لیکوال: شکران احمدي
د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه
یو څلوېښتمه برخه
ب: د عقل ساتنې وسایل
2– د تعلیم وجوب
د عقل د ساتنې یو مهم عامل تعلیم او پوهه ده، چې د عاقل او جاهل ترمنځ توپیر پیدا کوي. خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي: ” قُلۡ هَلۡ يَسۡتَوِي ٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡبَصِيرُ أَمۡ هَلۡ تَسۡتَوِي ٱلظُّلُمَٰتُ وَٱلنُّورُۗ “[1]
ته (دوى ته) ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا.
علم یوازې دا نه چې انسان له ناپوهۍ او خرافاتو څخه ساتي بلکې عقلاني ځواک یې هم زیاتوي، خدای تعالی پر قرانکریم کې دا مطلب په ښه ډول بیان کړی دی؛ ” يَرۡفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡ وَٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ دَرَجَٰتٖۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٞ” [2]
الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى.
نو په همدې اساس د علم ترلاسه کول په اسلام کې لازمي شوې دي، تر څو انسانان وکولای شي، خپل عقل تقویه او د جهل او ناپوهۍ له مسیر څخه لیرې شي.
3– د معنوي مفسداتو تحریم
اسلام له نشه یي توکو او مسکراتو ورهاخوا هغه شیان هم حرام ګرځولي، چې د انسان عقل فاسدوي او بې لارۍ ته یې سوق کوي.
له دې ډلې کولای شو، چې موسیقي، انځورونو او مبتذلو فلمونو ته اشاره وکړو، چې د انسان زړه فاسدوي او عقل یې بې لارۍ ته سوق کوي. له شک پرته دا موارد هم د انسان پر روح او روان اثر کوي او اغېز یې تر شرابو لږ نه دی.
پایله؛
په اسلام کې د نفس ساتنې اهمیت او ارزښت دومره دی، چې په قصدي ډول یې وژونکي ته د ډېر مودې دوزخ سزا ټاکلې او یوه نه بښل کېدونکې ګناه ده. د دې مقصد د ساتنې لپاره اسلام ګڼ شمېر سلبي او ایجابي کړنلارې وړاندې کړي، لکه؛ د نفس د وژنې حرمت، جرم بلل او په وړاندې یې د قصاص حکم تشریع.
اسلام د نفس ساتنه او د وینې ساتنه ډېر ارزښتمن بللي ، تر دې چې د یو چا ناحقه قتل یې د ټول بشریت وژل بللي دي.
له دې ورهاخوا عقل هم په شریعت کې یو اړین مقصد دی، عقل له نورو مخلوقاتو څخه د انسان د بېل والي نښه ده او له لارې یې خدای تعالی پېژندل کیږي او همداشان یې پر مټ انسان د خیر او شر ترمنځ توپیر کولای شي.
نو په همدې اساس اسلامي شریعت ګڼ شمېر احکام وضعه کړې دي، چې موخه یې د عقل ساتنه او پالنه ده.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې
- قرآن کریم.
- البخاري، محمد بن إسماعيل أبوعبدالله (۱۹۸۷) صحيح البخاري، محقق: د. مصطفى ديب البغاء بیروت، دار ابن کثیر.
- ابن عاشور التونسي، محمد الطاهر بن محمد بن محمد الطاهر (۲۰۰۴م) مقاصد الشريعة الإسلامية، محقق: محمد الحبيب ابن الخوجة، قطر وزارة الأوقاف والشؤون الإسلامية.
- الريسوني، أحمد. (۱۹۹۲م). نظرية المقاصد عند الامام الشاطبي الدار العالمية للكتاب الإسلامي.
- الرازي، أحمد بن فارس بن زكرياء القزوين، أبوالحسين (۱۹۷۹م). معجم مقاييس اللغة، محقق، عبدالسلام، محمد هارون، بیروت، دار الفکر.
- الشاطبي، إبراهيم بن موسى بن محمد اللخمي الغرناطي، الموافقات في أصول الشریعة، محقق: أبوعبيدة مشهور بن حسن آل سلمان، دار ابن عفان.
- القشيري، أبوالحسين مسلم بن الحجاج النيسابوري (۱۳۳هـ). صحيح مسلم، لبنان بيروت، دار الجيل.
- اليوبي، محمد سعد بن احمد بن مسعود، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالادلة الشرعية، ریاض، دار الهجر للنشر والتوزيع.
- زرکشي، بدرالدین، محمد بن بهادر، البحر المحیط في أصول الفقه، دار الکتب العلمية، بیروت، لبنان.
- غزالي، ابوحامد، محمد بن محمد، المستصفی في علم الأصول، بیروت، موسسة الرسالة.
- ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، شفاء العلیل في مسائل القضاء والقدر والحکمة والتعلیل، دار المعرفة، بیروت، لبنان.
- آمدی، ابوالحسن سیدالدین، علی بن ابی، علی بن محمد، غایة المرام، ناشر: المجلس الاعلی للشئون الاسلامية.
- فخرالدین الرازی، ابوعبدالله، محمد بن عمر الرازی، مفاتیح الغیب=التفسر الکبیر، موسسة الراسالة.
- ابن حزم، ابومحمد علی بن حزم اندلسی ظاهری، الإحکام في أصول الأحکام، بیروت، دار الجیل.
- ابن قیم جوزیة، محمد بن ابی بکر، مفتاح دار السعادة ومنشور ولاية العلم والارادة، قاهرة، دار الحدیث.
- محمد مصطفى زحیلی (٢٠٠٦م) الوجيز في أصول الفقه الإسلامي دمشق – سوريا، دار الخير للطباعة والنشر والتوزيع.
- ابوداود، سلیمان بن الاشعث السجستانی، سنن ابی داود، بیروت، لبنان، المکتبة العصرية، صیدا.
- النجدي، سمیع، أهمية المقاصد الشرعية، دار الکتب العلمية، بیروت لبنان.
- محمد بن أحمد، أبوعبدالله القرطبي، (١٩٦٢م) تفسير القرطبي، تحقيق: أحمد البردوني وإبراهيم أطفيش. القاهرة دارالكتب المصر
[1] . سورۀ رعد، آیۀ ١٦.
[2] . سورۀ مجادله، آیۀ ۱۱.