لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۷)
د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې معناوې
وړاندې تر دې چې له يهوديت او صهيونيزم سره د فراماسونرۍ اړيکه وڅېړو، لومړی د دې خوځښت نښو او سبمولونو ته پام کوو. هېره دې نه وي چې ډېرې دغه نښې او سمبولونه له يهوديت، صهيونيزم او د هغوی له ښوونو سره مستقيمه اړيکه لري.
بايد پوه شو چې ټول خوځښتونه، سازمانونه او پټ باطني ښوونځي (مذهبي وي، که سياسي) خپل ځانګړي سمبولونه، شعارونه، عددونه او ځانګړې رمزي ژبه لري، چې دوی له نورو ورته ډلو څخه بېلوي. دا دلالتونه د دوی د باورونو، دودونو او فکرونو څرګندونه کوي او له غړو او باور لرونکو پرته يې بل څوک پر معنا نه پوهېږي.
د بېلګې په توګه که اسراييلي صهيونيزم يو داسې خوځښت وي چې موخه يې په موعوده ځمکه د يهود قوم راټولول وي او يهوديان پر دې باور وي چې په اخره زمانه کې به مسيح عليه السلام راځي، خپل قوم به موعودې ځمکې ته راولي او له صيهون غره څخه به په نړۍ واکمني کوي، چې عدالت او ارامي واکمنه کړي. دوی دا پورته ديني باور پر سياسي پروګرام بدل کړی او په همدې ډول يې ديني شعارونه او سمبولونه هم پر دنيوي او سياسي شعارونو او سمبولونو اړولي دي.
پر همدې اساس د باطني يهودي ماسونرۍ سمبولونه، عددونه او شعارونه په حيرانوونکې توګه ډېر شوي دي، ان تر دې چې يو ماسوني شعار ښايي يوه يا څو بېلابېلې معناوې او دلالتونه ولري.
پورته ياد شوي شعارونه به يا د ماسونرۍ خپل نوښت وي او یا به يې له پخوانيو ملتونو، تمدنونو او اديانو څخه په شکل د اشکالو اخيستي وي؛ دوی که کله دغه شعارونه تحريفوي، نو له دې تحريف څخه يې موخه له نړيوالو طرحو او له (نوي نړيوال نظم) سره د دغو شعارونو برابرول دي.[1] دغه شعارونه او نښې په تفصيل سره په لاندې ډول لولو:
(لومړی) هندسي او ودانیز سمبولونه له ځانګړو ماسوني معناوو سره
(۱) د هرم نښه
دا نښه په لرغونو تمدنونو، په ځانګړي ډول د مصر په فرعوني تمدن کې لوړ مقام لري. په دې تمدن کې دا نښه د خدای کور، لومړني لوړوالي، د ژوند د غره او حکمت لرونکي کور معنا لري، چې د پوهې او حکمت پټ رازونه په ځا ن کې رانغاړي. د هرم څلور کونجه د نړۍ څلور ستنې یا هغه ستنې ښيي چې اسماني ګنبد پرې ټینګ ولاړ دی او د حقیقت، پوهې، سکون او رازونو څرګندونه کوي.[2]
خو په ماسوني تفکر کې د هرم نښه د ماسوني نورانیانو له مهمو شعارونو څخه شمېرل کېږي او له همدې امله د دې نښې معناوې د نورو سمبولونو په پرتله ډېرې او پراخې دي.
هرم د کاتولیک کلیسا (د نړیوال مسیحیت د استازي په توګه) د ویجاړولو او د یوه سیاسي ـ اقتصادي استبدادي حکومت د جوړولو سمبول دی، چې د ملګرو ملتونو په څېر نړيوالې ادارې له لوري اداره کېږي.
دلیل یې دا دی چې همدغه نښه د امریکا د ډالرو پر بانکنوټونو هم لږول شوې ده.
د هرم په سر کې د «سترګې» نښه چې خپلې وړانګې هر لوري ته خپروي، هغه سترګه بلل کېږي چې هرڅه ويني. دا نښه دا لاندې معناوې او دلالتونه په ځان کې رانغاړي: د جاسوسۍ او ترهګرۍ سازمان (د نورانيانو سازمان) چې په (۱۷۷۶ز) کال کې د (ادام وايس هاوپت) له لوري رامنځته شو. همدارنګه د شيطاني خدای (بافومت) سترګه او د د هرم په سر کې د دجال سترګه چې د نړۍ واکمن ګڼل کېږي.
په همدې ډول دا نښه د (حيرام ابيف صوري) سترګې ته هم اشاره کوي. د نوموړي په اړه د سلېمان د معبد جوړونکي په نوم «د پاچاهانو لومړی کتاب» (۱۳: ۷ـ۱۳) کې راغلي دي: «سلېمان پاچاه خپل استازی حيرام صوري پسې ولېږه او هغه يې راوغوښته، نوموړی د نفتالي قبيلې د يوې کونډې زوی و؛ پلار يې يو صوري او مسګر و او په دې برخه کې د مهارت او پوهې خاوند و، هغه سلېمان پاچاه ته راغی او د نوموړي ټول کارونه يې ترسره کړل… له مسو څخه يې دوه ستنې جوړې کړې چې اوږدوالی يې اتلس ذراع وو. ستنې يې د معبد په دهلېز کې ودرولې، هغه ستنه چې ښي اړخ ته يې دودروله «ياکين» او هغه ستنه چې کيڼ اړخ ته يې ودروله (بوعز) ونوموله.»[3]
دلته له ماسونرۍ څخه موخه د «حيرام ابيف) د تاريخي معمار يادول نه دي، بلکې د «حيرام ايپيود، ۴۰ ز کال) ترې هدف دی، چې د عيسويت او عيسويت د پيروانو د بريد لپاره يې پټ يهودي ځواک جوړ کړ.[4]
د سترګې په سر کې د( Annuit Coeptis) عبارت لیدل کېږي، چې «زموږ پلان بریالی او بشپړ شو» معنا لري او د هرم لاندې د (Novus Ordo Seclorum) عبارت ځای پر ځای شوی، چې د «نوي نړيوال نظم» په معنا دی.[5]
دا مثلثي هرم د خپلو درې ضلعو له لارې د تلپاتې خدای ځانګړتياوې په لاندې ډول بيانوي:
لومړی ضلع: د الهي شتون او حاضروالي نښه.
دویمه ضلع: د ځواک او وړتیا نښه.
درېیمه ضلع: د پوهې او احاطې نښه.
دغه تلپاتې خدای هماغه «لوسیفر» دی؛ شیطاني خدای، غورځېدلې فرښته، د «کابالا» خدای او د ماسونيانو معبود، چې د هغه مطلقه سترګه پر ټولو شیانو د خپل سپېڅلي مثلث دننه بشپړه څارنه لري.[6]
د رڼا دغه ځلېدونکې سترګه په فرعوني تمدن کې هم منعکس شوې ده؛ د (ایزیس او اوزیریس) په کیسه کې، کله چې د «هورس د خدای سترګه» یادېږي، چې په ښي سترګه ړوند و.[7]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې
[1]. القط، خالد علی عباس، دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 209، مجلة الجمعیة الفلسفیة المصریة، سال بیستوششم، شمارۀ بیستوشش.
[2]. تیبو، روبیر جاک، موسوعة الأساطیر والرموز الفرعونیة، ص: 335، ترجمۀ فاطمه عبدالله محمود، چاپ اول: 2004م. المجلس الأعلی للثقافة، قاهره، مصر.
[3]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، ص: 211.
[4]. همان منبع.
[5]. گای کار، ویلیام، أحجار علی رقعة الشطرنج، ص: 53، دارالکتاب العربی، بیتا.
[6]. الأمیر، بهاء، الیهود والماسون فی الثورات والدساتیر، ص: 31-32، مکتبة مدبولی، قاهره، مصر، چاپ اول، 2015م.
[7]. موسوعة الأساطیر والرموز الفرعونیة، ص: 241.


