لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۱۰)
د انسانیت او فراماسونرۍ تر منځ ډېر لږ توپیر دی
دا ډېر لږ توپیر په دې کې دی چې د فراماسونرۍ په بې ‌شرمو او توندو تعبیرونو کې دین د بوټانو ترڅنګ ایښودل کېږي؛ ځکه انسان یوازې هغه وخت فراماسونري مني چې په عمل کې یې خپل دین د بوټانو په څېر لرې کړی وي یا د لرې کولو په حال کې وي. له همدې امله د « توند» کلمه هغه نه ځوروي، بلکې کېدای شي چې هرکلی یې هم وکړي! ځکه دا کلمه د ټینګار لپاره ده او امکان لري چې د ګواښ لپاره هم وي! د هغه کس د ګواښ لپاره چې په وجود کې یې له نورو دینونو څخه لږه ذره هم پاتې وي.
باید وویل شي چې له ننوتلو څخه مخکې، هغه دین د بوټانو په څېر وباسي! خو د انسانیت د بلنې تعبیرونه د هڅونې او مینې لپاره دي، له همدې امله ډېر نازک دي. خوشحاله انسان په يې خوښۍ سره په ځان کې جذبوي یا په بله وینا هغه څوک چې نشه وي، په خوله کې یې تېروي.
هېره دې نه وي چې په پای کې دواړه تاته د دې بلنه درکوي چې خپل دین پرېږدې او له دین پرته ژوند وکړې! نو که داسې دې وکړل شیطانان به پر  تا غلبه وکړي او د خپل ځان تابع په دې کړي!
کېدای شي ځینې خلک د انسانیت د بلنې د ځلا تر اغېز لاندې راشي، باور پرې وکړي یا نورو ته یې تبلیغ وکړي، په داسې حال کې چې له اصلي حقیقت څخه ناخبره وي. همدارنګه امکان لري چې هغوی هېڅ باور ونه کړي چې انسانیت په اصل کې د دین د بېلوالي او لرې کولو بلنه ده، هغه بلنه چې شیطانان یې د ځمکې پر مخ د یوې ځانګړې موخې لپاره خپروي.
موږ په لنډه توګه انګېرو چې انسانیت یوه خالصه بلنه ده، د انسان د لوړتیا لپاره له ټولو تعصبونو څخه چې پر فکر، چلند او احساساتو یې سیوری غوړولی دی، لکه یو مخلص ملګری چې د ټولو خیرخواه وي، له ټول بشریت سره مخامخ شي. دا خبره موږ د افسانو په نړۍ او د خوبونو په عالم کې منو، خو په رښتینې نړۍ کې دغه ادعا څه اعتبار لري؟
ایا په هغه نړۍ کې چې د ملت پالنې بهیرونه، د نژادي، ديني، سياسي او ټولنیزو تعصبونو څپې له هر لوري پرې رڼا اچوي، دغه ادعا کوم اعتبار لري؟
موږ د معاصرې نړۍ یو مثال راخلو، له هغه چلند څخه چې له مسلمانانو سره په هر ځای کې کېږي، چې د غیر مسلمانانو تر لاس لاندې وي یا د هغوی د نږدې او لرې نفوذ او واکمنۍ په دایره کې راځي.
راځئ چې په ګډه هغه انسانیت ته وګورو چې د هغه پر بنسټ له مسلمانانو سره چلند کېږي، په هغه زغم او بښنه نظر واچوو چې د هغه پر اساس له مسلمانانو سره عمل کېږي او د هغه خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سخاوت ننداره وکړو چې د باران د څاڅکو په څېر له هر ځایه د مسلمانانو پر سر راورېږي! حقیقت دا دی چې د انسانیت بلنه یوازې د مذهبي خلکو پر ضد ده.
نو هغه څوک چې په خپل دین ټینګ ولاړ وي، هغه متعصب، لنډ نظره او محافظه‌کار ګڼل کېږي؛ ځکه د دین پر بنسټ د انسانانو ترمنځ توپیر راولي او زړه یې د «انسانیت» د منلو ظرفیت نه لري. له همدې امله هغه په خپل زړه، ذهن یا چلند کې پرته له کوم خنډ څخه له انسانیت سره معامله کوي. که په دقیق ډول ووايوو هغه کسان چې نن سبا د انسانیت د بلنې تر یرغل لاندې راځي، په حقیقت کې مسلمانان دي!
مسلمانان په دوو لارو یا د دوو موخو لپاره د انسانیت د بلنې تر یرغل لاندې راځي: لومړی د مسلمان د رښتینې لوړتیا او عظمت له منځه وړل دي، هغه لوړتیا چې د ایمان له امله له شته جاهلیت څخه د ځان د بېلوالي احساس کوي، تر دې چې شخصیت یې کمزوری او سست شي. دویمه موخه د جهاد روح له زړه څخه وېستل دي، چې دښمنان ډاډ ترلاسه کړي او په ارامه ساه واخلي.
معاصر اتریشي ختيځ پوه « (وان ګرانباوم Von Grunebaum) د لومړۍ موخې په اړه په خپل کتاب « معاصر اسلام، Modern Islam» کې وايي: «په حقیقت کې هغه ممانعت چې مسلمان له غربپالنې (Westernization) څخه منع کوي، د هغه لوړتیا او عظمت دی، چې د ایمان له امله یې لري. باید دا ممانعت مات شي، چې د غربپالنې پروسه عملي شي.»[1]
د «وان ګرانباوم» موخه دا ده چې اسلام یو ثابت او د اصولو لرونکی دین نه دی، بلکې تل په بدلون کې دی. یعنې لومړنی اسلام یو څه دی، د منځنیو پېړیو اسلام (چې د لیکوال د کتاب نوم هم دی) بل څه دی او معاصر اسلام بیا له هغو دواړو څخه بېل دی. دا موضوع د ختیځ‌ پوهانو له خوا د یوې جګړه‌ ییزې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې د اسلام پر ضد یې استعمالوي.
ایا تاسو نه ګورئ چې دا د دوی اصلي موخه ده؟ ایا مسلمان د ایمان لوړوالی نه احساسوي؟
دښمنان غواړي چې د مسلمان شخصیت له منځه لاړ شي، ویلې او کمزوری شي او هغه ځانګړنه چې الله جل جلاله د هغه لپاره اراده کړې ده، ونه لري، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا” ژباړه:«او بېشګه موږ تاسو د منځلاري امت په توګه ګرځولي یاست (مه په دین کې افراط کوئ او مه تفریط)، چې د خلکو پر وړاندې شاهدان اوسئ او رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم هم پر تاسو شاهد وي.»[2]
په حقیقت کې د اسلام دښمنان به تر هغه وخته ارام نه شي، چې دوی دا ځانګړې ځانګړتیا چې مومن یې احساسوي له منځه وېسي: “وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا” ژباړه: «هغوی به تل له تاسو سره جګړه کوي، چې وتوانېږي تاسو له خپل دین څخه واړوي.»[3]
دا موضوع یوه پخوانۍ مسأله ده چې عمر یې اوس له څوارلسو پېړیو څخه زیات شوی دی، یعنې له هغه وخته چې اسلامي ټولنه په مدینه منوره کې رامنځته شوه، یوازې د جګړې او جنګ وسایل بدل شوي دي. له دغو وسایلو څخه د «کلتوري یرغل» یادونه کېدای شي او د کلتوري یرغل له ډولونو څخه دا بلنه، یعنې انسانیت یا انسان‌ پالنه نومول کېدای شي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. گرونبائوم، وان، اسلام معاصر، ص142-144، مترجم: احمدی، مرتضی، سال چاپ: اردیبهشت 1384هـ، ایران.

[2]. سورۀ بقره، آیه: 141.

[3]. سورۀ بقره، آیه: 217.

Leave A Reply

Exit mobile version