لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۷)
د هیومنیزم تر ټولو اړین فکري اصول
(۱) د خدای محوریت پر وړاندې انسان محوریت
انسان د ټولو چارو میزان او د عالم مرکز دی او د هستۍ مطلق مالک دی. تولې چارې باید د انسان له خوا و ارزول شي. که څه هم ځینې هیومنېستي غوښتنې د مذهب او د خدای پر باور خبرې کوي، خو دا ژمنتیا یوازې د ټولنیزې بې نظمۍ د مخنیوي لپاره ده. په دغو غوښتنو کې هم پر خدای باور کوونکي هیومنېستان، انسان او د هغه ازادي موخه ګڼي او د خدای پېژندنه وسیله بولي.
(۲) د انسان پر ازادۍ او اختیار ټینګار
قدرت او برخلیک خپله انسان ته سپارل شوي دي او د الهي تقدیر واکمني رده شوې ده. خلک د کلیسا او دین له قید څخه ازاد دي او کولای شي پر دین، تاریخ، طبیعت او دولت واکمن شي. (دا لیدلوری د منځنیو پېړیو د انسان د اختیار د اخېستلو پر وړاندې رامنځته شوی دی.)
(۳) د انسان لوړ عقل
د انسان عقل د خدای له عقل سره برابر ګڼل کېږي، ښایي تر هغه هم لوړ وي. د انسان عقل د بشر مشري په غاړه اخیستې او دین یې له رهبرۍ او لارښونو څخه لرې کړی دی. هیومنېستي عقل یو ځان بنسټیز عقل دی چې له وحې څخه بې نیازه دی.
(۴) طبیعت پالنه
د انسان قلمرو طبیعت دی او هغه د خپلو حواسو په وسیله ورسره اړیکه ټینګولای شي. له همدې امله مابعد الطبیعي او غیبي چارې سپکې ګڼل شوي او غیر مادي نړۍ ته پام کول د بشر د ستونزو د حل لپاره، د انسان عقل کمزوری او بې ارزښته ګڼل دي. ټول اقتصادي، سیاسي، کلتوري او نور نظریات باید له مابعد الطبیعي بنسټونو لرې وي.
(۵) زغم
کله چې انسان ته اصلیت ورکړل شي، نو ټول انساني چلندونه او عقاید ارزښتمن ګڼل کېږي. دا فکر تر یوې کچې د (۱۶ او ۱۷) پېړیو له مذهبي جګړو اغېزمن شوی و) ټول عقاید او مذهبونه، که توحیدي وي او که الحادي، که اصیل وي او که خرافاتي، له یوې ریښې سرچینه اخلي) د هغوی پیروان باید له یو بل سره زغم او ولري. پرانېستې ټولنه او ديموکراسي د انساني حقونو تر ټولو غوره تضمینوونکې ده.[1]
هیومنېزم له بېلابېلو اړخونو ګڼې څانګې لري، لکه: فردپال هیومنېزم، ټولپال هیومنېزم، ادبي، فلسفي، ديني، الحادي او داسې نور.
د پورته ټکو په پام کې نیولو سره هیومنېستان دوه باورونه لري:
انکار کوونکي باورونه
(۱) پر خدای له باور څخه انکار: خدای د انسان خالق نه دی.
(۲) د خلقت انکار: خلقت د اوږدمهاله تکامل، جوړښت او د اتومونو د یوځای کېدو محصول دی. تکامل خپله د مادې د ذاتي قوانینو تابع دی. دا داسې نه ده چې خدای د طرحې او تدبیر له مخې د طبیعت نړۍ پیدا کړې وي.
(۳) نړۍ یو واحد بعد لري: د مادې له ابعادو پرته بل هیڅ بعد نشته او د مجردو موجوداتو پر شتون باور د ذهن او تخیل د ګرځېدو پایله ده.
(۴) فرښتې، شیطانان، پېریان، مجرد عقلونه او ټول فوق العاده موجودات چې په دینونو او یا پخوانیو مابعد الطبیعي فلسفو کې یاد شوي دي، وهمي موجودات دي.
(۵) انسان هم یو بعد دی: د روح په نوم څه شتون نه لري. هېڅ ابدیت یا شخصي بقا نشته. انسان د یوه شخص په توګه له مرګ څخه وروسته پای ته رسېږي.
(۶) جنت، دوزخ، ثواب او سزا نشته.
(۷) سیاسي، ټولنیز او اخلاقي مقررات چې ریښه یې په علوي نړۍ کې ښودل کېږي، ټول د انسان په لاس جوړ شوي دي.
(۸) حقیقت د دین (د وحې له طریقه) او د محض فلسفې (د طبیعي درکونو او د غیر تجربوي عقلي مېتودونو منلو) له لارې نه شي ترلاسه کېدای.[2]
تاییدوونکي باورونه
(۱) د انسان شان او مقام اصلي او محوري ارزښت لري. د هیومنېستانو فکري نظام انسان محوره دی، نه خدایمحوره. په دې لید لوري کې انسان د خدای ځای نیسي.
(۲) دنيوي او اوسنی ژوند ارزښتناک دی او باید وساتل شي. د انسان موخه باید د همدې نړۍ ابادول وي، نه د بلې نړۍ.
(۳) د نړۍ ټول مسؤلیت د انسان په غاړه دی.
(۴) پر حقایقو پوهه یوازې د انسان پر عقل د تکیې له لارې ممکنه ده. د یونان او روم د لرغونې زمانې فکر ځکه ډېر ستایل کېده، چې د عقلي طریقې تابع و. له همدې امله هیومنېستان خپله تاريخچه تر لرغوني یونان او روم پورې رسوي.
(۵) د وروستیو څلورو پېړیو حیرانوونکي علمي پرمختګونه د دودیزو فکري لارو د رد او د علمي مېتود د کارونې پایله ده.
(۶) د ازادې څېړنې ساتنه.
(۷) اخلاقي قوانین د انسان له خوا جوړ شوي او د خلکو د ګډو ګټو پر سر د تړون محصول دي. ارزښتونه هم د انسان په لاس جوړ شوي دي او د هغوی دوام د دې لپاره دی چې د انسان ډول د بقا په شخړه کې وساتل شي.
(۸) د سولې، زغم او د نورو نظرونو د منلو ساتنه.
(۹) په اخلاقي مسایلو کې معیار د خلکو فردي حقونو ساتنه د امکان تر حده ده. په مخالفت لرونکو مسایلو لکه د ماشومانو بدني تنبیه، د مرګ سزا، په ښوونځیو کې جبري عبادت، د ډاکټر په تایید ځان وژنه او د جنسي اړیکو موافق او مخالف ډولونو کې له هغو دریځونو ساتنه کېږي، چې د خلکو انفرادي حقونو ته تر ډېره درناوی وشي.
(۱۰) د بشري حقونو ساتنه: هیومنېستان په پراخه کچه په دې فعالیتونو بوخت دي، لکه د بشري حقونو د ساتنې سازمانونه، د بندیانو د حقونو ساتنه، د چاپېریال ساتنه، د کډوالو د حقونو ساتنه، په سره صلیب کې فعالیت، د طبیعي پېښو لکه: زلزله، سېلاب او نورو مصیبت ځپلو ته د مرستې رسونې سازمانونه فعال دي.
(۱۱) د ديموکراسۍ ساتنه او د ظلم، دیني حکومت، اشرافي حکومتونو او د نژادي تبعیض پر بنسټ حکومتونو پر ضد مبارزه.
(۱۲) د دین او سیاست د جلاوالي ساتنه.[3]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. صانعپور، مریم، نقدی بر معرفتشناسی اومانیستی، ص۲۶-۲۸، موسسۀ فرهنگ و اندیشۀ معاصر، سال چاپ ۱۳۷۸ هـ تهران.
[2]. قنبری، آیت، نقدی بر لیبرالیسم و اومانیزم، ص73، انتشارات فرازاندیشه، سال چاپ: ۱۳۸۳هـ قم. وصانعپور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص92، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.
[3]. همان.


