ليکوال:ډاکټر فضل احمد احمدي
توحید او تثلیث (دریمه برخه)
۲ـ په مسيحيت کې توحيد
په دې کې شک نشته چې عیسویت/ نصرانیت آسماني، ابراهیمي او توحیدي دین دی. له همدې امله، عیسویان هم د یهودیانو په څیر په توحید باور ولري. د مثال په توګه، عیسویان د عهد عتيق کتابونو څخه ډیری آیتونه چې یهودیان یې د توحید نښه بولي مني، او پر دې سربیره هغه څه چې په عهد عتيق کې دي، دوی د خدای د وحدانیت لپاره په عهد جدید کې هم ډیری آیتونه وړاندې کوي، لکه لاندې آيتونه:
« نو عیسی ورته وویل: ای شیطانه لرې شه! ځکه لیکل شوي دي چې ته خپل رب ته سجده وکړه او یوازې د هغه عبادت وکړه.»
یو عالم راغی او له هغه (عیسی) څخه یې پوښتنه وکړه چې د ټولو حکمونو څخه لومړی کوم حکم دی؟ عیسی ورته ځواب ورکړ چې د ټولو حکمونو څخه لومړی دا دی: « ای اسرائیل واورئ! زموږ خدای، يواځنى خدای دی، او د خپل خدای، په ټول زړه، ټول روح، او په خپل ټول قوت سره مينه کوه، او دغه لومړی حکم دی.»
« عیسی وویل، ته ولې ما ته ښه او نيک وایې، او حال دا چې هیڅوک ښه نه دی، پرته له خدای.»
«او ابدي ژوند دا دی چې تاسو یوازیني خدای وپیژنئ، او عیسی مسیح چې تاسو ته لیږل شوی دی.»
«او دا چې مګر یو، بل خدای نشته… .»
په رسمي سند کې چې د کاتولیک کلیسا لخوا صادر شوی او د کاتولیک کلیسا رسمي عقیده (کتگیزم) په توګه پیژندل کیږي، دا په واضح ډول د خدای د توحید او یووالي باندې اعتراف کوي او وایي: «زه په یو خدای باور لرم» او دا متن، کوم چې د قسطنطنیه د نیقیه عقیدې لومړۍ جملې د خدای د وحدانیت اعتراف څرګندوي، چې د پخوانیو وختونو د الهیات وحی پراساس دی، چې خدای بې مثاله دی؛ یوازې یو خدای شته او…؛ له همدې امله، «عیسوي دین دا اقرار کوي چې خدای په خپل فطرت، جوهر او ذات کې واحد او لاشریک دی.» اوس د دې حالت او حقیقت سره سره چې عیسویان د خدای وحدانیت مني او یو خدای پیژني او په مسیحي کتابونو کې د یو خدای عبادت کولو امر شوی دی، پوښتنه دا ده چې د تثلیث مسله څنګه راپورته شوه او ولې نن ورځ عیسویان د تثلیث عبادت (درې ګونې) باندې مشهور دي؟ لکه څنګه چې قران کریم فرمایلي دي: «لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ»
په راتلونکو برخو کې به، د تثليث مسله وڅيړل شي.