په ۱۹۴۵ کال کې هغه مهال کله چې د شینتو دین یو سل او لس زره (۱۱۰,۰۰۰) زیارتونه او محرابونه چې تر هغه وخته د جاپان د داخله وزارت تر مستقیمې ادارې لاندې وو له دولتي څار او کنټرول څخه آزاد او خپلواک شول او مالي مرستې پرې بندې شوې، نو په اداره او تشکیلاتو کې یې یو څه ګډوډي او بېنظمۍ رامنځته شوه، کارونه یې له ځنډ او زوال سره مخ شول او روحانیان (کشیشان) چې تر هغه وخته یې په مستقیم ډول د چارو مسئولیت پر غاړه درلود د څه مودې لپاره بېتکلیفه او سرګردانه پاتې شول.
خو ډېر ژر بېرته نظم او ثبات ټینګ شو او شېنتو معبدونو د یوه ملي مذهب بڼه خپله کړه. د خلکو تګراتګ، لېوالتیا او عبادت له سره رواج وموند او دغو معبدونو ته د ټولنې د عامو وګړو پام بېرته را واوښت. ډېری معبدونه له سره ورغول شول او د هېواد په ګوټ ګوټ کې له دغو معبدونو د ساتنې او ملاتړ لپاره ملي او محلي ټولنې او انجمنونه رامنځته شول.
د خلکو له نذرونو او ډالیو نوې مالي سرچینې برابرې شوې، تر دې چې د شېنتو شاوخوا شپږ اتیا زره (۸۶,۰۰۰) زیارتونه د ملي انجمنونو تر ملاتړ لاندې راغلل. فعالیتونه یې بېرته پیل شول او یو ځل بیا د خلکو د پاملرنې او عقیدې په مرکزونه بدل شول.[۱]
په هر کلي او بانډه کې د شېنتو ځانګړي زیارتونه او معبدونه جوړ شول، چې د شنو او ښایستو ونو او ګلانو په منځ کې یې یو ښکلی او روحاني منظر رامنځته کړی و. د هر معبد لپاره یو مستطیلشکله انګړ جوړ شو چې شاوخوا یې د مقدسو نباتاتو کټارې راتاو شوې وې او د ننوتلو په مرکزي برخه کې د شېنتو مشهوره دروازه «توري» (Torii) پرانستل شوې وه. دا ډول دروازې د اسلامي جوماتونو د منارو او د بودایانو د مخروطشکله «پاګودا» معبدونو په څېر مقدس او محترم ځایونه ګڼل کېږي.
هغه زائرین چې رښتینې عقیده لري له دغې دروازې تېرېږي او له یوې لارې چې دواړه خواوې یې د مقدسو ونو تر سیوري لاندې دي د مرکزي زیارت په لور حرکت کوي. په منځ کې یې یوه ښکلې او ظریفه ودانۍ لیدل کېږي چې لاندې یې یو کوچنی زنګ ځوړند دی. کله چې زائرین دې ځای ته رسېږي، نو لومړی خپل لاسونه او خوله مینځي، وروسته خپله خولۍ او جامه له بدن څخه لرې کوي، د زیارت پر زینې پورته کیږي، دواړه لاسونه د جاپانیانو د ځانګړي دود له مخې یو له بل سره نښلوي، تعظیم پر ځای کوي او وروسته د زیارت زنګ وهي. وروسته هم خپل سر ټیټوي، د ډېرې خضوع او عاجزۍ په حالت کې د اړتیا د پوره کولو په موخه په دستمال تړلې تحفه د ډالیو په ځانګړي ځای کې ږدي. ورپسې دعا کوي، د رکوع او کرنش په حالت کې ټیټېږي، له درناوي او چوپتیا ډکه فضا کې د مراقبې او تفکر لپاره درېږي. څو شېبې وروسته په هماغه ارام او درانه حالت کې ورو ورو بېرته راګرځي او کله چې دروازې ته رسېږي، یو ځل بیا شا را اړوي، تعظیم کوي او له معبد څخه وځي.[۲]
په همدې انګړ کې له مرکزي زیارت سره نږدې یو بل مقدس ځای شتون لري چې د یوه سرپټ دهلیز له لارې له اصلي زیارت سره نښلول شوی دی. دغه ځای د «هوندون» (Honden) په نوم یایدیږي. زائرینو ته عموماً د دې ځای د لیدو اجازه نه ورکول کېږي، خو د کلي یا سیمې ټولو خلکو ته معلومه ده چې د همدې ځای په دننه کې د معبد تر ټولو مقدس شی ساتل کېږي. دغي شي ته «شینتای» (Shintai) وایي یعنې «سپېڅلی بدن» یا «نیک جسم».
دا مقدس شی عموماً پټ ساتل کېږي او یوازې په ځانګړو مراسمو یا ځانګړو ورځو کې ښکاره کیږي. دا شی مادي ارزښت نه لري خو عموماً د یوه کوچني توکي په بڼه په ورېښمین دستمال کې تاو شوی او په څو ظریفو بکسونو کې یو پر بل ایښودل شوی وي. دغه توکي کېدای شي زاړه توره، لرغونی خنجر، ښیښهیي بلور، یا د پوستکي طومار چې مقدسې کلمې پرې لیکل شوې وي واوسي.
د سیمې خلک او د قبیلې مشران له پخوا زمانو راهیسې له دې مقدس شي سره ځانګړې مینه لري او درناوی یې کوي، ځکه دا د هغوی د نیکونو او لرغونو نیاکانو یادګار دی او د یوه فوقالطبیعي یا مافوق بشري قوت نښه بلل کېږي.
هر کال یو ځل د کلني مذهبي جشن پر مهال د کلي اوسېدونکي همدا مقدس شی په یوه سپېڅلي آسګډۍ کې ږدي او د ښار یا کلي په لارو او کوڅو کې یې ګرځوي. د آسګډۍ مخې ته بیرغونه او جنډې روانې وي، او له شا یې موسیقيوهونکي او منادیان له عجیبو او رنګینو نقابونو سره تعقیبوي. ښایسته نجونې د دمبورې، نی او د موسیقۍ نورو آلو ته آټن کوي.[۳]
فوشيمي اېناري تايشا د شېنتو یو ډېر مقدس معبد دی چې د وريجو خدای، یعنې «اېناري» ته ځانګړی شوی دی. یاد معبد د زرګونو سور رنګه دروازو (توري Torii) له امله شهرت لري، کومې چې له ځنګله د مقدس معبد تر انګړه یوه ښکلې لاره جوړوي.[۴]
د فوشيمي اېناري معبد د جوړېدو د دقیق تاریخ په اړه بېلابېل نظرونه او روایتونه موجود دي ځکه چې د دې معبد ټولې برخې په یو وخت نه دي جوړې شوې. ډېری تاریخپوهان وایي چې دا عبادتځای د «هېآن» (Heian) په دوره کې، یعنې له ۷۹۴ څخه تر ۱۱۸۵ میلادي کلونو پورې جوړ شوی و. د هېآن دوره د جاپان د لرغوني تاریخ وروستۍ مرحله ګڼل کېږي، له دې دورې وروسته د فېوډاليزم دور پیل شوه.
د فوشيمي اېناري معبد د ۱۸۷۱ او ۱۹۴۶ کلونو ترمنځ خورا محبوب وګرځېد او په همدې موده کې په رسمي ډول د جاپان تر ټولو مهم او بهترین عبادتځای وګڼل شو.
د هغو لومړنیو امپراتورانو له ډلې چې په مدرنه دوره کې یې جاپان د نړۍ د مهمو قدرتونو په کتار کې ودروو، یو هم «میجي» و. یاد امپراتور په جاپان کې دومره محبوب و چې د ده او د ده د مېرمنې په یاد یو سپېڅلی معبد رامنځته شو. د نوي کال په ورځو کې له درې میلیونو زیات خلک د «هاتسوموده» د دعا لپاره دې زیارت ته راځي، او د کال په نورو ورځو کې یاد معبد عموماً د شېنتو د دودیزو ودونو د مراسمو کوربه وي.[۶]
د دغې معبد د جوړېدو په اړه هم بېلابېل روایتونه او نظرونه موجود دي.
۳. د هېداسانوګو معبد
د هېداسانوګو معبد د شېنتو دین له مهمو معبدونو څخه دی چې د جاپان په تاکایاما ښار کې موقعیت لري. یاد معبد د ځانګړې جاپاني معمارۍ له امله شهرت لري او د ښکلا او لرغونتوب بېلګه ده. په دې معبد کې هر کال د «سانو ماتسوري» په نوم یو ستر مذهبي او کلتوري جشن ترسره کېږي چې ګڼ شمېر سیلانیان یې د لیدو لپاره تاکایاما ښار ته سفر کوي.[۷]
۴. د یاساکا معبد
د شېنتو د ښایسته او مشهورو معبدونو له ډلې یو یې هم د کیوټو ښار د «یاساکا معبد» دی.[۸] د یاساکا معبد په حقیقت کې یوه پنځهپوړیزه بتخانه ده چې د کیوټو په ختیځ کې پرته ده. یاد معبد د «ګیون معبد» په نوم هم یادېږي او د «ګیون جشن» مرکزي ځای دی.
د یاساکا معبد د شېنتو خدای «سوسانو نو میکوتو» ته منسوب دی چې د اوومې پېړۍ په شاوخوا کې جوړ شوی او د برکت، نېکمرغۍ او د آفتونو پر ضد د ساتنې نښه ګڼل کېږي.
د هغو دودونو له جملې چې د یاساکا په معبد کې ترسره کېږي یو یې دا دی چې زائرین خپلې دعاوې، هیلې یا فکرونه په وړو کاغذونو لیکي او بیا یې د هغه ونې له څانګو سره تړي چې د وړو کاغذي کمانونو په واسطه پوښل شوی، دا عمل د نېکمرغۍ او د هیلو د پوره کېدو نښه بلل کېږي.[۹]
۵. د کاميګامو جينجا معبد
۶. د ماتسو تايشا معبد
۷. د کينانو تنمانګو معبد
۸. د سيمي کيوتو معبد
توري دروازه
د هغو مقدسو نښو له جملې چې په شېنتو دین کې ډېر شهرت او ارزښت لري یوه یې هم د «توري» دروازه ده. یاده دروازه د جاپاني وګړو لپاره ځانګړې مانا لري، ځکه دوی یاده دروازه معبدونو او ایزدهکدو (مقدسو ځایونو) ته د داخلیدو دروازه بولي. د هر معبد د توري دروازو شمېر یو له بل سره توپیر لري، ځینې معبدونه ډېرې دروازې لري، ځینې یې کمې.
توري دروازې د شېنتو معبدونو د اصلي دروازو په توګه پېژندل کېږي او توري دروازه هغه حد یا پوله ده چې د انسانانو نړۍ د خدایانو له نړۍ څخه جلا کوي. د شېنتو د عقیدې له مخې «توري» د نېکو ارواحو د تېرېدو لار ده، بدې اروګانې او شیاطین ترې شړل کېږي.
اکثره توري دروازې سور رنګ لري او له لرګي یا ډبرې جوړې دي. جاپانيان کله چې له دې دروازې تېرېږي، لومړی تعظیم کوي او وروسته د احترام په ډول د دروازې له څنډې تېرېږي، نه د دروتزې له منځ څخه، ځکه د دروازې منځنۍ لاره د خدایانو یا «کامي» (Kami) د تېرېدو ځانګړې لاره ده چې عموماً د وړو ډبرو یا شګو په واسطه پوښل شوې وي.[۱۰]
یادونه ۱
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه د شېنتو دین معبدونه خورا زیات دي، هغه ځایونه چې خلک پکې عبادت کوي او مذهبي مراسم ترسره کوي. زموږ موخه دا نه وه چې د ټولو معبدونو یادونه وکړو، ځکه که وغواړو هر معبد جلا جلا معریفو کړو، نو د «اویا منه مثنوي» په څېر اوږدې رسالې ته اړتیا ده چې دا چاره زموږ له وسه پورته ده او ښايي د لوستونکي لپاره هم ګټوره و نه اوسي.
په دې څېړنه کې مو هڅه کړې چې د شېنتو دین یو څو مهم او مشهور معبدونه په لنډ ډول معرفي کړو.
یادونه ۲
د شېنتو دین د معبدونو او ایزدهکدو له یادولو موخه دا ده چې لوستونکي له دې دین سره ښه بلدتیا پیدا کړي او پوه شي چې د دې دین پیروان چیرې او څه ډول عبادت ترسره کوي. زموږ هدف دا نه دی چې د جاپان د سیاحت لپاره تبلیغات وکړو.
د معبدونو یادونه په هر دین او آیین کې ځانګړی اهمیت لري او له پامه نه شي غورځېدای؛ ځکه معبدونه د هر مذهب د روحاني ژوند مهم مرکزونه وي، او د خلکو د بیدارۍ، مینې، یووالي او الفت د رامنځته کولو اساسي بنسټونه دي.
د بېلګې په توګه په اسلام کې جماعتونه د اسلامي حکومت د پیل بنسټونه وو؛ جماعت هغه ځای و چې د دیني او اجتماعي چارو منظم او دقیق پروګرامونه ترې را پیل شول. ډلې ډلې خلک جوماتونو ته راتلل، او د دعوت، جهاد او د ژوند د نورو چارو لپاره پکې پلانونه جوړېدل.
موږ هم له همدې اړخه د شېنتو دین له معبدونو او ایزدهکدو یادونه وکړه، تر څو پوه شو چې دا مقدس ځایونه د خلکو په ژوند کې څه رول لري او له دغو معبدونو سره د هغوی اړیکه او تړاو څه ډول دی.
په دې اړه یو لیکوال لیکي: «د شېنتو دین معبدونه نن سبا د ټولنیزو چارو، عامه رفاه او خیریه ټولنو په ملاتړ کې مهمه ونډه لري؛ او دا هغه پدیده ده چې د خلکو په زړونو کې پر کامي (Kami) د خلکو باور لا پیاوړی کوي.»[۱۲]