لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۰)
وینه د انسان په بدن کې ژوندی او خوځنده سیند دی
د کارپوهانو او تخصص خاوندانو په اند وینه د یوه ستر سیند په څېر ده، چې له لویو بېړیو څخه ډکه ده. په دې بېړیو کې د وینې هر ډول حجرې خپل ځانګړی رول لري او د بېلابېلو ماموریتونو لپاره د بېلابېلو کښتیو په څېر عمل کوي:
د غذايي موادو لېږدونکې او چمتوکوونکې کښتۍ، د وينې « سرې حجرې» دي.
دفاعي او جنګي کښتۍ چې د چټک تحرک او مبارزې وړتیا لري، د وينې « سپیني حجرې» دي.
هغه ژغورونکې کښتۍ چې په بېړني حالت کې د مرګ مخه نیسي، د وینې صفحې (صفايح دمویة) دي.
هغه کښتۍ چې د د ګلوکوز او پروټینونو په څېر غذايي مواد لېږدوي او هغه کښتۍ چې د یوریک اسید او لیکټیک اسید په څېر اضافي مواد له بدن څخه باسي.
دا پېچلی سيستم داسې جوړ شوی چې د وینې ټولې خواوې پرته له دې چې له یوبل سره ټکر وکړي یا یو بل ته زیان ورسوي په ازاده توګه دوران کوي او یوه بې ‌سارې همغږي يې ترمنځ موجوده ده.
د وینې جوړښت
وینه یوه حیاتي او سوره رنګ لرونکې مایع ده، چې له لاندې برخو څخه جوړه شوې ده:
(الف) سرې حجرې(کریات الدم الحمراء)
دا د ګولیو په څېر دي، د دې حجرو قطر شاوخوا (۷) مایکرونه دی (اوومه برخه له زرمې میلي ‌متره) او پراخوالی یې له (۲) مایکرونو څخه کم دی. دا حجرې اکسیجن لرونکې حجرې دي او د انسان په بدن کې یې شمېر نږدې (۲۵)  تریلیونو ( پنځه ويشت زره میلیارده) ته رسېږي. که چېرې دا سرې حجرې د یو بل تر څنګ ودرول شي، دومره اوږدوالی لري چې ځمکه د استوا له کرښې څخه تر (۷) ځله را تاو کړي. په هر  میلي ‌متر معکب وینه کې شاوخوا (۵) میلیونه سرې حجرې شتون لري.
د سرو حجرو حیرانوونکې ځانګړنې
د بدن له بیولوژیکي ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده چې د بدن د ځینو نریو رګونو قطر، د وينې د یوې سرې حجرې د قطر په اندازه یا له هغې څخه کم دی. د وینې سرې حجرې له دې نریو رګونو څخه د تېرېدو په وخت کې، خپل شکل له ګردو ګولیو څخه کش شوي بیضوي شکل ته اړوي، چې وکولای شي په اسانۍ سره په دې نازکو لارو کې تېرې شي. خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايلي دي: «سَنُرِیهِم ءَایَٰتِنَا فِی ٱلآفَاقِ وَفِی أَنفُسِهِم حَتَّىٰ یَتَبَیَّنَ لَهُم أَنَّهُ ٱلحَقُّ.»[1]؛ ژباړه: « «موږ هغوی به ته په اسمانونو او ځمکه کې (چې لوی جهان دی) او د دوی په خپل وجود کې (چې کوچنی جهان دی) خپلې نښې وښیو، چې هغوی ته دا روښانه شي چې اسلام او قران حق دي.»
(ب) سپینې حجرې (کریات الدم البیضاء)
د انسان په بدن کې د سپينو حجرو شمېر شاوخوا (۲۵) ملیارده دی. دا حجرې د ناروغیو او بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې له بدن څخه دفاع کوي. د ګڼو ځانګړنو درلودونکې دي، چې له هغې څخه يې یوه له ډېرو نازکو لارو څخه د تېرېدو وړتیا ده؛ ځکه چې د ډېرې انعطاف لرونکې دي.
د هډوکو مغز په دوامداره توګه، هره ثانیه شاوخوا (۲.۵) میلیونه سپینې حجرې تولیدوي. همداراز زړې حجرې له منځه ځي او په یوه ځانګړي غړي کې چې «تېله» نومېږي راټولېږي. ( تېله د بدن یو کوچنی او نرم غړی دی چې د نس په کيڼ اړخ او پاسنۍ برخه کې وي. دنده يې د زړو سرو حجرو پاکول، د سپینو حجرو جوړول او د وینې ځینې حجرې زېرمه کول دي.)
د ایډز په څېر ناروغۍ ډېر ژر دا حجرې په نښه کوي او د دوی د کمښت لامل کېږي، چې له امله یې بدن په اسانۍ سره د عفونتونو پر وړاندې زیان‌ منونکی کېږي.
(ج) د وینې صفحې (صفائح الدم)
د انسان په وینه کې شاوخوا یو ټریلیون د وینې صفحې شتون لري، چې د وینې په ټوټه ‌کېدو او د وینې د بهېدنې په مخنیوي کې حیاتي رول لري.
کله چې د بدن کوم ځای زخمي کېږي دا صفحې په تېزۍ سره خپل ځان د زخم ځای ته ورسوي، له یوبل سره نښلي او د وینې بهېدنې مخنیوی کوي. له دې صفحو پرته امکان لري چې ډېر کوچنی زخم هم د سختې او وژنوکې وینې بهېدنې لامل شي.
د وینې فزیکي ځانګړتیاوې (مایعوالي او کلکوالي توازن ساتل)
په وینه کې یو لړ داسې مواد شته، چې د هغې د چسپناکوالي کې مرسته کوي. که وینه ډېره نرۍ وي په تېزۍ سره له بدن څخه بهېږي، چې د پراخې وینې بهېدنې لامل کېږي او که چېرې ډېره ټینګه شي د وینې دوران بندېږي، چې ډېرې ستونزې راولاړوي.
په حقیقت کې وینه د مایعوالي او کلکوالي د تعادل په منځ کې په یوه نازک توازن کې ده، چې د بدن د روغتیا لپاره حیاتي دی.
د وینې پلازما او برخې یې
د وینې پلازما[2] د وینې مایع برخه ده چې د وینې حجروي برخې پکې ځړول شوې دي. پروټینونه، منرالونه، او غذایي مواد لري او د بدن دننه د موادو د لېږد مسؤلیت پر غاړه لري. پلازما د انسان په بدن کې د خلقت او بې ‌ساري نظم یو څرګند ثبوت ګڼل کېږي.
په لنډه توګه باید ووایو چې وینه د ژوند ورکوونکې مایع په توګه، د حجرو او بېلابېلو همغږو او حیروانوونکو موادو ټولګه ده، چې هر یو یې د انسان د ژوند او روغتیا د ساتنې په برخه کې ځانکړی رول لري. دا علمي حقیقت د الله تعالی د قدرت او حکمت له سترو نښو څخه دی، چې په قران کریم کې هم بیان شوی دی: «وَفِی أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ.»[3]؛ ژباړه: «او ستاسو په خپل وجود کې نښې شته، ایا تاسو یې نه وینئ؟»
دولم لري…

مخکینۍ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. فصلت: ۵۳.

[2]. پلاسما (Plasma): بخش مایع زردرنگ خون است که حدود ۵۵٪ حجم خون را تشکیل می‌دهد. این مایع، سلول‌های خونی (گلبول‌های سرخ، گلبول‌های سفید و پلاکت‌ها) را در خود معلق نگه می‌دارد و مواد مختلف را جابه‌جا می‌کند.

[3]. ذاریات: ۲۱.

Leave A Reply

Exit mobile version