لیکوال: ابورائف عبدالله
فراماسونري (برخه: ۳۶)
یهود او اسلام
له نورو ادیانو سره د یهودیت د اړیکو د څېړنې په لړ کې، په دې برخه کې د یهودو او د اسلام د سپېڅلي دین ترمنځ اړیکه څېړو. دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلام پر وړاندې د یهودو دښمني کومه پټه موضوع نه ده؛ د اسلام پر وړاندې د یهودو دښمني د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د دعوت له پیل سره سمه (او ښايي له ده وړاندې، بلکې د هغه له زېږون هم وړاندې) پیل شوې ده؛ ځکه هغوی پوهېدل چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به راځي او یو نوی دعوت به راوړي، د دوی خوبونه او پلانونه به له منځه وړي او په بشپړه توګه به یې حالت بدلوي.
له همدې امله، هغوی د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د شاوخوا خلکو زړونه د هغه له زېږون مخکې او وروسته له کینې ډک کړل او هیله یې درلوده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هېڅکله دې نړۍ ته را نه شي. د همدې علت له مخې، کله چې د الله رسول صلیاللهعلیهوسلم خپل دعوت پیل کړ، هغوی لومړني کسان وو چې دروغجن یې وباله، په مقابل کې یې دښمنان راوپارول، ډلې او ائتلافونه یې تنظیم کړل.
ډېری یې د ناپوهه قریشو تر شا درېدل او د هغوی په ذهنونو او فکرونو کې یې د کفر، سرکښۍ او طغیان اور بلوه. کله چې د الله رسول صلیاللهعلیهوسلم مدینې ته هجرت وکړ، د هغوی کېنه او لجاجت نور هم زیات شو؛ داسې ښکاریده لکه د الله رسول صلیاللهعلیهوسلم چې د یوه وحشي ځناور پر ځاله برید کړی وي.
له هماغې لومړۍ ورځې څخه د الله تعالی یهود دښمنان لاس په کار شول او هڅې یې پیل کړې چې د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم او د هغه د دعوت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او خلک یې پر ضد راوپاروي، په دې لړ کې یې له خپلو شتمنیو، تړونونو، کینو او بلې هرې ممکنې وسیلې کار واخېست.
هر چا چې د اسلام تاریخ لوستی وي، نو د اُحد او احزابو (خندق او…) په جګړو کې د یهودانو له دریځ، او همدارنګه د هغوی له تړون ماتونې، خیانتونو او دسیسو څخه خبر دي؛ دا هغه چارې وې چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم یې دې ته اړ کړ چې د تأدیبي لښکرو په مټ د بنیقینقاع، بنینضیر او بنیقریظه پر وړاندې اقدام وکړي؛ چې په پایله کې یې هغوی په مدینه، خیبر، فدک او «تیماء» کې له بېخه وایستل او د هغوی لړۍ یې پرې کړه.
خو هغوی (د خپل عادت له مخې) د یوه میکروب په څېر د بشریت په وینه کې خپاره شول؛ وسوسې یې کولې او نقشې یې جوړولې. همدوی لومړني کسان وو چې په کنایه ویلو یې پیل وکړ او د «افک» حدیث یې خپور کړ؛ همدوی وو چې د عادل خلیفه، حضرت عمر بن خطاب رضياللهعنه د وژلو لپاره یې توطئه جوړه کړه. ځکه هغوی عمر رضياللهعنه یو نه ماتېدونکی ځواک ګاڼه. همدوی وو چې د حضرت عثمان بن عفان رضياللهعنه په زمانه کې یې د خپل روزل شوي کس، عبدالله بن سبأ یهودي، په وسیله فتنه را وپاروله او دا لړۍ یې د حضرت علي رضياللهعنه تر پایه پورې وغځوله.[1]
کله چې یهودو درک کړه چې دوی نشي کولای قرآن کریم او اسلام هماغسې تحریف کړي لکه څنګه یې چې انجیل او مسیحیت تحریف کړي وو (او هېڅکله به یې هم ونه شي کړای؛ ځکه قرآن کریم د قادر او غالب خالق په اراده او ژمنه د خلکو په زړونو او سینو کې خوندي دی: «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ») [2] ؛ نو له شا او په پټه یې چل او فریب ته مخه کړه، تر څو مسلمانان له قرآن کریم څخه لرې کړي او د اسلامي سنت او تاریخ په اړه شکونه را پیدا کړي؛ خو په دې کار کې هم ناکام شول، ځکه الله سبحانهوتعالی د حدیث شریف لپاره داسې لوی علما مقرر کړل چې احادیث شریف یې وساتل، تدوین یې کړل، کره کتنه یې پرې وکړه؛ او صحیح حدیث یې له ضعیف او جعلي هغو څخه جلا کړل.
کله چې یهودان په خپلو ټولو پلانونو کې ناکام شول، نو د مسلمانانو ترمنځ یې د تفرقې اچولو ته مخه کړه، تر څو لومړۍ مسلمانان سره وویشي او وروسته یې ښکار کړي. له همدې امله یې د «مزدک» فکر او پاڅون وارزوه او خپور یې کړ، د تشیع، قرامطه، اخوانالصفا، اسماعیلیه حشاشینو او د صوفیانو نظریې یې تبلیغ او تحریف کړې؛ او په وتوانېدل چې ځینې ډلې له سمې لارې او منهج څخه واړوي.[3]
د نوي عصر له پیل سره سم د یهودانو فعالیتونو زور واخېست، د مسلمانانو ترمنځ یې سیکولریزم او مدرنیزم مطرح کړ، او د مسلمانو ځوانانو او لوستونکو ترمنځ د خپلو اجنټانو په وسیله (هغه کسان چې په دقت سره د «نورانیانو»، یهودو او د هغوی د تابع متحدینو لهخوا د «شرق اعظم» په محفل کې روزل شوي وو) د دوی کتابونه او افکار خپاره شول. په دې توګه یې وکولای شول چې د عثماني پوځ د ځینو قوماندانانو لکه «مدحت پاشا»، «جمال پاشا» او یهودي مصطفی کمال افکار مسموم کړي؛ او عثماني خلافت چې د لوی اسلامي دولت وروستی سمبول و، له منځه ولاړ شي.[4]
له دې وروسته، یهودانو د پرمختګ، تمدن، ازادۍ غوښتنې او سوسیالیزم تر شعارونو لاندې نفوذ وکړ؛ پوځي کودتاوې زیاتې شوې، اقتصادي ګډوډي پیل شوه، د تولید مدیریت له ستونزو سره مخ شو، او د ملي کولو سیاستونو د عربي-اسلامي نړۍ د صنعتي پرمختګ بهیر له منځه یووړ. اخلاق هم د حاکمو شرایطو له امله کمزوري شول، فقر رامنځته شو او د امنیتي دستګاوو د زور زیاتي او د پوځیانو د واکمنۍ پر وړاندې د زور او قهر فضا رامنځته شوه.[5]
په دې توګه، یو بېمسؤلیته نسل رامنځته شو، د تعلق احساس کمزوری شو، او ځینو کسانو په ښکاره ډول اسلامي ارزښتونه او حدود له پامه وغورزول. د دې نفوذ په پایله کې بېحجابي خپره شوه، فساد زیات شو، او د دې ټولو تر شا هغه پټ او ککړ لاسونه موجود وو چې د خپلو اجنټانو زړونه یې د دین او دیندارانو پر ضد له کینې ډک کړي وو. لمونځ کوونکي یې د جوماتونو له دروازو راوګرځول، او د یوې یهودي-ماسوني طرحې د عملي کولو لپاره یې داسې وژنې ترسره کړې چې موخه یې د اسلام او د اسلام د پیروانو، فکري ازادۍ او د علمي-عملي بیدارۍ له منځه وړل وو.
له دغې نفوذ وروسته یهودو اروپايي پرېکړهکوونکو ته په رشوت ورکولو او د هغوی د سیاستوالو د فکرونو په ګمراه کولو سره وتوانېدل چې فلسطین ته داخل شي او د فلسطین اوسیدونکي بېکوره کړي؛ او په دې توګه د عربو د کورونو تر څنګ په یوه داسې ساعتي بم بدل شول، چې ځواک او شتمني زبېښي او د ودې پر لور د حرکت مخه نیسي. د دې لپاره چې دا چارې له هغو نړیوالو تدبیرونو سره تړلې وې چې د یهودو لهخوا رامنځته شوې ماسونري یې تنظیم کړې وه، او په خپلو تدبیرونو کې یې د خلکو د دوکه کولو، د حقایقو د تحریف، او د نافرمانۍ او ګډوډۍ د را پارولو پر طریقو تکیه کوله، نو جدي او دوامداره هڅې یې وکړې چې دین او آسماني شریعتونه مات کړي او پر ځای یې مادي او الحادي نظامونه ټینګ کړي.[6]
یهود او جګړې
یهودو د مادي ځواک د زبېښلو، د ګډوډۍ د خپرولو، د اخلاقو او ارزښتونو د ویجاړولو، او د شتمنۍ د راټولولو لپاره د فرصتونو د ښکار په موخه، تل جګړو ته مخه کړې ده او هڅه یې کړې ده همدا مادي لاسته راوړنې بېرته د نورو شررتونو په موخه وکاروي. یهودانو په تېر کې د ختیځ د لومړنیو دولتونو (د ایرانیانو او رومیانو، فرعونیانو او د سوریې د پاچاهانو ترمنځ) د جګړو تر شا لاس درلود، د نورو پر ضد به یې له یو بل سره مرسته کوله، د هغوی ترمنځ به یې فساد خپراوه او د دښمنۍ تخمونه به یې کرل.
دوی په عربي سیمو کې د ډېریو پاڅونونو او فتنو تر شا ولاړ و. د مثال په ډول د جاهلیت جګړې چې د الله د رسول صلیاللهعلیهوسلم او د هغه د دعوت پر ضد به ترسره کیدې، د ردّه جګړې، د عبدالله بن سبأ خوځښت، د زنګیانو او بابک خرّمي پاڅونونه، د قرامطه او حشاشینو خوځښتونه، د فرانسې او بریتانیا ترمنځ جګړې، د اروپا د امیرانو پرلهپسې شخړې، لومړۍ نړیواله جګړه، د عثماني خلافت پر ضد توطئه او له منځهوړل، دویمه نړیواله جګړه او هغه میلیونونه انسانان چې په دې جګړو کې ووژل شول، د فلسطین جګړه، له عربو څخه غصب، د «هیلا سیلاسي» ملاتړ (چې د یهودا سبط ته منسوب شوی) او د اریتره زبیښاک، په جنوبي امریکا کې پاڅونونه او جګړې، د کیوبا انقلاب، په روسیه کې د بلشویکي کمونستي انقلاب رامنځته کېدل او د ختیځې اروپا پر مرۍ پخه اېښودل، او په پای کې د کودتایي او سوسیالیستي انقلابونو خپرول؛ همدارنګه د خپل عامل «احمد سوکارنو» په لاس په اندونیزیا کې د کمونیزم پلي کول، چې په ۱۹۶۵م کال کې یې ګڼ مسلمان جنرالان د خپلې واکمنۍ د نسکورولو په پلمه ووژل.
په پاکستان کې یې هم له هندوانو سره د دوستۍ په پلمه لاس یو کړ؛ وروسته یې پاکستان په دوو برخو ووېشه، او بیا یې د کشمیر مسئله په دې نوم را پورته کړه چې یهودان د هندوانو دوستان دي. د دغو ټولو په منځ کې د جګړو بازار تود وساتل شو او لوی شمېر مسلمانان پکې قرباني شول. همدارنګه، د جنوبي افریقا د خلکو د تصفیې لپاره د سویلي افریقا او اسرائیلو ترمنځ همکاري او ملاتړ، د قبرس مسئله، او د ترکیې او یونان ترمنځ جګړه هم له همدې لړۍ سره تړلې دي.[7]
دا وینهتوېدنه لا هم روانه ده. کېدای شي ځینې ووایي چې یهودانو دا ټول کارونه نه دي کړي؛ خو باید پوه شي چې یهودانو د هغو فکري شخړو له لارې چې د پانګوالۍ او سوسیالیزم، کارګرانو او محافظهکارانو، دیموکراسۍ او مسیحیانو، او انقلابیانو او دیندارانو ترمنځ یې راولاړې کړې دي، د جګړو لپاره لار هواره کړې او تر شا یې ولاړ دي. فرماسونري د هغوی وسیله ده؛ هغه اوربلوونکې وسیله چې هر څه خوري او له منځه یې وړي.
هېره دې نه وي چې د دغو ټولو موضوعاتو په اړه به په راتلونکو برخو کې بحث ترسره شي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] د غې موضوع د لا ښه درک او په دغو پېښو او حالاتو کې د یهودو د دسیسو د پېژندنې لپاره دې لاندې منابعو ته مراجعه وشي:
– فقه السیرة از رمضان بوطی، دارالفکر، دمشق- سوریه، یوولسم چاپ، ۱۴۱۱ه.ق.
– السیرة النبویة؛ دروس وعبر، از شیخ مصطفی سباعی، المکتب الإسلامی، بیروت، لبنان، اتم چاپ ، ۱۴۰۵ه.ق.
– نبی رحمت، از علامه سیدابوالحسن علی الندوی، ترجمۀ مفتی محمدقاسم قاسمی، ندوی چاپ، زاهدان- ایران.
– الموسوعة المیسرة فی الأدیان والمذاهب المعاصرة، از داکتر مانع حماد الجهنی، لومړۍ ټوک، ص: 52، دارالندوة، څلورم چاپ، ۱۴۲۰.
[2]. الحجر: ۹.
[3]. الیهودیة والماسونیة، ص: ۲۶.
[4]. الشوادفی، صفوت، الیهود نشأة وتاریخا، ص:۷، دارالتقوی، قاهره، ۱۴۲۰.
[5]. هماغه اثر.
[6]. الیهودیة والماسونیة، ۲۷.
[7]. هماغه اثر.


