لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)
خوراکي بوټي د قرآن کریم، سنت او طب علم په تله کې
۲. شلغم: د وینې د روغتیا او د بدن د پیاوړتیا ضامن
شلغم د هغو خوړو له ډلې څخه دی چې یوازې غذایي نه، بلکې طبي ځانګړتیاوې هم لري. دا بوټی په پراخه اندازه معدني مواد لري چې د وینې له روغتیا سره، چې په پرلهپسې ډول بیارغونې ته اړتیا لري مرسته کوي.
شلغم د پام وړ کلسیم او منیزیم لري چې د هډوکو او غاښونو د پیاوړتیا لامل کېږي او همدارنګه د ځینو تومورونو په څېر د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. شلغم کې د پوتاشیم او په کمه اندازه د زرنیخ (Orpiment) شتون په بدن کې د غوړو د راټولېدو مخه نیسي، د وینې په پاکولو کې مرسته کوي او همدارنګه، د سرې او سپینې وینې د حجرو په جوړښت کې ونډه لري.
یاد بوټی په پراخه اندازه فاسفوریک اسید لري چې د عصبي حجرو او ذهني فعالیتونو لپاره ګټور تمامېږي. د شلغم پاڼې په خپل ترکیب کې اوسپنه او مس هم لري چې د وینې په پیاوړتیا او د تایرایډ غدې د فعالیت په تنظیم کې مهم رول لوبوي.
د طب له پلوه د شلغم اوبه د ګردو د تیږو په ماتولو کې رول لري، که جوش شي نو ستونی او تنفسي لارې پاکوي او د دانو او پوستي انتاناتو په مخنیوي کې مرسته کوي. په دې توګه، شلغم د تغذیې او درملنې ترمنځ د همغږۍ یوه روښانه بېلګه ده.
۳. مولۍ (فُجُل): ساده بوټی، خو لویه طبي ګټه
مولۍ هغه بوټی دی چې ځینې وخت کمارزښته ګڼل کېږي، حال دا چې د علمي څېړلو پر اساس د مهمو غذایي او طبي موادو لروونکې ده. یاد بوټی ازوتي (Azotobacter) مواد، نشایسته (Starch)، معدني مواد، او د A او C ویټامینونه لري، چې د هډوکو په پیاوړتیا، د ادرار په زیاتولو، د هضم په ښه کولو او د ګردو او صفرا د تیږو په ماتولو کې مرسته کوي.
په ځینو هېوادونو کې مولۍ د مرستندویه درملو په توګه د ټوخي او دې ته ورته ناروغیو لپاره کارول کېږي. د دې بوټي شاوخوا ۸۵ سلنه برخه اوبه تشکیلوي او پاتې برخه یې له مغذي موادو او ګټورو اسیدونو جوړه شوې ده چې د ناروغیو په مخنیوي او د بدن د غړو په رغتیا کې مهم رول لري.
مولۍ یو ریښهلروونکی بوټی دی چې د کرم (brassica oleracea) له کورنۍ څخه شمېرل کېږي او معمولاً په سپین، سور یا ګلابي رنګونو موندل کېږي او تریخ خوند لري. دا بوټی هم په خام ډول (لکه سلاد) کارول کېږي او هم د نورو موادو په څېر پخول کېږي. همدا حقیقت انسان د لاندې الهي آیت په اړه ژور فکر کولو ته رابولي:
«وَأَنبَتنَا فِیهَا مِن كُلِّ شَیءٖ مَّوزُونٖ» ژباړه: او مونږ په ځمکه كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى.
۴. ګزره: د طبیعت ژمنۍ درملنه
ګزره د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه ده چې د نورو سابو، آن لیمو په پرتله هم په لوړه کچه ویټامین C لري. د دې بوټي یوه حیرانوونکی ځانګړتیا دا ده چې په ژمي کې وده کوي، هغه موسم چې د زکام په څېر ناروغۍ پکې ډېرې وي.
ګزره د ویټامین C تر څنګ د B او K ویټامینونه او همدارنګه د کلسیم، فاسفورس او سلفر په څېر معدني مواد لري. دا بوټی ستړیا کموي، له زکام سره مبارزه کوي، د پوستکي او وېښتانو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د هډوکو په وده کې مهم رول لري.
له طبي پلوه، ګزره د کولمو د پرازیتونو پر وړاندې اغېزناکه ده، د تنفسي لارو التهاب راکموي، د ګردو او زړه ناروغیو، شکر، د معدې زخم، او آن د هغو مسمومیتونو په درملنه کې کارول کېږي چې د درملو د استعال له امله رامنځته کېږي. ګزره کې د انسولین په څېر د موادو شتون دې بوټي ته ځانګړی طبي ارزښت وربښلی دی.
په لنډ ډول ویلای شو چې یاد بوټي دا حقیقت راښيي چې سالمه تغذیه د وقایوي طب بنسټ جوړوي. هغه خالق چې انسان یې پیدا کړی، د هغه خوراک یې هم د ده له بدني اړتیاوو سره سم او په دقیقه توګه برابر کړی دی. دا په زړه پورې همغږي د الهي حکمت یوه ښکاره نښه ده. «فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ» ژباړه: نو پر الله کفر کوونکی انسان دې هغو خوړو ته وګوري چې خوري يې چې څه ډول يې ترلاسه کوي؟!
او هوښیار انسان د علمي او ایماني نظر له مخې، له خوړو هم درمل جوړوي او هم عبرت ترې اخلي؛ ځکه الله تعالی په ځمکه او د انسان په وجود کې د فکر خاوندانو لپاره بېشمېره نښې ځای پر ځای کړې دي.[۳]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الحجر: ۱۹.
[2]. عبس: ۲۴.
[3]. د «موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة» لنډیز، ج ۲، ص ۱۴۵-۱۵۱.


