لیکوال: م. فراهی توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۵)
د پسامدرن نیهیلیزم بنسټیز عناصر
پسامدرن نیهیلیزم د مدرنې سوژهمحورۍ[۱] بنسټونه متزلزله کړې دي، چې دې چارې د نئولیبرال ـ سرمایهدارۍ په مدني ټولنه کې د فرد او ټولنې ترمنځ اړیکه په ژوره توګه ګډوډه کړې او پراخ اخلاقي بحران یې رامنځته کړې ده.
هغه اخلاقي بحران او ګډوډي چې د پسامدرن نیهیلیزم له امله رامنځته شوې ده، له هغه اخلاقي بحران او نسبیتپالنې سره بنسټیز توپیر لري چې له رنسانسي نیهیلیزم څخه سرچینه اخلي.
د رنسانس د دورې اخلاقي بحران د مدرنې سوژهمحورۍ د پیل له پړاو سره تړاو درلود، او منفي او انتقادي اړخ یې د تئوسانتریک (خدایمحوره) نیهیلیزم ته متوجه و. خو پسامدرن نیهیلیزم، د مدرنې سوژهمحورۍ د بنسټونو په لړزولو او د مدرن انسان د هویت د ماتېدو په لور د حرکت له لارې، داسې یو پراخ او ژور اخلاقي بحران او بشپړه ګډوډي رامنځته کړې ده چې ورځ تر بلې شدت مومي.
پسامدرن نیهیلیزم هر ډول ثابت اخلاق، او هغه اخلاقي نظامونه چې پر مطلقو احکامو ولاړ وي، ردوي؛ بلکې تر دې هم وړاندې ځي او د انساني ژوند په برخه کې د هر ډول اخلاقي قاعدې، حکم او یا له کوم اخلاقي نظام څخه د پیروۍ اړتیا ردوي. په داسې حال کې چې د رنسانس نیهیلیزم یوازې د منځنیو پېړیو خدایمحوره اخلاق نقدول، او اساسي ځانګړنه یې داسې نه وه چې په مطلق ډول له ټولو اخلاقي اصولو او نظامونو څخه انکار وکړي.
د پسامدرن نیهیلیزم دغه زوالموندونکی بحران او ګډوډي د مدرن لوېدیځ د ړنګېدو نښه ده او د انحطاط، زوال او نهایي نابودۍ پر لور د حرکت یو څرګند سمبول ګڼل کېږي. دا بهیر هېڅ ډول رغنده لیدلوری نه لري، بلکې له ژورې ناامېدۍ سره مل دی.
پسامدرن نیهیلیزم ستړی، بېوسه، ناامېده، منفيفکره، اندېښمن او مایوسه دی او د خپل راتلونکي لپاره هېڅ روښانه افق نه ویني.
د لړلیک په ډول د پسامدرن نیهیلیزم بنسټیز عناصر داسې بیانېدلی شي:
۱. پسامدرن نیهیلیزم د اومانیستي (انسانمحوره) نیهیلیزم د تکاملي بهیر وروستۍ بڼه ده، او پسامدرن نیهیلیزم خودویرانګره/ داسې ځانګړنه لري چې له خپل ځانه به اور اخلي؛
۲. په پسامدرن نیهیلیزم کې د مدرنې سوژهمحورۍ بنسټونه په ژوره توګه بېثباته شوې دي او انکار ترې کېږي؛
۳. په پسامدرن نیهیلیزم کې له ټولو اخلاقي نظامونو، بلکې پخپله پر اخلاقو له باور او التزام انکار کېږي، له همدې امله هر ډول اخلاقي نظامونه نفي کوي؛
۴. په پسامدرن نیهیلیزم کې د فرد (چې د نفسمحوره سوژې یا د نفس اماره فردي بڼه ده) او د نورو انسانانو او ټولنیز چاپېریال ترمنځ اړیکه په جدي توګه متزلزله کېږي، چې دا کار د مدرن لوېدیځ د مدني ټولنې بنسټونه کمزوري کوي. د دې بحران لامل په پسامدرن نیهیلیزم کې د سوژهمحورۍ تزلزل دی، چې په ابسوردي بڼه کې لا پسې ژورېږي، شدت مومي او خپرېږي؛
۵. پسامدرن نیهیلیزم د معرفتپوهنې په ډګر کې د نسبیتپالنې خپرېدو او د نوې سوفسطایي فکر د راټوکېدو لپاره زمینه برابروي، چې دا بهیر له رنسانسي نیهیلیزم سره په بنسټیز ډول توپیر لري.
۶. په پراخه کچه د نسبیتپالنې په خپرېدو سره بېمعنايي عامه بڼه غوره کوي، فکري او اخلاقي چوکاټونو له منځه ځي، پوهنپوهنیز او اخلاقي اضطراب (چې د مابعدالطبیعي اضطراب په توګه هم تعبیرېږي) غلبه کوي؛ چې دا وضعیت د انسانانو په منځ کې د هویت بحران لا پسې پراخوي.
۷. پسامدرن نیهیلیزم د خپل نسبیتپاله او نوې سوفسطایي ماهیت له امله د جزمپالنې په نوم هر ډول یقین، باوري اعتقاد او ثابت عقیدوي نظامونه ردوي، ملنډې پرې وهي او د له منځه وړلو هڅه یې کوي؛
۸. پسامدرن نیهیلیزم د مدرنې نړۍ بنسټیز مفروضات او اساسي عناصر تر پوښتنې لاندې راولي. په حقیقت کې په دې بهیر کې د لوېدیځ مدرن تمدن له مهمو نظري او عملي ارکانو څخه انکار کېږي او یو ډول شکاکانه دریځ پرې حاکمېږي. د پسامدرن نیهیلیزم اصلي ځانګړنه سلبی (منفي) اړخ دی. له همدې امله، د مدرنې نړۍ د اصولو او مفروضاتو پر وړاندې د دا ډول ویجاړوونکي دریځ له امله، د پسامدرن نیهیلیزم پدیده «ځانویجاړونکی/خودویرانګر نیهیلیزم» بولو.
۹. پسامدرن نیهیلیزم د خپل عیني ظهور له مخې دوه اساسي اړخونه لري:
الف: له یوې خوا د پسامدرن د بحرانځپلې مدني ټولنې په بڼه کې داسې پېچلی، کنټرولي او په ظاهره منظم توتالیتر جوړښت رامنځته کوي چې د خپلې ناتوانۍ، بېکارۍ او ځانویجاړونې له امله د پراخې بوروکراسۍ په شکل راڅرګندېږي. دا حالت د نئولیبرال توتالیتر استبداد د تطبیق وسیله ګرځي او د ټولنې پر برخلیک تسلط ټینګوي.
ب: له بلې خوا دا بهیر د یوه نوي سوفسطایي، له مانا څخه انکارکوونکي، نسبيپاله او شکمحوره فکري تمایل په بڼه راڅرګندېږي، چې د مابعدالطبیعي اضطراب د شدید طوفان په وسیله د مدرنې نړۍ ټول بنسټیز مفروضات او د هویت اساسي عناصر تر پوښتنې لاندې راولي، انکار ترې کوي او له منځه یې وړي. دا ډول تمایل ورو ورو د لوېدیځ پر ټولو وجودي اړخونو واکمنېږي او په پای کې نه یوازې د کنټرولي توتالیتر جوړښت د بېکفایتۍ لامل ګرځي، بلکې د پسامدرن نیهیلیزم دواړه اړخونه (الف او ب) د خپل ځانویجاړونکي منطق په ژورتیا سره له منځه وړي.
د پسامدرن نیهیلیزم بنسټیز ارکان او مؤلفې د معرفتپوهنې او اخلاقو په ډګر کې د نسبیتپالنې د تسلط، له ثابت حقیقت د انکار، د مدرن او لوېدیځ هویت د اساسي عناصرو نفي، د مدرنې نړۍ په بنسټیزو جوړښتونو کې د ژور تزلزل رامنځته کېدو، د پسامدرن شکاکیت د حاکمیت، د مدرنې سوژهمحورۍ جدي ضعف، په نظر او عمل کې د سوبرکتیویته د فروپاشۍ د پیل او د معنا د نشتوالي او د بېمعنايۍ او له معنا څخه د تېښتې د غلبې په څېر د ځانګړتیاوو له مخې تشریح کېدای شي.
پسامدرن نیهیلیزم چې په تدریجي ډول د نولسمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې راڅرګند شوی، په شلمه پېړۍ کې په بشپړ ډول فعلیت مومي او غالبېږي. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د دې بهیر ابسوردي ماهیت لا راڅرګندوي، تر دې چې ویل کېدای شي د ۱۹۸۰م لسیزې له پیل وروسته ابسورد نیهیلیزم د بحرانځپلې پسامدرنې ټولنې د بشپړ واکمن ځواک په توګه راڅرګند شوی دی.
په دې مرحله کې پسامدرن نیهیلیزم خپل ځان د ابسورد نیهیلیزم په بڼه او د «ابسوردیت» تر سیوري لاندې را ښکاره کوي او په همدې فعلیت کې نه یوازې خپل ذات، بلکې مدرنه نړۍ او تر دې ورهاخوا د لوېدیځ ټول تاریخ د یوې ژورې ویجاړۍ او زوال پر لور بیايي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] سوژهانګاري هغه فکري لیدلوری دی چې د انسان ذهن او د هغه شخصي درک د حقیقت او معنا د ټاکلو اصلي معیار ګڼي.


