لیکوال: ایوب راسخ
نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۶)
عقلپالنه
تېره برخه کې مو د طبیعتپالنې مهمې ادعاوې وڅېړلې، په دې برخه کې عقلپالنه د نوي الحاد د یوه مهم فلسفي اصل په توګه څېړل شوې او لاندې دوو پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی دی:
عقلپالنه څه شی ده؟ او معاصر ملحدان عقلپالنې ته په کومه سترګه ګوري؟
د لوېدیځو فیلسوفانو د اثارو له ژورې کتنې څخه په ډاګه کیږي چې عقلپالنه د ظاهري وضاحت خلاف په بېلابېلو معناوو کارول شوې ده؛ داسې چې که له عقلپالنې څخه د لیکوال یا ویونکي موخه مشخصه نه شي، نو سخته ده چې مخاطب ته په واضح ډول مطلب ورسول شي. لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د عقلپالنې بېلابېلې ماناوې وړاندې شوې دي خو لاندې درې ماناوې یې تر نورو نسبتاً مطرحې ګڼل کیږي. د موضوع د ښه درک په موخه لنډه کتنه ورته کوو:
۱. عقلپالنه د تجربهپالنې د رد په مانا:
د عقلپالنې یوه مهمه او عملي مانا د تجربهپالنې رد دی. د دې مانا او کارونې له مخې د حسي او تجربي پېژندنې پر ځای پر عقلي پېژندنې ټینګار کېږي. د عقلپالونکو په باور د حسي ادراکو په پرتله عقل د پېژندنې لوړه سرچینه ده. دکارت، سپینوزا او لایبنیتس عقلپالنه په همدې مانا تعبیر کړې ده.[1]
د عقلپالونکو له نظره که څه هم د پوهې او پېژندنې یوازینۍ سرچینه عقل نه دی، خو د پېژندنې یوازینۍ یقيني لار او بنسټیزه سرچینه عقل دی او عقلي پېژندنه د حسي او تجربي پېژندنې په پرتله د باور وړ ګڼل کېږي.[2]
۲. عقلپالنه د سنت د رد په مانا:
فیلسوفان ځینې وخت عقلپالنه په داسې مانا کاروي چې هدف یې د تجربهپالنې ردول نه وي؛ بلکې د دوی موخه د عقلانیت پلي کول او د سنت ردول وي. د لومړۍ مانا له مخې عقلپالنه د تجربهپالنې په مقابل کې وه، خو د دوهم تعبیر له مخې عقلپالنه نه یوازې له تجربهپالنې انکار نه کوي، بلکې تر یوه بریده ګټه هم ترې اخلي. لامل یې هماغه د عقلي توجیې درلودل دي چې له سنت سره په تقابل کې راځي.
عقلپالنه د سنت د رد په مانا ډېری وخت د روښانتیا (روشنگری) د دورې فیلسوفانو ته منسوبیږي. ولتر او ځینې نور فیلسوفان د انساني عقل لپاره چې تجربه هم پکې شامله ده د سنت په پرتله زیات په ارزښت قایل دي. په بل عبارت، د یادو فیلسوفانو په باور هغه پوهه او پېژندنه چې د انساني عقل له لارې تر لاسه کېږي، د هغې پوهې او شناخت په پرتله چې د سنت او ایمان له لارې تر لاسه کېږي، د ډېر ارزښت او اهمیت وړ ده.
په همدې اساس، عقلپالنه د روښانتیا په دوره کې د دې پرځای چې د تجربهپالنې په مقابل کې واوسي، زیاتره د دین او سنت په مقابل کې ده. عقلپالنه د سنت د رد په مانا د تجربې ملاتړې ده او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه ترې اخلي.[3]
۳. عقلپالنه له دین څخه د غیرعقلاني تفسیر د رد په مانا:
په اروپا کې د روښانتیا غورځنګ له ودې وروسته چې د مهمو علمي پرمختګونو په پایله کې رامنځته شوه د انسان پر وړتیاوو باور زیات شو او د «عقلي نقد» مسئله مطرح شوه. د عقلي نقد له مخې هېڅ شی د انسان له عقلي نقد څخه پورته نه دی.
عقلي نقد، چې د روښانتیا په دوره کې غالب و د دیني فکر په شمول ټولې برخې تر اغېز لاندې راوستې. عیسوي الهیاتپوهان متوجه شول چې د انتقادي تفکر له زاویې خپلې دیني عقیدې وڅېړي او د عقیدې په برخه کې یواځې هغه څه ومني چې د عقل او انتقادي تفکر پر بنسټ د توجیې وړ واوسي. دا ډول لیدلوری د کانت په نظریاتو کې هم تر سترګو کیږي، ځکه کانت وایي چې دین یوازې د عقل په چوکاټ کې د منلو وړ دی.
د فلسفې تاریخپوهانو دې میتود ته هم د «عقلپالنې» نوم ورکړی دی. خو ښکاره ده چې له عقلپالنې دا ډول تعبیر د عقلپالنې له وقعیت سره څرګند توپیر لري. که څه هم عقلپالنه په دې تعبیر تر یوه حده د دویم تعبیر پر اساس ولاړه ده، خو بیا هم د دوهم تعبیر په پرتله جلا ځانګړتیاوې لري.
د دوهم تعبیر له مخې عقلپالنه یو عام میتود دی، چې له مخې یې هر څه باید د عقل له معیارونو سره سم وارزول شي؛ خو د وروستي تعبیر له مخې عقلپالنه یوازې دیني باورونه په ځان کې رانغاړي. د دې میتود له مخې ایمانپالنه د دفاع وړ نه ده، او هر دیني باور باید د انساني عقل او پوهې پر بنسټ نقد او وارزول شي.[4]
البته، هېره دې نه وي چې د دریم تعبیر له مخې عقلپالنه په دوو برخو وېشل کېږي: حداکثري عقلپالنه او حداقلي عقلپالنه. د حداکثري عقلپالنې له مخې له عقل پرته هېڅ قضیه د منلو وړ نه ده. خو د حداقلي عقلپالنې له مخې، سره له دې چې د دین اصل او بنسټونه د عقل له لارې ثابتېدلی شي؛ خو په دین کې داسې قضیې هم شته چې له عقلي درک څخه پورته دي او د عقل په وسیله یې اثبات ممکن نه دی.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. پارکینسن، ۱۳۸۱: ۱۱.
[2]. پاپکین، ۱۳۸۵: ۲۸۸.
[3]. بیات، ۱۳۸۱: ۳۸۶.
[4]. فولکیه، ۱۳۷۰: ۸۰.
[5]. پترسون، ۱۳۸۷: ۷۲-۷۷.


