معاصرو ملحدینو همدا علمي نظریه له یوه ځانګړي فلسفي تفسیر سره یوځای کړې او د دیني باورونو پر وړاندې یې په یوه وسله بدله کړې ده؛ حال دا چې دا یوازې یوه بیولوژیکي علمي نظریه ده، چې که چېرې دقیقه هم وګڼل شي، بیا هم هېڅکله د لومړني علت (الله تعالی) د شتون اړتیا له منځه نه وړي.
د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې په اړه بحث باید د لاندې درېیو مهمو مسئلو پر محور را وڅرخي:
الف. د نظریې اساسي ادعا: د ژوندیو موجوداتو د منشأ او بدلون په اړه د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې بیولوژیکي ادعا څه ده؟
ب. د نظریې علمي اساس: د تکامل او طبیعي انتخاب نظریې د ادعاوو د تایید لپاره کوم شواهد شتون لري او دا شواهد تر کومه حده د باور وړ دي؟
ج. د نظریې پایلې: د تکامل او طبیعي انتخاب د نظریې درک زموږ پر باورونو، په ځانګړي ډول پر دین او اخلاقو څه اغېز لري؟
د پورته درېیو واړو مسئلو ترمنځ توپیر کول له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی. د لومړیو دوو مسئلو څېړنه د تکاملي ژوندپوهانو دنده ده، خو درېیمه مسئله له نورو دواړو جلا ده او ځواب یې د فیلسوفانو او علماوو پر غاړه دی.[1]
د دغو دوو ډلو جلا ګڼل اړین دي؛ ځکه تاریخي تجربو ښودلې ده چې کله ناکله فیلسوفان او علما په هغو بحثونو او موضوعاتو کې داخل شوي دي چې د هغوی د تخصص برخه نه وه او برعکس، ځینو ژوندپوهانو هم د دین او فلسفې په ساحه کې داسې نظریات وړاندې کړي دي چې ډېر کم تخصص یې هم پکې نه درلود.[2]
دواړه ډلې کله چې له عامو مخاطبانو سره مخ شوې دي، نو مجبوره شوې دي چې دفاعي حالت غوره کړي؛ مهم شواهد او دلایل یې له پامه غورځولي او د مقابل لوري پر ضد یې بېځایه استدلالونه کړي دي، چې یوازې یې د مسئلې ابهام او پېچلتیا زیاته کړې ده.[3] معاصرو ملحدینو له همدې ابهام او پېچلتیا څخه په ګټې اخیستنې، د تکاملي ژوندپوهنې پر ځای د «فلسفي داروینیزم» په وړاندې کولو سره هڅه کړې ده چې پر نړۍ یو ځانګړی او بشپړ مادي تفسیر تحمیل کړي.
طبیعي انتخاب د تکامل د نظریې له مهمو او بنسټیزو عناصرو څخه دی؛ تر دې چې کولای شو د تکاملي ژوندپوهنې مفهومي چوکاټ یې وګڼو. خو هغه اساسي او محوري ادعاوې چې معاصر ملحدین یې د خپل ځانګړي قرائت پر بنسټ مطرح کوي، په لاندې ډول دي:
– له حکیم طراح څخه انکار: د معاصرو ملحدینو تر ټولو مهمه ادعا دا ده چې د ژوند پېچلتیا او د موجوداتو تنوع هېڅ حکیم طراح یا ماورایي علت ته اړتیا نه لري او د تبیین لپاره یې یوازې طبیعي انتخاب بسنه کوي.
– د انسان مادي تبیین: انسان او ټولې خاصې انساني ځانګړتیاوې، لکه اخلاق، شعور او احساسات، یوازې د طبیعي انتخاب د بهیر وروستی محصول بلل کېږي او هېڅ لوړ هدف او معنا نه لري.
– بېموخې نړۍ: ژوند او تکامل هېڅ ډول هدف یا له مخکې پلان شوې بڼه نه لري.
– د خلقت پر ځای تکامل: معاصر ملحدین د آسماني ادیانو د پیدایښت روایتونه ردوي او د طبیعي تاریخ د علمي تشریح په برخه کې د یوې ناسمې نظریې په سترګه ورته ګوري، نه د سمبولیک حقیقت د بیان په سترګه. [4] دا ادعا د علم او دین ترمنځ د «تعارض د نظریې» پر بنسټ ولاړه ده، چې په راتلونکو برخو کې به وڅېړل شي.