشتې له ۲۶ نیټې سره سمه، وروستی روسي عسکر له امو سیند څخه تېر شو، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو او رټلو بهیر بشپړ شو. له دې ماتې او وتلو وروسته هيچا باور نه کاوه چې شوروي اتحاد به ډېر ژر ړنګ او له منځه ولاړ شي او د زمانې له صحنې به ورک شي.
د روسیې د تاریخ په اوږدو کې دا د افغانستان له خلکو سره د شوروي اتحاد تر ټولو اوږده او پرله پسې جګړه وه، چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو یو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. که څه هم شوروي دولت د افغانستان د اشغال په کلونو کې هیڅکله د جګړې، استعمار او اشغال خبره نه وه کړې، خو مشرانو یې ویل چې شوروي ځواکونه د خلکو په غوښتنه او د هغوی د دفاع لپاره حاضر وو.
البته دا شرمناکه کړنه او عمل د زبرځواکونو له لسګونو چلونو څخه دی چې د خلکو د افکارو په وړاندې د نورو هیوادونو د اشغال او استعمار توجیه کول دي.