لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
هیومنېزم «انسانپالنه» (برخه: ۸)
د اخلاقو په اړه د هیومنېزم نظر
هیومنېزم د اخلاقو په اړه دا باور لري چې اخلاقي ارزښتونه هېڅ ډول ماوراءالطبیعي سرچینه نه لري، بلکې یوازې له انساني تجربو څخه راټوکېږي. که له انساني تجربو سترګې پټې شي، هېڅ اخلاقي ارزښت به معنا ونه لري. له همدې امله ټول هغه الهي نظامونه چې له الهي سرچینو څخه د مطلقو اخلاقي حکمونه تر لاسه کولو هڅه کوي د منلو وړ نه دي؛ ان که دا فرمانونه د حضرت موسی، حضرت عیسی علیهما السلام یا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوري اعلان شوي وي او که د نورو دیني مشرانو له لوري. لکه څنګه چې دغه دینونه د کرنې او کوچیانو له کلتور او تمدن سره تړاو لري، ښایي د همغو خلکو لپاره یې اخلاقي بصیرتونه چمتو کړي وي، خو په معاصره نړۍ کې نه شي تصور کېدای چې اخلاقي ارزښتونه دې له فلسفي بنسټونو څخه، چې پر الهیاتو ولاړ وي را پورته شي. له همدې امله اخلاقي ارزښتونه یوازې له انسان او هغه شیانو څخه رامنځته کېږي چې انسان په خپلو تجربو کې ګټور موندلي دي. په همدې اساس اخلاق باید د انسان په ژوند کې وموندل شي، نه له هغه څخه بهر.[1]
په حقیقت کې د معاصر هیومنېزم لیدلوری دا باور لري چې د اخلاقو سرچینه د انسان غوښتنې، عواطف او احساسات دي؛ یعنې هر هغه څه چې انسان یې د خپلو غوښتنو پر بنسټ وغواړي ښه ګڼل کېږي او له هر هغه څه څخه چې کرکه ولري، بد ګڼل کېږي. «بنتام» په دې اړه وایي: «ښه هغه څه دي چې غوښتل کېږي او بد هغه څه دي چې نه غوښتل کېږي.»[2]
دا چې هیومنېزم په دې باور دی چې هېڅ بشپړ او مطلق اخلاقي ارزښت او معیار له هغه څه چې انسان په انفرادي یا ټولنیز ډول غوره کوي، شتون نه لري، نو ارزښتونه جمع او نسبي ګڼي.[3]
د انسان پالونکو په باور مطلق پالنه او توحیدي اخلاقي اصول (د دې لپاره چې له بې ځایه هیلو او باطلو خیالونو ډک دي، پر عقلي او برهاني بنسټ ولاړ نه دي) رد شوي او باطل ګڼل کېږي. په بله وینا په هغه خدای باور چې مړ ګڼل شوی، دغه راز په معاد باور او په هغه نړۍ کې د شر د موجودیت پر متناقض باور، چې الهي مخلوق دی، په سختۍ سره کولای شي د اخلاقو لپاره عقلي بنسټ جوړ کړي؛ ځکه دا چار د انسان پالونکو له نظره بې معنا ښکاري.
د هیومنېزم له نظره یوازینۍ معنا چې انسان یې د اخلاقو لپاره موندلی شي هغه څه دي چې خپله یې د ځان لپاره جوړ کړي وي. لږ تر لږه دا چې سيکولر او انسان پالونکی لیدلوری د نړۍ په اړه ډېر واقعي ښکاري او له نیرنګ، چل او دروغجنو هیلو څخه لرې دی، خو ډېری توحیدي دینونه فریبکاره ګڼل کېږي چې د انسان او د هغه د حقونو په اړه ناسم لیدلوری لري. [4]
هیومنېزم او له خدای سره د انسان د اړیکې پرې کېدل
د هیومنېزم پلویان پر دې باور دي چې د انسان نېکمرغي یوازې هغه وخت شونې ده چې انسان ته اصلیت ورکړل شي او د لوړو انساني ارزښتونو ملاتړ وشي.
«اګوست کنت» د هیومنېزم له لومړنیو پلویانو څخه دی. هغه د انسان ټولیز مفهوم چې ټولو خلک په هر وخت کې رانغاړي، د داسې موجود په توګه مني چې د عبادت وړ دی. د هغه په اند باید له انسان سره مرسته وشي چې کمال ته ورسېږي. داسې کمال چې یوازې د بشریت او د انسان د خدمت پالنې له لارې شونی دی. د انسان پرستۍ عمل د انسان لپاره تر ټولو سپېڅلې دنده ګڼل کېږي. له اګوست کنت وروسته مارکس، سارتر او ګڼ شمېر نور لوېدیځ مفکران د هیومنېزم ملاتړ ته را پورته شول.[5]
«اریک فروم» زموږ د زمانې له مفکرانو څخه دی چې په هیومنېزم باور لري. د هغه په اند انسان یوازینی موجود دی چې د خپلې هستۍ په اړه فکر کوي او هڅه کوي خپله هستي حل کړي. ټول ښوونځي او مذهبونه هم هڅه کوي چې د انسان د هستۍ لپاره ځواب ومومي. د فروم په باور د خدای پر ځای باید د انسانیت او عدالت مینه غوره شي؛ ځکه بشر پرته له دې لارې نېکمرغۍ ته نه شي رسېدلای. هغه وړاندیز کوي چې د خدای په اړه بحث باید بند شي او ټول ځواکونه باید سره یو موټی شي چې د اوسنۍ نړۍ له بت پرستۍ پرده پورته شي.[6]
د هیومنېستانو په اند له بشري نړۍ پرته بله نړۍ شتون نه لري. هر څه چې شته همدلته په همدې نړۍ کې چې زموږ مخې ته ده، پراته دي. د «ماوراءالطبیعت» په نوم نړۍ د منلو وړ نه ده. انسان یو اصیل موجود دی، هغه په خپل ذات کې داسې ځانګړتیاوې لري چې د هستۍ نور موجودات ترې بې برخې دي. د بشر د بدبختیو او ستونزو مسؤل خپله انسان دی. نه شي کېدلای چې مسؤلیت او ستونزې پر خدای یا نورو واچول شي. د انسان برخلیک د ده په خپل لاس کې دی او باید هڅه وکړي چې پر ځان تکیه کولو سره، ځان او طبیعت دواړه بدل کړي.
د هیومنېزم ستره تېروتنه دا ده چې ګمان کوي د خدای پر باور او د انسان د اصلیت تر منځ تضاد شته؛ یعنې که خدای ومنو، نور د انسان ارزښت او اصلیت نه شو ټاکلی؛ ځکه په هغه حالت کې انسان ټول استعدادونه او فعال ځواکونه له لاسه ورکوي. انسان که له خدای سره اړیکه ونه لري، نه یوازې بې ارزښته موجود ګرځي، بلکې خپل ټول اصیل استعدادونه او اړخونه هم له لاسه ورکوي.
په اصل کې د انسان په اړه يوازې دا ستونزه نه ده چې انسان په عبادت سره خپلې مادي او معنوي اړتیاوې پوره کړي؛ ځکه انسان داسې اړتیاوې لري چې د انسان پرستۍ په وسیله نه شي پوره کېدای. انسان نړۍ لید ته اړتیا لري یا په دقیقه وینا انسان نړۍ لیدونکی دی او هڅه کوي چې انسان او نړۍ په ځانګړي ډول تفسیر کړي. هغه انسان چې لیدلوری او نړۍ لید لري، کولای شي چې د هستۍ نړۍ ښه درک او تشریح کړي. هغه څوک چې پر خدای ایمان او باور لري، د هغه نړۍ لید تر هغه انسان بشپړ دی چې داسې ایمان نه لري. هېڅکله هغه څوک چې د خدای عبادت يې نه وي تجربه کړی، نه شي کولای انسان او نړۍ په رښتینې توګه وپېژني او ارزښت ورته ورکړي.[7]
د ماوراءالطبیعت نړۍ او د انسان تلپاتې ژوند هغه موضوع ده چې ډېری فلسفي ښوونځي پرې باور لري او منلې یې ده. په دې اړه پوره عقلي او منطقي دلیلونه شته. دا چې هیومنېزم باور لري انسان یو اصیل موجود دی، یوازې د ابدي ژوند او د ماوراء نړۍ په پام کې نیولو سره امکان لري. د انسان عبادت او د هغه ارزښت ټاکل باید د معنویاتو او اخلاقو له مخې وي. په کار ده چې د هر ښوونځي موخه خدای پرستي وي، نه انسان پرستي.
د نړۍ د خالق په توګه له خدای سره مینه او پر هغه باور کولای شي، له انسان سره د هغه د مخلوق او ځای ناستي په توګه د مینې بنسټ شي، که نه نو دا مینه او صداقت چې د انسانیت له خوا غوښتل کېږي تش او بې معنا به وي.[8]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. گنون، رنه، بحران دنیای متجدد، ص9، مترجم: دهشیری، ضیاء الدین، انتشارات امیر کبیر، چاپ دوم، سال 1372هـ، تهران. و کیوپیت، دان، دریای ایمان، ص 162، مترجم: کامشاد، حسن، انتشارات طرح نو، چاپ اول، سال 1376هـ، ایران.
[2]. همان.
[3]. آنتونی، آربلاستر، لیبرالیسم غرب، ظهور و سقوط، ص 202، مترجم: مخبر، عباس، نشر مرکز، چاپ سوم، سال 1377هـ، تهران.
[4]. همان، ص208. و کیوپیت، دان، دریای ایمان، ص 162، مترجم: کامشاد، حسن، انتشارات طرح نو، چاپ اول، سال 1376هـ، ایران.
[5]. صانعپور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص44، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.
[6]. همان.
[7]. توکلی، غلامحسین، اومانیزم دینی و اومانیزم سکولار، ص 21 و 22، نشریۀ پژوهشهای فلسفی-کلامی، پاییز سال 1382هت، تهران.
[8]. صانعپور، مریم، اومانیزم و حقگرایی، ص33، مقالهپژوهشی، سال چاپ: اردیبهشت 1384هـ، ایران.


