لیکوال: مهر الله عزیزي
د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۱۴)
د بودیزم تعلیمات (دوام)
۴. اخلاقي چلند او د نفس کنټرول
بودیزم او جیني آیین د اخلاقو په برخه کې له یو بل سره ځانګړې اړیکه لري. البته هغه توپیر چې د دغو دوو آیینونو ترمنځ موجود دی، د راهبانو او عادي خلکو ترمنځ د طبقو وېش دی. په جیني آیین کې دوه ډلې موجودې دي: یوه ځانګړې ډله چې راهبان او هغه کسان پکې شامل دي چې د ریاضت او د دنیا د پرېښودو لپاره یې ګوښه ژوند غوره کړی وي او بله ډله عام خلک دي چې نه راهبان دي، نه یې ریاضت غوره کړی او یې دنیا ته شا کړې ده.
خو په بودیزم کې دا ډول طبقهبندي شتون نه لري؛ ټول پیروان په مساوي ډول د دې آیین د تعلیماتو پر پیروۍ مکلف ګڼل کېږي. بودیزم ته د داخلېدو لپاره ځانګړي شعائر اړین نه دي، بلکې که څوک غواړي دې آیین ته داخل شي، باید خپل مال او شتمني پرېږدي، زاهدانه ژوند غوره کړي، نفس او غوښتنې کنټرول کړي، له اړمنو خلکو ملاتړ وکړي او د دوی اخلاقي تعلیمات مراعات کړي.
په همدې اساس، په بودیزم کې یو مهم اصل د نفس او غوښتنو کنټرول او د زاهدانه ژوند غوره کول دي. که څوک دغه اصل مراعات نه کړي، له نجات او خلاصون څخه لرې پاتې کېږي؛ ځکه د بودیزم له نظره هغه څوک چې پر خپل نفس او غوښتنو برلاسی نه شي، نشي کولای د «نیروانا» حالت ته ورسېږي او همدارنګه د راهبانو د جماعت بشپړ غړی هم نه شمېرل کېږي. البته د اسلام له نظره د نفس او غوښتنو کنټرول ځانګړي اصول او تعلیمات لري چې د عقایدو او افکارو په برخه کې به پرې بحث وشي.
۵. سنساره (تناسخ)
د بودیزم بل مهم او اساسي اصل «سنساره یا تناسخ» دی.
«سنساره» په لغت کې د «تلپاتې سرګردانۍ» معنا لري او په اصطلاح کې «د ژوند کړۍ»، «تناسخ» او «د بیا زېږېدو د دوران» په معنا کارول کېږي. له سنساره څخه موخه دا ده چې انسانان د ژوند بېلابېل پړاوونه تېروي او هر انسان څو پرلهپسې ژوندونونه لري؛ یعنې انسان له ظاهري مرګ وروسته، په بل قالب کې نوی ژوند پیلوي او د هر انسان راتلونکی ژوند د هغه د تېر ژوند له کرما او کړنو سره سمون لري. په بل عبارت، د انسان راتلونکی ژوند د هغه د مخکیني ژوند د کرما پایله ده.
د مرګ او بیا زېږېدو دغه کړۍ تر هغې دوام کوي، چې انسان «نیروانا» ته نه وي رسېدلی. نو ځکه، یوازې هغه کسان کولای شي د ژوند له دې کړۍ څخه خلاصون ومومي چې د برین د اتهګونو لارو په وهلو سره نیروانا ته ورسېږي؛ که نه، نو تر ابده به د دې کړۍ او د هغې د درد او کړاو په بند کې پاتې وي.[1]
بودا په دې اړه وایي: «ای راهبانو! د مخلوقاتو د سرګردانۍ پیل ازلي دی او هغې زمانې ته رسېږي چې پیل نه لري… هغه مخلوقات چې په ناپوهۍ کې ډوب دي، د خپلې سختې تندې او غوښتنې له امله سرګردانه او وارخطا موجودات دي. ای راهبانو! ستاسو په اند، د څلورو سمندرونو اوبه ډېرې دي او که هغه اوښکې چې ستاسو له سترګو بهېدلې دي؟ هغه اوښکې چې تاسو د بیا زېږېدو په دې اوږده او سرګردانه سفر کې د ډېر درد او غم له امله تویې کړې دي؟»[2]
۶. د هستۍ درې نښې
د بودیزم د ښوونو له مخې، د نړۍ ټولې پدیدې او د هستۍ ټول مظاهر درې نښې لري. دغه درې نښې دا دي:
الف. ناپایداري (اَنِچَه ـ Anicca)
د هستۍ لومړۍ نښه د نړۍ ناپایداري او بدلون دی. یعنې په نړۍ کې هېڅ شی په یوه ثابت حالت نه پاتې کېږي، بلکې تل د بدلون او تحول په حال کې وي. زېږون، ځواني، بوډاتوب، خوښي، غم، شتمني او قدرت، ټول راځي او بیا له منځه ځي. ناپایدارو او بدلېدونکو چارو پورې زړه تړل د انسان د کړاو سبب ګرځي.
ب. کړاو (دوکَه ـ Dukha)
د هستۍ دویمه نښه رنځ او کړاو دی؛ یعنې دنیا ټوله له غم او درد څخه ډکه ده. البته دا په دې معنا نه ده چې انسان هر وخت په رنځ کې وي، بلکې معنا یې دا ده چې د انسان خوښۍ هم له کړاو سره ګډې وي. په دنیا کې داسې هېڅ خوښي نشته چې له غم او درد سره مل نه وي او هېڅ داسې لذت نشته چې له ځان سره تکلیف او رنځ را نه وړي.
ج. د ځان یا ثابت نفس نشتوالی (اَنَتا ـ Anatta)
د هستۍ درېیمه نښه د «ځان» او ثابت جوهر نشتوالی دی؛ یعنې په انسان او نورو موجوداتو کې کوم ثابت او خپلواک «زه» یا «خود» وجود نه لري. هغه څه چې موږ یې “زه” ګڼو، په حقیقت کې د بدلېدونکو جسمي او رواني عناصرو مجموعه ده. پر ثابت نفس باور د دلبستګۍ او کړاو ریښه ګڼل کېږي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. فیاض قراپی، ادیان هند، مخ ۳۱۶.
[2]. داریوش شایگان، ادیان و مکتبهای فلسفی هند، جلد ۱، مخ ۱۶۱.


