Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۹)
اسلام یکشنبه _28 _دسمبر _2025AH 28-12-2025AD

قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۹)
په الهي ایتونو کې د وینې دوراني سيستم عظمت
په نړۍ او د انسان په بدن کې د الله تعالی د عظمت له سترو نښوو څخه يو هم د وینې پېچلی او حیرانوونکی سيستم دی. خدای جل جلاله په قران کریم کې په دې اړه فرمايي: “وَفِی أَنفُسِكُم أَفَلَا تُبصِرُونَ” ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې نښې دي ایا تاسو یې نه وینې!؟»
دا ایت انسان ته بلنه ورکوي چې په خپل بدن کې دقیقو او همغږو سيستمونو ته پام وکړي او ویې ګوري، چې تر ټولو ستر يې سيستم د وینې د دوران سيستم دی. دا سيستم چې « د دوراني سيستم» په نوم هم يادېږي، د انسان په بدن کې د الله تعالی د خلقت له سترو معجزو څخه ګڼل کېږي، چې د حیاتي مایعاتو او تغذیه کوونکو حجرو د لېږدولو مسؤلیت پر غاړه لري.
د وینې دوراني سيستم پېژندنه او ارزښت
دوراني سيستم ( د وینې د دوران سيستم) د انسان په بدن کې دا دنده پر غاړه لري، چې له غذايي موادو او اکسیجن څخه غني شوې وینه ټولو حجرو ته ورسوي. هر ژوندی موجود د خپل ژوند د دوام او فعالیتونو لپاره غذايي موادو ته اړتیا لري. د هاضمې سيستم خواړه له بهرني چاپېریال څخه بدن ته لېږدوي او هضموي يې، خو دا چې هضم شوي غذايي مواد هرې حجرې ته ورسېږي، دا د وينې د دوراني سيستم مسؤلیت دی. دا سيستم د بدن د دقیقو او همغږو سیستمونو له ډلې څخه دی، چې د الله تعالی د خلقت یوه ستره معجزه ګڼل کېږي.
دا دوران د انسان په څېر په پېچلو  ژوندیو موجوداتو کې په یوه تړلي او منظم مدار کې ترسره کېږي. دا په دې معنا چې وینه په دوامدره توګه په رګونو کې دوران کوي او د زړه له لارې په حرکت راځي. د زړه په څېر د اغېزمن پمپ او رګونو په څېر پېچلې شبکې پرته د وینې لېږد او حجرو تغذیه ممکنه نه ده.
د دوراني سيستم برخې او جوړښت
دوراني سيستم ( د وینې د دوران سيستم) له بېلابېلو برخو څخه جوړ شوی دی:
(۱) زړه: یو عضلاتي پمپ دی چې وینه پمپ کوي.
(۲) رګونه: شریانونه (هغه رګونه دي چې اکسيجن لرونکې وينه لېږدوي)، د څانګو رګونه، نري رګونه (ډېر کوچني رګونه چې له حجرو سره د موادو تبادله پکې ترسره کېږي) او رګونه (هغه رګونه چې وینه بېرته زړه ته لېږدوي) شامل دي.
د رګونو شبکه د انسان بدن په پراخه کچه پوښي، د دې رګونو ټول اوږدوالی له (۱۵۰) کیلومترو څخه ډېر دی.
د دوراني سيستم حیرانوونکې ځانګړنې
د انسان په بدن کې له (۱۰۰ څخه تر ۱۶۰) میلیاردو پورې نري رګونه دي. دا نري رګونه ډېر کوچني دي چې د بدن په ټولو برخو کې خواره دي او د وینې جریان پکې ترسره کېږي.
د ورځې په اوږدو کې له (۷ څخه تر ۱۰) لیټرو پورې وینه په دوامداره توګه د دې رګونو له لارې تېرېږي. د وینې سرې حجرې( سره ګلبولونه) د دوران په جریان کې له زړه څخه ټول بدن ته وینه رسوي او بیا یوازې په (۲۳) ثانیو کې بېرته زړه ته راګرځي.
وینه په یوه شپه او ورځ کې نږدې (۳۷۰۰) ځله په بدن کې دوران کوي. د ورځې په اوږدو کې زړه په منځني ډول (۸۰۰۰)  لیټره وینه پمپوي، چې له (۸) متره معکب حجم سره برابره ده، چې د دې حجم وزن (۸) ټنو ته رسېږي.
د انسان د منځني عمر په پام کې نيولو سره، د وینې ټوله اندازه چې د دوراني سيستم له لارې لېږدول کېږي، له (۱۵۰) زرو څخه تر (۲۵۰) زره ټنو پورې ده، چې دا حجم د څو لویو او لوړو ودانیو له ډکولو سره برابر دی.
د وینې دوراني سيستم کاري ځواک
که موږ غواړو چې د زړه ځواک د نورو محسوسو فعالیتونو په برخه کې څرګند کړو، نو کولی شو ووایو چې د وینې د حرکت کولو دا ځواک له صفر څخه تر (۴۸۰۰) مترو لوړوالي پورې د ریل ګاډي د کشولو له وړتیا سره مساوي دی!
خدای جل جلاله په قران کریم کې فرمايلي دي: “هَٰذَا خَلقُ ٱللَّهِ فَأَرُونِی مَاذَا خَلَقَ ٱلَّذِینَ مِن دُونِهِۦۚ بَلِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِی ضَلَٰل مُّبِین.”[1]  ژباړه: « دا (چې تاسې یې ګورئ او وینئ) دا الله پیدا کړي دي، نو وښایاست ماته هغه کسان چې له الله پرته دې، څه شی یې پیدا کړي؟ (چې په عبادت او الوهيت کې د شریکۍ وړ وي)، بلکې ظالمان (کفر کوونکي) په ښکاره ډول په ګمراهۍ کې دي.»
دا ایت انسان ته بلنه ورکوي چې د الله تعالی د پېچلي خلقت دې سيستم ته پام وکړي، په تېره بیا دې پېچلي حیاتي سيستم ته.
شریانونه او رګونه د وینې دوراني سيستم لارې
د انسان بدن دوه ډوله اصلي رګونه لري:
(۱) شریانونه: هغه رګونه دي چې اکسیجن لرونکې وینه له زړه څخه ټول بدن ته لېږدوي. دا رګونه په تدریجي ډول په ډېرو کوچنیو او نریو رګونو تقسیمېږي، چې غذايي مواد او اکسیجن حجرو ته لېږدوي.
(۲) وریدونه: هغه رګونه دي چې راستنه شوې او کمه اکسیجن لرونکې وینه له نسجونو څخه زړه بېرته لېږدوي.
د وریدونو د دریڅوو حیرانوونکی فعالیت
د وينې په دوراني سيستم کې یو له حیرانوونکو ځانګړنو څخه، د وریدونو دننه «یواړخیزې دریڅې» دي. دا دریڅې وینې ته اجازه ورکوي چې یوازې د زړه په لور حرکت وکړي او د بېرته راګرځېدو مخه يې نیسي.
دا دریڅې چې د رګونو پر دېوالونو د کوچنیو کڅوړو په بڼه خپرې دي، هغه مهال چې وینه پورته حرکت کوي، خلاصېږي او د وینې تېرېدو ته اجازه ورکوي، خو که وینه وغواړي بېرته را وګرځي، نو دا کڅوړې ډکېږي او لاره بندوي چې د وینې بېرته راتګ مخه ونیول شي.
دا ډېر دقیق سيستم په ځانګړي ډول په هغو رګونو کې خورا مهم دی، چې وینه له ښکته غړو، لکه پښو څخه زړه ته لیږدوي؛ ځکه چې وینه باید د جاذبې قوې په مقابل کې پورته حرکت وکړي.
د وینې په دوران او دریڅو پورې اړوندې ناروغۍ
که د وریدونو دریڅې له ګډوډېدو یا کمزورۍ سره مخ شي، نو وینه نه شي کولای په ښه توګه زړه ته بېرته را وګرځي او په رګونو کې راټولېږي. دا حالت د وریدونو فشار زیاتوي، چې له امله یې پړسوب، درد او د پوستکي توروالی په ځانګړي ډول د پښو په برخه کې رامنځته کېږي. دا وضعیت په طبي اصطلاح کې د «واریس» یا «واریسي رګونه» په نوم یادېږي. له همدې امله د دغو دریڅو سم فعالیت حیاتي ارزښت لري او د الله تعالی د دقیق جوړښت او بې‌ ساري حکمت یوه ښکاره بېلګه ده، چې په خلقت کې یې څرګندېږي.
لنډه دا چې د انسان په بدن کې د وينې دوراني سيستم يو حیرانوونکی او پېچلی سيستم دی، چې په ټولو حجرو کې ژوند روان ساتي. دا سيستم له خپل دقیق جوړښت او منظم فعالیت سره، د الله تعالی د قدرت او حکمت له سترو نښو څخه ګڼل کېږي.
په قران کې راغلي دي: «لَقَد خَلَقنَا ٱلإِنسَٰنَ فِی أَحسَنِ تَقوِیم.»[2]  ژباړه: « په رښتیا سره موږ انسان په غوره بڼه او تر ټولو ښکلي شکل پیدا کړی دی.»
دا ایت د انسان د خلقت پر بې‌ نقصه او ښکلي جوړښت ټینګار کوي چې د وینې دوراني سيستم هم پکې شامل دی.[3]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. لقمان: 11.

[2]. تین: 4.

[3].  موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة: ج 1، ص 144-146.

Previous Articleد یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۰)
Next Article شېن ‌تو دین (برخه: ۱۹)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵) الله…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷) ظاهري نښې په ظاهري بڼه کې هغه توپیر…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰) طب او اسلام اسلام د…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۳) د کپیټلېزم یا پانګوالۍ پېژندنه پانګوالي د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.