Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلوېښتمه برخه)
اسلام جمعه _25 _جولای _2025AH 25-7-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه

څلوېښتمه برخه

د عقل ساتنه
عقل یو له ستر الهي نعمتونو څخه دی، چې په شریعت کې د مکلفیت لپاره اساس ګڼل کیږي او په همدې دلیل شریعت یې د ساتنې لپاره ایجابي تدابیر وضع کړي او د مضرو عواملو مخنیوی یې کړی دی.
الف: د عقل ساتنې مفهوم
الله تعالی انسان وپنځاوه او کرامت او سترو امتیازاتو په ورکړې سره یې له نورو مخلوقاتو مخکښ کړ، چې له دې ډلې یو مهم امتیاز د عقل او درک دی، چې انسان ته دا وړتیا بښي تر څو د خپل رب عبادت وکړي او د خپلې ټولنې په هوساینه کې برخه واخلي.
الله تعالی عاقلان مخاطب کړي او دوی یې په سترو دندو مکلف کړي دي، چې د دوی او د دوی د ټولنې په ګټه دي. عقل انسان له ناسمو کړنو او وینا څخه راګرځوي او دا داسې نعمت چې خدای تعالی پر انسان پېرزو کړی او د همدې پر اساس یې له نورو مخلوقاتو ممتاز ګرځولی دی.
عقل په شریعت کې د مکلفیت اساس دی، لکه څنګه چې حضرت عایشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ «رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةِ: عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ، وَعَنِ المُبْتَلَى حَتَّى يَبْرَأَ، وَعَنِ الصَّبِي حَتَّى يَكْبُرَ»؛
له دریو ډلو خلکو څخه قلم لوړ شوی (مکلف نه دي) خوبولی کس، تر هغو چې وېښیږي، له لیونې څخه تر هغو چې بېرته یې عقل کار کوي او له ماشوم څخه تر هغو چې بلوغ ته رسیږي.
عقل باید د الهي وحیې د لارښوونې پیرو شي، ځکه له دې پرته شونې ده، چې منحرف شي. خدای تعالی د سمې لارې په موندلو کې د انساني عقل له کمزوري خبر و، نو ځکه چې یې د رحمت او الهي حکمت غوښتنه وه، چې د انسانانو د لارښوونې لپاره پیغمبران را واستوي او انسانان د رسالت له موندلو وروسته، مسؤل کړي او پوښتنې وړ یې وګرځوي.
له الهي رسالت پرته عقل د دې وړتیا نه لري، چې ګټه او تاوان تشخیص کړي، لکه څنګه چې له رڼا پرته سترګې نشي کولای څه وویني، نو عقل هم پرته له الهي وحیې د صحیح تشخیص نشي کولای. او کله هم چې عقل ته په شرعي مسایلو کې نقل ورسیږي، نو باید د نقل تابع شي. اسلامي شریعت هم د عقلاني تفکر میدان د نقل د لارښوونو پر اساس تعین کړی دی.
اسلامي شریعت د عقل د ساتنې لپاره هر ډول نشه کوونکي مواد حرام کړې دي او همداشان د تقویت په موخه یې د علم او فضل ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض ګرځولي، تر څو انساني عقل ته په سمه لاره پاته شي.
ب: د عقل ساتنې وسایل
د عقل ساتنه د شریعت له اړینو مقاصدو څخه ده، چې د تحقق لپاره یې ګڼ الهي احکام تشریع شوې دي.
1- د هر هغه څه حرامول چې د عقل د زوال سبب ګرځي
خدای تعالی هر هغه څه چې د عقل د زوال سبب ګرځي، لکه؛ مسکرات او نشه یي توکې، حرام کړي دي او همداشان یې په اسلامي شریعت کې د دې موادو د مصرف کوونکي، ترویج کوونکو او واردونکو لپاره سختې سزاوې ټاکلي دي.
خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي:
” يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡخَمۡرُ وَٱلۡمَيۡسِرُ وَٱلۡأَنصَابُ وَٱلۡأَزۡلَٰمُ رِجۡسٞ مِّنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ فَٱجۡتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ – إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ فِي ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ وَيَصُدَّكُمۡ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّنتَهُونَ “
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او قمار او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ – یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ (قمار) په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
دا ایت د شراب خوړلو د حرمت په اړه وروستۍ قطعي حکم دی، امام قرطبي رحمه الله وايي: له شک پرته، مائده سورت مدنی دی او د شرابو د حرمت په اړه صریح حکم پکې شته.
اسلام د مسلمان په شخصیت جوړونه کې د عقل اهمیت ته په کتو مسکرات حرام کړي دي. د اسلام هدف له جسمي، روحي او عقلي اړخه د یوه قوي شخصیت ایجاد دی. نشه ی توکې نه یوازې چې د عقل بنسټونه کمزوري کوي، تر څنګ یې د انسان شخصیت تضعیف کوي او هغه په یوه مفسد او ګواښمن موجود بدلوي.
کله چې عقل له منځه ځي، نو انسان په یوه خطرناک او بې اختیاره موجود بدلیږي، چې فساد، وژنې، تجازو او خیانت ترې پیښږي او دا شر نه یوازې چې ده، بلکې د څنګ کسانو او ټولنې ته یې هم زیان اړوي.
له عبدالله بن عباس و عبدالله بن عمرو رضی‌الله‌عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «هي أكبرُ الكَبَائِرِ وَأُمُّ الْفَوَاحِشِ، وَمَنْ شَرِبَ الخَمْرَ تَرَكَ الصَّلَاةَ وَوَقَعَ عَلَى أُمِّهِ وَعَمَّتِهِ وَخَالَتِهِ»؛
شراب تر ټولو ستره او د لویو ګناهانو مور ده، څوک چې شراب وڅښي لمونځ پرېږدي او شونې ده، چې د مستي په حالت کې له خپلې مور، خاله او یا هم عمه سره کوروالی وکړي.
شراب عقل خرابوي، داسې چې مست کس د محرم او نامحرم ترمنځ توپیر نشي کولای، نو په همدې اساس اسلامي شرعې شرابو ته د (مرداریو مور – ام الخبایث) نوم ورکړی دی.
اسلامي شریعت د شرابو د حرمت په ټینګار، له هر ډولې بڼې سره یې اړیکه لعنت کړې. ابن عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛
«كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ»؛ هر مستي راوستونکی څیز نشه ده او هره نشه حرامه ده.
دا په اسلامي اخلاقي نظام او تفکر کې د عقل په اړتیا او ارزښت تاکید کوي.
جابر رضی الله عنه وايي، چې د یمن د جیشان د قبیلې یو فرد د رسول الله خواته راغی او د یو ډول شرابو په اړه چې د دوی په سیمه کې له جوارو څخه جوړېدل او -مرز- یې بلل؛ پوښتنه وکړه، رسول الله ترې وپوښتل، چې ایا سړی مست وي؟ نو هغه سړي ورته وویل، چې هو. نو رسول الله وفرمایل:
«كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ، إِنَّ عَلَى اللَّهِ عَهْدًا لِمَنْ يَشْرَبُ الْمُسْكِرَ، أَنْ يَسْقِيهُ مِنْ طِينَةِ الخَبَالِ»؛ – هر مست کوونکی شی حرام دی او الله تعالی عهد کړی، چې هرڅوک مسکر وڅښي نو پر هغه به د طنیة الخبال څښاک کوي. – صحابه و پوښتنه وکړه، چې اې د الله رسوله، طنیة الخبال څه ته وايي؟ نو رسول الله وویل: د جهنمیانو خولې او یا هم د هغوی شیره.
انس رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى‌اللَّهُ‌عَلَيْهِ‌وَسَلَّمَ فِي الخَمْرِ عَشَرَةٌ: عَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَشَارِبَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَسَاقِيهَا، وَبَائِعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا، وَالمُشْتَرِي لَهَا، وَالمُشْتَرَاةَ لَهُ»؛
د شرابو په برخه کې لس تنه لعنت شوې دي؛ د شرابو څبېښونکی، سفارش ورکوونکی، څښونکی، وړونکی، چاته چې وړل کیږي، ساقي، پلورونکی، څوک یې چې ګټه مصروفوي، پېرونکی او څوک یې چې د بل چا لپاره پېري.
عبدالله ابن عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې ویې ویل؛ «مَنْ شَرِبَ الخَمْرَ فِي الدُّنْيَا، ثُمَّ لَمْ يَتُبْ مِنْهَا، حُرِمَهَا فِي الآخرة»؛
څوک چې په نړۍ کې شراب وخوري او توبه ترې ونه باسي، نو په اخرت کې به د جنت له څښاکونو محروم شي.
دا نصوص په څرګند ډول د شرابو او نشه ي توکو حرمت ثابتوي. په اوسني وخت کې د چرسو، تریاکو، هروئینو او ورته نورو نشه ي موادو حکم هم په همدې قیاس کیږي.
امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (روضه) کې لیکي؛ له شرابو پرته هم، هر هغه څه چې عقل خرابوي، لکه بنګ، حرام دي.
د امت علماء په دې اتفاق لري، چې ټول مسکرات هغه که له بوټي وي یا بله څه حرام دي.
علامه زرکشي د (زهرالعریش) په کتاب کې لیکي؛ (زموږ او د نورو مذاهبو فقهاء د مسکراتو په حرمت اجماع لري او دا ټولو بڼو ته هغه که له بوټو څخه دي او یا له بل څه شاملیږي.)
د نشه ي توکو حرمت د الله تعالی د کتاب (قران) د رسول الله د سنتو (احادیثو) او د امت په اجماع او قیاس سره ثابت دی. طبي علم هم په څرګند ډول د نشه ي توکو مصرف د جسم او روان روغتیا ته زیانمن بللی. علمي څېړنې ښيي، چې د دې موادو مصرف کولای شي، چې د لیونتوب، مرګ او جسمي او رواني ناروغیو سبب شي.
اسلامي علماؤ او داکټرانو دا زیانونه بررسي او تایید کړي دي. دوی، چې له ډلې علامه زرکشي او نور مشران علماء دي، د دې موادو په حرمت او منعې تاکید کړی. دا حرمت یې یوازې د فردي زیانونو له امله نه بلکې د ټولنې، ټولنیز او اخلاقو نورمونو ته د زیان له امله هم پرې ډېر ټینګار شوی دی.
په خلاصه ډول شراب او نور نشه ي توکې له شک پرته حرام دي او په ټولنه کې د هر ډول فساد بنسټګر ګڼل کیږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه 
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (دیارلسمه برخه)
Next Article قران تلپاتې معجزه (څوارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه پنځوسمه برخه)

دوشنبه _1 _سپتمبر _2025AH 1-9-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD2 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه) په توده او سړه هوا…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD6 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD3 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)

پنجشنبه _11 _سپتمبر _2025AH 11-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.